دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 3

آيا مُونږ بيا خپله نيکنامى ښکاره کول غواړُو؟ يا مُونږ ته دَ بعضو په شان دَ نيکنامئ خطُونه ستاسو په لور دَ راوړلو يا ستاسو نه دَ آخستو حاجت دے؟
2 زمُونږ خط چه زمُونږ په زړُونو کښے ليکلے شوے دے، هغه تاسو يئ اَؤ ټول خلق ئے پيژنى اَؤ لولى ئے.
3 ښکاره ده چه تاسو دَ مسيح هغه خط يئ کُوم چه مُونږ دَ خادمانو په طور ليکلے دے، په سياهى نه، بلکه دَ ژوندى خُدائے په رُوح سره، دَ ګټے په تختو نه بلکه په زړۀ باندے.
4 مُونږ دَ مسيح په معرفت په خُدائے داسے باور لرُو،
5 په دے نه چه ګنى په خپله مُونږ دَ دے جوګه يُو چه دَ خپله انده څۀ خيال هم وکړو بلکه زمُونږ لياقت دَ خُدائے دَ لوريه دے،
6 چا چه مُونږ دَ نوى لوظ دَ خادم کيدو جوګه کړى يُو، نۀ دَ ليکلى شريعت دَ لوظ نه، بلکه دَ رُوح دَ لوظ، ځکه چه ليکلے شريعت وژل کوى خو رُوح ژوندے کوى.
7 اَؤ هر کله چه دَ مرګ هغه لوظ حرفُونه چه په ګټو ليکلى شوى وُو دَ دومره جلال وُو چه بنى اِسرائيل دَ مُوسىٰ په مخ دَ هغه جلال په سبب کُوم چه دَ هغۀ په مخ وو په غور سره هغۀ ته ونۀ کتلے شول، سره دَ دے چه په کميدو وو،
8 نو دَ رُوح لوظ خو به بے شکه دَ دے نه زيات دَ جلال سره وى!
9 ځکه چه که چرے مجرموُونکے لوظ دَ جلال وو نو دَ صادقوُونکى لوظ خو به ضرور دَ دے نه زيات جلالى وى!
10 هغه جلال چه دَ څۀ وخت دَ پاره جلالى وو نو اوس دَ جلالى څيز په مخکښے هيڅ شے نۀ ښکارى.
11 ولے چه هر کله چه فنا کيدُونکى څيزُونه جلالى وُو نو پاتے کيدُونکے څيز خو به خامخا جلالى وى.
12 نو بيا مُونږ په دے اُميد ډير په زړه ورتيا سره دا وايُو،
13 اَؤ دَ مُوسىٰ په شان نه، چا چه دَ دے دَ پاره په خپل مخ نقاب اچولے وو چه بنى اِسرائيل دَ هغۀ دَ فانى جلال اَنجام ونۀ ليدے شى.
14 خو دَ هغوئ زړُونه سخت شول ځکه چه تر دے ورځے دَ زوړ عهد لوستلو په وخت دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته ده اَؤ دا پړده يواځے دَ مسيح په وسيله پورته کيږى.
15 خو تر دے ورځے چه کله هم دَ مُوسىٰ کتاب لوستلے کيږى دَ هغوئ په زړُونو پړده پرته وى.
16 خو چه کله هم دَ هغوئ زړۀ دَ مالِک طرف ته راوګرزى نو دغه پړده پورته کيږى.
17 اَؤ مالِک رُوح دے اَؤ چرته چه دَ مالِک رُوح دے، هلته آزادى ده.
18 اَؤ هر کله چه زمُونږ دَ ټولو په بے نقابه مخونو کښے لکه دَ آئنے دَ مالِک جلال داسے څرګنديږى، نو دَ هغه مالِک په وسيله دَ هغه جلالى ذات څوک چه رُوح دے، مُونږ درجه په درجه دَ هغۀ په شان کيږو.