شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 5

د اموریانو ټولو پادشاهانو چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وو او د کنعانیانو ټولو پادشاهانو چې د مدیترانې د بحیرې په غاړه وو واورېدل چې څښتن د اردن سیند تر هغه وخته پورې وچ کړی ؤ ترڅو د اسراییلو قوم له هغه څخه تېر شو. هغوی ووېرېدل او نور یې دا جرئت نه درلود چې د اسراییلو سره مخامخ شي.په جلجال کې سنتګیري
2 په هغه وخت کې څښتن یوشع ته وویل: <د بکرۍ له تیږې څخه چړې جوړې کړه او پاتې اسراییلیان سنت کړه.>
3 نو څنګه چې څښتن حکم کړی ؤ یوشع هماغسې وکړل او اسراییلیان یې په هغه ځای کې سنت کړل چې د سنت ګیرۍ د غونډۍ په نوم یاد شو.
4 نو په دې خاطر هغه داسې وکړل. هغه ټول نارینه یعنې ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راوتلي وو د سفر په دوران کې په دښته کې مړه شول.
5 هغه خلک چې د مصر څخه راوتلي وو هغوی ټول سنت شوي وو، مګر هغه ټول خلک چې د سفر په دوران کې په دښته کې زېږېدلي وو هغوی سنت شوي نه وو.
6 اسراییلیانو څلوېښت کاله په دښته کې سفر وکړ، ترڅو ټول خلک یعنې د قوم ټول جنګي نفر چې د مصر څخه راووتل مړه شول ځکه چې د څښتن د امر څخه یې سرغړونه کړې وه. لکه څنګه چې څښتن قسم خوړلی ؤ هغوی ته اجازه ورنه کړای شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ځمکه وویني چې د هغو د نیکونو سره یې وعده کړې وه.
7 د دغو خلکو زامن هیڅکله سنت شوي نه وو او دا هغه نوی نسل ؤ کوم چې یوشع سنت کړ.
8 کله چې د اسراییلو ټول نارینه سنت شول، هغوی تر هغې پورې په کمپ کې پاتې شول ترڅو چې زخمونه یې روغ شول.
9 څښتن یوشع ته وویل: <دا زما د قوم دپاره د شرم خبره وه چې په مصر کې دې غلامان وي، خو ما نن هغه رسوایي لېرې کړه.> نو اسراییلیانو دغه ځای د جلجال په نوم یاد کړ او تر اوسه پورې په دې نوم یادیږي.
10 کله چې اسراییلیانو په جلجال کې اریحا ته نژدې په ډاګ کې خېمې ودرولې، هغوی د میاشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام د فسحې اختر ولمانځه.
11 راتلونکې ورځ اول ځل ؤ چې هغوی د کنعان د محصولاتو څخه خواړه وخوړل یعنې وریتې شوې غلې دانې او فطیره ډوډۍ.
12 له هماغې ورځې څخه د خدای له خوا د من رالېږل بند شول او د اسراییلو دپاره نور من نه پیدا کېده. له هماغه وخت څخه هغوی هغه څه خوړل چې په کنعان کې پیدا کېدل.
13 یو وخت یوشع اریحا ته نژدې ؤ، چې ناڅاپه یې یو سړی ولید چې د هغه مخې ته ولاړ ؤ او په لاس کې یې توره وه. یوشع هغه ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <ته زمونږ په خوا یې که زمونږ د دښمنانو په خوا؟>
14 هغه په ځواب کې وویل: <هیڅ یو نه، زه اوس د څښتن د لښکر د قوماندان په توګه راغلی یم.> بیا یوشع په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <صاحبه، زه ستاسو خدمتګار یم. زما څخه څه غواړئ چې ویې کړم؟>
15 د څښتن د لښکر قوماندان هغه ته وویل: <خپلې څپلۍ وباسه ځکه چې ته په سپېڅلې ځمکې باندې ولاړ یې.> او یوشع همداسې وکړل.