شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 13

کله چې یوشع زوړ شو، څښتن هغه ته وویل: <ته ډېر زوړ شوی یې، خو ډېره ځمکه لا پاتې ده چې باید ونیول شي.
2 دا هغه ځمکه ده چې پاتې ده: د فلسطینیانو او د جشوریانو ټوله سیمه،
3 همدارنګه د عویانو سیمه تر جنوب پورې (د شیحور څخه نیولې چې د مصر په پولې کې وه د عقرون تر پولې پورې چې په شمال کې وه، د کنعانیانو ځمکه ګڼل کېده. د فلسطین پادشاهان په غزه، اشدود، اشقلون، جت او عقرون کې اوسېدل)،
4 د کنعانیانو ټول هېواد او میعاره چې په صیدونیانو پورې اړه لري تر افیق پورې چې د اموریانو په پولې کې دی،
5 د جبلیانو ځمکه او ټول لبنان تر ختیځ پورې، له بعل جاد څخه نیولې چې د حرمون د غره جنوب خواته پروت دی د حمات تر غاښي پورې.
6 په دې کې د صیدونیانو چې د لبنان د غرونو او د مسرفوت مایم ترمنځ په غرنۍ سیمه کې اوسیږي ټوله سیمه شامله ده. زه به په خپله د اسراییلو له مخې څخه دا خلک لېرې کړم. څنګه چې ما په تا باندې امر کړی دی، ته باید دا ځمکه د اسراییلیانو په منځ کې ووېشې.
7 بیا دا ځمکه په هغو نهو قبیلو او د منسي په نیمې قبیلې ووېشه چې تر اوسه پورې ځمکه نه لري چې د هغوی ملکیت شي.>
8 موسیٰ لا پخوا د روبین او جاد قبیلو او د منسي بلې نیمې قبیلې ته هغه ځمکه ورکړې وه کومه چې د اردن د سیند په ختیځه غاړه باندې پرته وه.
9 دا سیمه د هغه ښار څخه چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ او په هغې کې د عروعیر ښار چې د هغې درې په شمالي څنډه کې ؤ شامل ؤ، شمال خواته غزېدلې ده. په هغې کې د دیبون په شمال کې د میدبا لوړه جلګه شامله وه.
10 د هغوی سیمه د عمون تر پولې پورې رسېدله. همدارنګه په هغې کې هغه ټول ښارونه هم شامل وو چې د اموریانو پادشاه سیحون به ورباندې د حشبون له ښار څخه حکومت کاوه.
11 په هغې کې جلعاد، د جشور او معکې سیمې، د حرمون ټول غر او ټول باشان تر سلخه پورې شامل وو.
12 په هغې کې د عوج پادشاهي شامله وه. عوج د رفائیانو له جملې څخه یوازینی نفر ؤ چې ژوندی پاتې شوی ؤ او په عشتاروت او ادرعي کې یې پادشاهي کوله. موسیٰ دې خلکو ته ماتې ورکړې وه او هغوی یې شړلي وو.
13 خو بیاهم اسراییلیانو جشوریان او معکیان ونه شړل، نو هغوی تر نن ورځې پورې د اسراییلیانو په منځ کې اوسیږي.
14 موسیٰ د لاوي قبیلې ته هیڅ ځمکه نه وه ورکړې، ځکه چې د اسراییلو څښتن خدای هغوی ته ویلي وو: <تاسو به د ځمکې په ځای هغه قربانۍ ترلاسه کوئ کومې چې زما په قربانګاه باندې سوزول کیږي.>
15 موسیٰ د روبین په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.
16 د هغوی ځمکه په جنوب کې په هغه ښارګوټي کې شروع کېدله چې د ارنون د درې په منځ کې ؤ. په هغې کې د عروعیر ښارګوټی چې د درې په شمالي څنډه کې ؤ، شامل ؤ او په شمال کې د میدبا د شاوخوا لوړې جلګې پورې رسېدله.
17 په دې کې حشبون او کوم ښارګوټي چې په لوړې جلګې باندې پراته وو یعنې دیبون، باموت بعل، بیت بعل معون،
18 یاهص، قدیموت، میفاعت،
19 قریتایم، سبمه، سارت شحر چې په دره کې په غونډۍ باندې ؤ،
20 بیت فغور، د پیسګاه د غره ډډې او بیت یشیموت ټول شامل وو.
21 هغه ټول ښارګوټي چې په لوړې جلګې باندې پراته وو او د سیحون ټوله پادشاهي (سیحون د اموریانو پادشاه ؤ او په حشبون کې یې حکومت کاوه) شامل وو. موسیٰ سیحون او د مدیانیانو مشرانو یعنې اوي، راقم، صور، حور او رابع ته ماتې ورکړې وه. دا مشران چې په هغه هېواد کې اوسېدل د سیحون سره ملګري شول.
22 په هغو خلکو کې چې د اسراییلیانو له خوا وژل شوي وو، بلعام د بعور زوی چې فال کتونکی ؤ هم شامل ؤ.
23 دا سیمه او د هغې ښارونه او کلي د روبین قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړل شول او د اردن سیند د هغې لوېدیځه پوله وه.
24 همدارنګه موسیٰ د جاد په قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.
25 د هغوی په سیمه کې یعزیر، د جلعاد ټول ښارګوټي او د عمون نیمه ځمکه تر عروعیر پورې چې د ربه په ختیځ کې وه شامل وو.
26 د هغوی ځمکه د حشبون څخه نیولې تر رامت مصفه او بطونیم پورې او د محنایم څخه نیولې د دبیر تر سیمې پورې وه.
27 د اردن د درې په هغه سیمه کې چې جاد ته ورکړل شوې وه په هغې کې بیت هارام، بیت نمره، سوکوت او صافون یعنې د حشبون د پادشاه سیحون پخوانۍ پادشاهي شامله وه. د هغوی لوېدیځه پوله د اردن سیند ؤ او هغه په شمال کې د جلیل تر جهیل پورې رسېدله.
28 دا هغه سیمې او د هغو ښارګوټي او کلي وو چې د جاد قبیلې ته ورکړل شول.
29 موسیٰ د منسي په نیمه قبیله کې هرې یوې طایفې ته ځمکه ورکړه.
30 د هغوی سیمه تر محنایم پورې وه او په هغې کې د باشان پادشاه عوج ټوله پادشاهي او همدارنګه په باشان کې د یائیر ټول شپېته کلي شامل وو.
31 په دې کې نیم جلعاد، همدارنګه عشتاروت او ادرعي یعنې په باشان کې د عوج د پادشاهۍ شاهي ښارونه شامل وو. دا ټول هغو نیمو طایفو ته ورکړل شول چې له ماخیر یعنې د منسي د زوی څخه د اولادې په توګه پاتې وې.
32 په دې ډول موسیٰ د موآب ډاګونه چې د اردن د سیند په بله غاړه او د اریحا په ختیځ کې وو ووېشل.
33 خو موسیٰ د لاوي قبیلې ته هیڅ ځمکه ورنه کړه، ځکه چې څښتن وعده کړې وه چې هغه به همېشه د هغوی اړتیاوې پوره کوي.