دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 10

زَۀ پولوس په خپله تاسو ته خواست کوم، چه ځنے خلق زما په حقله وائى چه زَۀ ستاسو په مخکښے ويريدُونکے اَؤ پشى شا زړۀ ور يم، خو زَۀ دَ مسيح زغم اَؤ نرمى دريادوم،
2 بلکه مِنت کوم چه ما ته په خپله دَ حاضريدو اَؤ په هغه شان زړۀ ورکيدو حاجت پيښ نۀ شى لکه څنګه چه زَۀ په ځنو خلقو دَ زړۀ ورکيدو اِراده لرم څوک چه مُونږ داسے شمارى چه مُونږ دَ دُنيا په مطابق ژوندُون تيروُو.
3 اګر که مُونږ په دُنيا کښے ژوندُون تيروُو خو دَ دُنيا په مُطابق جنګيږُو نه.
4 ځکه چه زمُونږ دَ جنګ وسلے اِنسانى نۀ دى بلکه دَ خُدائے په قُدرت دَ بدو قلاګانو دَ نړولو جوګه دى.
5 ځکه خو مُونږ دَ دليلُونو اَؤ هر هغه رُکاوټ څيز چه دَ خُدائے دَ پيژندګلئ خلاف ئے سر اُوچت کړے دے، نړوُو اَؤ هر يو خيال قيدوُو اَؤ دَ مسيح فرمابرداره کوُو.
6 اَؤ هر کله چه ستاسو فرمانبردارى ثابته شى نو بيا مُونږ تيار يُو چه دَ هر قِسم نافرمانئ سزا ورکړُو.
7 تاسو تش هغه څيزُونو ته ګورئ کُوم چه سترګو ته ښکارى. که دَ چا په ځان دا باور وى چه هغه دَ مسيح دے، نو په خپل زړۀ کښے دِ دا سوچ هم وکړى چه څنګه هغه دَ مسيح دے هم هغه شان مُونږ هم دَ مسيح يُو.
8 ځکه چه که زۀ په هغه اِختيار کُوم چه ستاسو دَ جوړولو دَ پاره، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره مالِک راکړے دے څۀ زيات فخر هم وکړم نو زَۀ به شرمنده نۀ يم.
9 زَۀ داسے ځکه وايم چه دَ خطُونو په وسيله ستاسو ويروُونکے نۀ شم.
10 ځکه چه ځنى وائى چه دَ هغۀ خطُونه اثرناک اَؤ زبردست دى خو هر کله چه په خپله موجُود وى نو کمزورے شان معلُوميږى اَؤ دَ هغۀ تقرير فضول دے.
11 نو دغه شان ګڼُونکى دِ پوهه شى چه څنګه چه په خطُونو کښے پشى شا زمُونږ کلام دے نو دغه شان به دَ مخامخ کيدو په وخت کښے زمُونږ کار هم وى.
12 ځکه چه مُونږ دا جُرات نۀ لرُو چه خپل ځانُونه په هغه څو کسانو کښے شمار کړُو يا دَ هغو سره مُقابله وکړُو څوک چه خپله نيکنامى زياتوى، خو هغوئ چه په خپله په خپلو کښے دَ ځانُونو اندازه ولګوى اَؤ په خپله په خپلو کښے مُقابله وکړى نو په هيڅ نۀ پوهيږى.
13 خو دا زمُونږ عادت نۀ دے چه مُونږ به دَ اندازے نه زيات فخر کوُو بلکه دَ خدمت په څپرکی کښے دعوىٰ کوُو په هغه حد کښے، کُوم چه خُدائے زمُونږ دَ پاره مُقرر کړے دے اَؤ چه په کښے تاسو هم راغلى يئ.
14 ځکه چه مُونږ خپل ځانُونه دَ هغه حد نه زيات نۀ لويوُو لکه څنګه چه زمُونږ دَ خدمت په هغه حد کښے وى، نو دا زمُونږ حق نۀ وو که مُونږ تاسو ته راغلى نۀ وُو، اَؤ دغسے مُونږ اولنى کسان وُو چه تاسو ته دَ مسيح دَ زيرى په ورکولو در رسيدلى يُو.
15 اَؤ مُونږ دَ نورو په خوارئ فخر نۀ کوُو خو اُميد لرُو چه ستاسو په ايمان کښے ترقى وشى نو مُونږ به ستاسو په وسيله دَ خپل حد په مُطابق نور هم وړاندے شُو،
16 دَ دے دَ پاره چه ستاسو دَ حدُونو نه لرے زيرے ورسُوو، نۀ چه دَ نورو خلقو په علاقه کښے په جوړو شوو څيزُونو فخر وکړُو.
17 غرض دا چه ”څوک چه فخر کوى هغه دِ په مالِک وکړى.“
18 ځکه چه څوک په خپله خپل تعريف کوى هغه مقبُول نۀ دے بلکه دَ چا تعريف چه مالِک کوى هم هغه مقبُول دے.