دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 4

پس هر کله چه په مُونږ داسے رحم وشو چه مُونږ ته دا خدمت وسپارلے شو نو مُونږ هِمت نۀ بائيلو،
2 بلکه مُونږ دَ شرم پټے خبرے پريښودے اَؤ دَ مکارئ چلند نۀ کوُو، نۀ دَ خُدائے په کلام کښے څۀ ګډُون کوُو بلکه حق ظاهروُو اَؤ دَ خُدائے په نزد دَ هر چا دَ ضمير په وړاندے خپل ځان ښکاره کوُو.
3 اَؤ که چرے زمُونږ په زيرى پړده پرته ده نو دا تشه دَ هلاکيدُونکو دَ پاره ده،
4 يعنے هغه به ايمان نۀ راؤړى ځکه چه دَ دے بدى دُنيا سردار يعنے شيطان دَ هغوئ عقل ړُوند کړے دے، دَ دے دَ پاره چه مسيح څوک چه دَ خُدائے په شکل دے، دَ هغۀ دَ جلال دَ زيرى رڼا په هغوئ ونۀ ځليږى.
5 ځکه چه مُونږ خپل نه، بلکه دَ عيسىٰ مسيح دَ زيرى تبليغ کوُو، ځکه چه هغه مالِک دے اَؤ دَ خپل ځان په حقله داسے وايُو چه مُونږ دَ عيسىٰ په خاطر ستاسو غُلامان يُو.
6 اَؤ خُدائے چه دا ئے وئيلى دى چه ”دَ تيارے نه دِ رڼا وځليږى“ نو هغه زمُونږ په زړُونو کښے وځلوله چه دَ خُدائے جلال وپيژنُو چه دَ عيسىٰ مسيح دَ مخ نه ځليږى.
7 دَ زيرى دا کلام چه مُونږ سره دے دَ يوے خزانے په شان دے چه دَ خاوُرو په لوښو کښے وى. خو داسے کيدل ضرورى دى چه دا ښکاره شى چه دَ حده هورته قُدرت دَ خُدائے له طرف نه دے، نه چه زمُونږ له طرف نه.
8 مُونږ دَ هر طرف نه مُصيبتُونه خو اُوچتوُو خو زپلے کيږو نه، پريشان کيږُو ضرور خو نا اُميد نۀ يُو،
9 تنګولے کيږو خو يواځے پريښولے کيږُو نه، غورزولے کيږُو خو هلاکيږُو نه.
10 زمُونږ په وجود کښے هر وخت دَ مسيح دَ مرګ نخښه ده چه دَ عيسىٰ ژوندُون هم زمُونږ په وجُود کښے څرګند شى.
11 ځکه چه مُونږ په ژوندانۀ دَ عيسىٰ دَ خاطره هميشه مرګ ته سپارلے کيږُو چه دَ عيسىٰ ژوند هم زمُونږ په فانى جسم کښے څرګند شى.
12 پس مرګ خو په مُونږ کښے اثر کوى اَؤ ژوندُون په تاسو کښے.
13 اَؤ چه پاک کلام کښے ليکلى دى چه :  ”ما ايمان راوړو اَؤ ځکه مے خبرے کولے،“ نو په مُونږ کښے هم دَ ايمان هغه رُوح دے، پس مُونږ هم ايمان راوړے دے اَؤ ځکه خبرے کوُو.
14 ځکه چه مُونږ پوهيږُو چه چا چه مالِک عيسىٰ ژوندے کړے دے هغه به مُونږ هم دَ هغۀ سره ژوندى کړى اَؤ تاسو سره به مو په خپل مخکښے حاضر کړى.
15 څۀ چه مُونږ په ځان تيروُو هغه ستاسو دَ خاطره تيروُو اَؤ څنګه چه دَ خُدائے فضل په خلقو زياتيږى نو دَ خلقو شکر ګذارئ هم زياتيږى چه دَ خُدائے جلال څرګند شى.
16 دَ دے دَ پاره مُونږ هِمت نۀ بائيلو اَؤ سره دَ دے چه زمُونږ بدن ورو ورو ختميږي خو بيا هم زمُونږ رُوح ورځ تر ورځ نوے کيږى.
17 نو دغه شان زمُونږ دَ يو ساعت لږ مُصيبت زمُونږ دَ پاره بے کچه درُوند اَؤ آبدى جلال پيدا کوى.
18 اَؤ په کُوم حال کښے چه مُونږ په ليدلو څيزُونو نه، بلکه په ناليدلو څيزُونو نظر لرُو ځکه چه ليدلى څيزُونه فانى دى اَؤ ناليدلى څيزُونه آبدى دى.