دوېم کورنتيان

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13


څپرکی 8

زما ورُوڼو! مُونږ تاسو ته دَ خُدائے دَ هغه فضل خبر درکوُو کُوم چه په مِکدونيه کښے په جماعتُونو باندے وشو.
2 سره دَ دے چه په لوئے مُصيبت اَؤ په آزميښت کښے دَ هغوئ خوشحالى زياته شوه اَؤ باوجُود دَ دے چه ډير غريبان وُو، هغوئ دَ زړۀ دَ اِخلاصه ډيره چنده ورکړله.
3 اَؤ زَۀ ګواهى ورکوم چه هغوئ دَ خپل وس په مُطابق نه، بلکه دَ وس نه زيات په خپله خوښه ورکړل.
4 اَؤ دَ دے خيرات اَؤ دَ پاکانو دَ خدمت دَ شراکت په څپرکی کښے ئے ډير په زارو مُونږ ته خواست وکړو.
5 اَؤ هغوئ زمُونږ دَ اُميد نه زيات څۀ ورکړل بلکه خپل زړُونه ئے اول مالِک ته اَؤ بيا دَ خُدائے په مرضئ مُونږ ته وسپارل.
6 دَ دے دَ پاره مُونږ تيطوس ته نصيحت وکړو لکه څنګه چه هغه اول شروع کړے وه، هم هغه شان دِ په تاسو کښے دَ خيرات دغه کار هم پُوره کړى.
7 نو لکه څنګه چه تاسو په هره خبره کښے، دَ ايمان اَؤ کلام اَؤ عِلم اَؤ جوش اَؤ هغه مينه چه تاسو مُونږ سره لرله، په هغے کښے وړاندے شوى يئ هم هغه شان دَ خيرات په دے کار کښے هم وړاندے شئ.
8 زَۀ دَ حُکم په طور نۀ وايم بلکه دَ دے دَ پاره وايم چه دَ نورو دَ جوش دَ مِثال ورکولو سره ستاسو دَ مينے رښتينوالے وآزمئيم.
9 ځکه چه تاسو زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح دَ فضل نه خبر يئ چه سره دَ دے چه هغه غنى وو خو ستاسو دَ پاره غريب جوړ شو، دَ دے دَ پاره چه تاسو دَ هغه غريب په سبب غنيان شئ.
10 اَؤ زَۀ په دے څپرکی کښے خپله رائے درکوم ځکه چه دا ستاسو دَ پاره ښه ده، دَ پاره دَ دے چه تير کال تاسو نه تش په دے کار کښے بلکه دَ هغے په اِراده کښے هم وړُومبى وئ،
11 نو بيا دا کار پُوره هم کړئ. لکه څنګه چه تاسو په اِراده کولو کښے چاخ وئ هم هغه شان دَ وس په مُطابق ئے پُوره هم کړئ.
12 ځکه چه که نيت وى نو خُدائے چنده دَ هغے په مُطابق قبلوى څۀ چه دَ سړى سره وى، نۀ چه دَ هغے په مُطابق چه دَ هغۀ سره نۀ وى.
13 داسے خبره نۀ ده چه دَ نورو بوج کم شى اَؤ ستاسو زيات، بايد چه يووالے وى.
14 چُونکه دا وخت تاسو سره زيات څۀ دى اَؤ تاسو دَ هغوئ کمے پُوره کولے شئ، اَؤ کله چه دَ هغوئ سره زيات شى اَؤ تاسو سره کم، نو هغوئ به ستاسو کمے پُوره کولے شى، اَؤ دغه شان به يووالے قائم ساتلے شى.
15 لکه چه صحيفے وائى چه : ”چا چه ډير جمع کړل دَ هغۀ څۀ زيات نۀ وُواَؤ چا چه کم جمع کړل دَ هغه څۀ کم نۀ وُو.“
16 دَ خُدائے شکر دے چه هغۀ دَ تيطوس په زړۀ کښے هم ستاسو دَ پاره زما په شان سرګرمى پيدا کړے ده.
17 نۀ تش دا چه تيطوس زمُونږ خواست ومنلو بلکه هغه خو دومره خواهش لرى چه هغه په خپله مرضئ زمُونږ نه اوس تاسو ته در روانيږى.
18 دَ هغۀ سره مُونږ خپل هغه ورور درليږُو دَ چا تعريف دَ زيرى له کبله په ټولو جماعتُونو کښے کيږى.
19 اَؤ نۀ صرف دا بلکه هغه دَ جماعتُونو له خوا نه دَ دے چندے په رسولو کښے زمُونږ دَ سفر ملګرے مُقرر شو، اَؤ مُونږ دا خدمت ځکه وکړو چه دَ مالِک جلال اَؤ زمُونږ شوق ښکاره شى.
20 اَؤ مُونږ دَ هغه لوئے چندے په څپرکی کښے چه خدمت کوُو، خپل ځانُونه ساتُو چه څوک په مُونږ اِعتراض ونۀ کړى.
21 ځکه چه مُونږ دَ داسے څيزُونو تدبير کوُو چه هغه نۀ صرف دَ خُدائے په مخکښے غوره وى بلکه دَ خلقو په مخکښے هم.
22 اَؤ مُونږ دَ هغوئ سره هغه بل ورور درليږلے دے کُوم چه مُونږ په ډيرو خبرو کښے څو څو واره آزمائيلے اَؤ سرګرم مُوندلے دے خو هر کله چه دَ هغۀ په تاسو ډير باور دے ځکه خو اوس زيات په جوش کښے دے.
23 که څوک دَ تيطوس په څپرکی کښے تپوس وکړى نو هغه زما شريک اَؤ ستاسو دَ پاره زما دَ خدمت ملګرے دے. که چرے زمُونږ دَ نورو ورُوڼو په څپرکی تپوس وشى نو هغوئ دَ جماعتُونو اَستازى اَؤ دَ مسيح جلال دى.
24 نو بيا خپله مينه ورته وښايئ چه ټول جماعتُونه ووينى چه مُونږ په تاسو بے فائدے فخر نۀ کوُو.