دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 9

څۀ چنده چه دَ پاکانو دَ پاره کيږى دَ هغے په څپرکی کښے زما تاسو ته څۀ ليکل عبث دى.
2 ځکه چه زَۀ ستاسو دَ شوق نه خبر يم چه دَ هغے په وجه دَ مِکدونيه دَ خلقو دَ وړاندے زَۀ په تاسو فخر کوم چه دَ اخيه خلق دَ تير کال نه تيار دى اَؤ ستاسو جوش ډير خلق راوپارول.
3 خو زما دَ دے ورُوڼو دَ درليږلو مقصد دا دے چه مُونږ په دے څپرکی کښے چه په تاسو کُوم فخر کوُو، هغه بے مقصده پاتے نۀ شى بلکه تاسو زما دَ وينا په مُطابق تيار اوسئ لکه څنګه چه ما هغوئ ته ستاسو په څپرکی کښے وينا کړے ده.
4 ځکه چه که زۀ دَ مِکدونيه نه دَ ځان سره خلق راولم اَؤ هغوئ تاسو تيار ونۀ مُومى نو دا به زمُونږ اَؤ ستاسو دَ پاره هم څومره شرمندګى وى ځکه چه مُونږ په تاسو باور ښوولے دے.
5 دَ دے دَ پاره ما دا ضرورى وګڼل چه دے ورُوڼو ته ووايم چه کورنتيانو ته اول لاړ شى چه ستاسو هغهَ دَ ورکړے لوظ چه کړے دے، دَ آګاهو نه تيار وساتى، نو بيا به دا چنده دَ ورکړے په طور وى، نۀ چه دَ زبردستئ په طور.
6 خو ياد لرئ چه څوک چه لږه کرونده کوى هغه به لږه ريبى، اَؤ چه څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته ريبى.
7 اَؤ هر چا چه څومره په زړۀ کښے مُقرر کړى دى، هغه هومره به ورکوى اَؤ نۀ په مجبورئ اَؤ نۀ دَ فرض په طور ځکه چه خُدائے په خوشحالئ ورکوُونکى سره مينه لرى.
8 اَؤ خُدائے تاسو له دَ حاجت نه زيات درکولے شى دَ پاره دَ دے چه تاسو سره تل هر څۀ زيات وى اَؤ داسے دَ هر نيک کار دَ پاره دِ تاسو سره زيات وى
9 اَؤ صحيفے دَ داسے سړى په څپرکی کښے وائى چه : ”هغه خوارانو له په سخاوت ورکوى،دَ هغۀ خيرات به تل تر تله باقى وى.“
10 نو چه خُدائے دَ کرونده کرُونکى دَ پاره تُخم اَؤ دَ خوراک دَ پاره ډوډئ ورکوى، هم هغه به تاسو ته تُخم درکوى اَؤ په هغے کښے به زياتوالے اچوى اَؤ ستاسو چندے به زياتوى.
11 اَؤ تاسو به هر يو څيز زيات بيا مُومئ چه هر قِسم سخاوت به کولے شئ، اَؤ دَ دے نيتجه به دا وى چه ډير خلق به ستاسو چنده زمُونږ په وسيله مُوندلو سره دَ خُدائے شکر ګذاری وکړى.
12 ولے چه دَ دے په کولو به نۀ تش دَ پاکانو ضرورتُونه پُوره شى بلکه دَ ډيرو خلقو له خوا به دَ خُدائے ډيره شکر ګذاری کيږى.
13 ځکه چه دے خدمت نه به خلقو ته ثابت شى چه تاسو نۀ يواځے دَ مسيح زيرے منئ بلکه دَ هغۀ تابعدارى هم کوئ، هغوئ به دَ دے دَ پاره دَ خُدائے شکر کوى اَؤ دَ دے دَ پاره هم چه تاسو نۀ يواځے دَ هغوئ بلکه دَ ټولو خلقو مدد دَ زړۀ دَ اِخلاصه وکړلو.
14 ځکه چه په تاسو دَ خُدائے دَ لوئے فضل په سبب چه په تاسو شوے دے، ستاسو ليواله دى اَؤ ډير په مينه ستاسو دَ پاره دُعا غواړى.
15 شکر دے دَ خُدائے دَ هغه بخښنے چه دَ بيان نه بهر ده.