دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 11

ارمان که تاسو زما لږه شان بے وقوفى زغملے شوے، تاسو زما زغمئ خو.
2 زَۀ تاسو دَ پاره دَ خُدائے په شان غيرت لرم ولے چه ما دَ يو خاوند، يعنے چه مسيح سره ستاسو کوژدن کړے ده دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ يوے پاکے پيغلے په شان دَ مسيح په وړاندے حاضر کړم.
3 خو ويريږم چه داسے ونۀ شى لکه څنګه چه مار په خپل مکر بى بى حوا وغُلوله هغه شان ستاسو خيالات هم دَ هغه خُلوص اَؤ پاکوالى نه بل خوا شى، کُوم چه دَ مسيح سره په کار دى.
4 ځکه چه که څوک راشى اَؤ هغه دَ بل عيسىٰ پيغام ورکړى دَ چا چه مُونږ پيغام نۀ دے ورکړے، يا تاسو ته دَ رُوحُ القُدس په ځائے څۀ بل رُوح ملاويږى، يا بل زيرے درکړے شو، کُوم چه تاسو له مُونږ نه نۀ وو مُوندلے، نو بيا تاسو ډير په خوشحالئ دَ هغۀ آؤرئ.
5 زَۀ خو خپل ځان دَ هغه غټو رسُولانو نه کم نۀ شمارم.
6 که چرے په تقرير کښے ساده يم نو دَ عِلم په وجه نۀ يم بلکه دا مُونږ په هر حال کښے اَؤ په ټولو خبرو کښے تاسو ته ظاهر کړو.
7 آيا دا زما غلطى وه چه ما تاسو ته دَ خُدائے زيرے مُفت درورسولو اَؤ ځان مے لاندے کړو چه تاسو اُوچت شئ؟
8 دا رښتيا دى چه ما ستاسو دَ خدمت دَ پاره دَ نورو جماعتُونو نه مدد واخستو.
9 اَؤ کله چه زَۀ ستاسو سره وم اَؤ حاجتمن شوے وم نو ما بيا هم په چا پيټے وانۀ چولو ځکه چه دَ مِکدونيه نه ورُوڼه راغلى وُو اَؤ زما حاجت ئے پُوره کړے وو اَؤ ما په هره خبره کښے په تاسو دَ پيټى اچولو نه ځان ساتلے دے اَؤ ساتم به ئے.
10 دَ مسيح حقيقت چه په ما کښے دے نو ځکه زَۀ دا وايم چه دَ اخيه په علاقه کښے به هيڅوک ما دَ دے فخر نه منع نۀ کړى.
11 دَ څۀ دَ پاره؟ آيا دَ دے دَ پاره چه زَۀ دِ تاسو سره مينه نۀ لرم؟ په دے خُدائے خبر دے چه زَۀ تاسو سره مينه لرم.
12 خو چه څۀ کوم هم هغسے به کوم، دَ پاره دَ دے چه دَ موقعے لټوُونکو ته موقع ورنۀ کړم، بلکه هغوئ فخر کوى چه هغوئ زمُونږ په شان خدمت کوى.
13 ځکه چه داسے خلق دروغژن رسُولان دى اَؤ په دوکه کارکوُونکى دى چه خپل ځانُونه دَ مسيح دَ رسُولانو په شان جوړ کړى.
14 په دے کښے څۀ تعجب نِشته ځکه چه شيطان هم خپل ځان دَ يو نُورانى فرښتے په شکل جوړ کړى.
15 نو بيا که دَ هغۀ خادمان دَ رښتُونو خادمانو په شان ځان جوړ کړى نو څۀ لويه خبره نۀ ده خو دَ هغوئ اَنجام به دَ هغوئ دَ کارُونو په مُطابق وى.
16 زَۀ بيا وايم چه ما دِ څوک بے وقُوف ونۀ ګڼى اَؤ که ګڼى نو دَ بے وقوف په شان مے قبُول کړئ چه زَۀ هم لږ شان فخر وکړم.
17 زَۀ چه اوس څۀ وايم هغه دَ مالِک په طور نه بلکه په بے وقُوفئ سره اَؤ دَ هغه جُرات سره ئے وايم کُوم چه په فخر کولو کښے وى.
18 ځکه چه نور ډير په جسمانى طور فخر کوى زَۀ به ئے هم کوم.
19 ځکه چه تاسو عقلمند يئ اَؤ په خوښه بے وقُوفان زغمئ.
20 هر کله چه څوک تاسو غُلامان کوى يا مو داړى، يا مو راګيروى، يا خپل ځان لوئے جوړوى، يا تاسو په مخ په څپيړه وهى، نو تاسو ئے زغمئ.
21 مُونږ خو تاسو سره داسے سلُوک نۀ دے کړے، که تاسو دا زمُونږ کمزورتيا خيال کوئ، نو کوئ. خو که څوک فخر کوى نو زَۀ به هم فخر کوم اګر که زَۀ دا بيا په بے وقُوفئ وايم.
22 آيا هغوئ عبرانيان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ اِسرائيليان دى؟ نو زَۀ هم يم. آيا هغوئ دَ اِبراهيم دَ نسل نه دى؟ نو زَۀ هم يم.
23 آيا هغوئ دَ مسيح خادمان دى؟ زما دا وينا دَ ليونتوب په شان ښکارى، خو زَۀ دَ هغوئ نه زيات يم، په محنت کښے زيات، په قيد کښے زيات، په کروړو خوړلو کښے دَ حد نه زيات. څو څو واره دَ مرګ په خطرو کښے پاتے شوے يم،
24 ما دَ يهوديانو نه پينځۀ ځله يو کم څلويښت کروړے وخوړلے،
25 درے ځله په بينتونو ووهلے شوم، يو ځلے سنګسار کړے شوم، درے ځلے دجهاز دَ ماتيدو په بلا کښے ونښتم اَؤ يوه شپه اَؤ ورځ مے په سمندر کښے تير کړل.
26 زَۀ څو څو ځله په سفر کښے دَ دريابونو په خطرو کښے، دَ ډاکوانو په خطرو کښے، دَ خپل قوم په خطرو کښے، دَ غيرو قومُونو په خطرو کښے، دَ ښار په خطرو کښے، دَ بيابان په خطرو کښے، دَ سمندر په خطرو کښے، دَ دروغژنو ملګرو په خطرو کښے،
27 په محنت اَؤ مشقت کښے، څو څو ځله په بے خوبئ، لوږو اَؤ تندو کښے، دَ يخنئ اَؤ بربنډتوب په حالت کښے پاتے شوے يم.
28 دَ دے خبرو نه علاوه چه دَ هغوئ زَۀ ذکر کول نۀ غواړم دَ ټولو جماعتُونو فکر زما په زړۀ کښے هره ورځ راځى.
29 دَ هغوئ په کمزورتياؤ زَۀ کمزورے کيږم نه څۀ؟ دَ هغوئ په تيندک خوړلو زما زړۀ نۀ خوږيږى څۀ؟
30 که فخر کول ضرورى وى نو زَۀ به په خپلو کمزورتياؤ فخر وکړم.
31 دَ مالِک عيسىٰ دَ خُدائے اَؤ پلار دِ هميشه حمد و ثنا وى، هغه خبر دے چه زَۀ هر څۀ چه وايم هغه رښتيا دى.
32 کله چه زَۀ په دمشق کښے وم نو دَ اَرِتاس بادشاه حاکم دَ ټول ښار نه چاپيره څوکئ کښينولے وه چه ما ګرفتار کړى.
33 اَؤ زَۀ دَ کړکئ په لاره په ټوکرئ کښے کُوز کړے شوم اَؤ دَ هغوئ دَ لاسه بچ شوم.