دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 13

دا زَۀ تاسو ته په دريم ځل درځم. ”دَ دوؤ يا دَ دريو ګواهانو دَ خُلے نه به هره خبره ثابته شى.“
2 لکه څنګه چه زَۀ په دويم ځل حاضر وم نو دَ وړاندے نه مے وئيلى وُو، هغه شان اوس په غير حاضرئ کښے هم هغه خلقو ته چا چه اول ګُناهُونه کړى دى اَؤ نورو ټولو خلقو ته دَ اول نه وايم چه که چرے بيا درځم نو مُعاف به ئے نۀ کړم.
3 ځکه چه تاسو دَ دے ثبُوت غواړئ چه مسيح په ما کښے خبرے کوى. هغه تاسو دَ پاره کمزورے نۀ دے بلکه تاسو ته خپل قوت ښکاره کوى.
4 هو، هغه دَ کمزرتيا په وجه په سولئ کړے شو خو دَ خُدائے دَ قُدرت په سبب ژوندے دے اَؤ مُونږ هم په هغۀ کښے کمزورى خو يُو خو دَ هغۀ سره به دَ خُدائے دَ هغه قُدرت په سبب ژوندى يُو چه ستاسو خدمت وکړُو.
5 تاسو خپل ځانُونه وآزميئ چه په ايمان يئ يا نه، دَ ځانُونو جاج واخلئ. آيا تاسو په خپل څپرکی کښے په دے نۀ يئ خبر چه مسيح عيسىٰ په تاسو کښے دے، ګنى تاسو مقبُول نۀ يئ؟
6 خو زَۀ اُميد لرم چه تاسو به ئے معلُومه کړئ چه مُونږ خو نا مقبُوله نۀ يُو.
7 اَؤ مُونږ دَ خُدائے نه دُعا غواړُو چه تاسو څۀ بدى ونۀ کړئ دَ دے دَ پاره نه چه مُونږ مقبُول ښکاريږُو بلکه دَ دے دَ پاره چه تاسو نيکى وکړئ، اګر که مُونږ نا مقبُول هم شُو.
8 ځکه چه مُونږ دَ حق خِلاف هيڅ نۀ شُو کولے خو تش دَ حق دَ خاطره.
9 نو مُونږ خوشحاله يُو چه مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زورَور يئ اَؤ دا دُعا هم کوُو چه تاسو کامل شئ.
10 زَۀ دا خبرے په غير حاضرئ کښے دَ دے دَ پاره ليکم چه هلته درشم نو دَ هغه اِختيار په مُطابق سختى ونۀ کړم کُوم اِختيار چه مالِک ما ته ستاسو دَ جوړولو دَ پاره راکړے دے، نۀ چه دَ ورانولو دَ پاره.
11 نو اَئے ورُوڼو! خُدائے مو مل شه، کامل شئ، خاطر جمع لرئ، په يو اتفاق اوسئ، صُلح ساتئ، نو دَ مينے اَؤ دَ سلامتئ خُدائے به تاسو سره وى.
12 اَؤ يو بل ته په پاکو ښکلولو سره سلام وايئ.
13 ټول پاکان تاسو ته سلام وائى.
14 دَ مالِک عيسىٰ مسيح فضل اَؤ دَ خُدائے مينه اَؤ دَ رُوحُ القُدس شراکت دِ تاسو ټولو سره وى.