شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 14

هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې ترلاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې.
2 لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نهو قبیلو او نیمې قبیلې سیمې د پچې اچولو په وسیله وټاکل شوې.
3 ‏-
4 موسیٰ پخوا هغه ځمکه چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه نورو دوه نیمو قبیلو ته ورکړې وه. (د یوسف اولاده په دوو قبیلو وېشل شوې وه: د منسي او افرایم قبیلې.) خو موسیٰ لاویانو ته د سیمې هیڅ کومه برخه نه وه ورکړې. د هغې په ځای هغوی ښارګوټي ترلاسه کړل چې په کې واوسیږي او د خپلو پادو او رمو دپاره څړځایونه.
5 نو اسراییلیانو د څښتن د امر له مخې چې موسیٰ ته یې کړی ؤ ځمکه ووېشله.
6 یوه ورځ د یهودا د قبیلې یو څو نفره په جلجال کې یوشع ته راغلل. د هغو څخه یو نفر کالیب د قنزي یفنه زوی هغه ته وویل: <آیا ستا په یاد دي چې څښتن خپل نبي موسیٰ ته په قادش برنیع کې زما او ستا په هکله څه وویل؟
7 زه څلوېښت کلن وم کله چې د څښتن خدمتګار موسیٰ له قادش برنیع څخه ولېږلم چې د دې خاورې جاسوسي وکړم. نو څه چې ما لیدلي وو د هغو په باره کې مې هغه ته حقیقت ووایه.
8 خو زما سره چې کوم نفر تللي وو، هغوی زمونږ خلک دې خاورې ته د تللو څخه ووېرول. خو ما په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای مقصد سرته ورساوه.
9 په هماغه ورځ زه بېرته راغلم او موسیٰ راته وویل: څرنګه چې ته څښتن خدای ته وفادار وې نو زه وعده کوم چې په کومه خاوره کې چې ته ګرځېدلی یې، هغه به د تل دپاره ستا او ستا د اولادې شي.
10 یوشع، پنځه څلوېښت کاله مخکې څښتن موسیٰ ته ویلي وو چې دا وعده وکړي او اوس زه پنځه اتیا کلن یم. که څه هم اسراییل په دښته کې یو ځای او بل ځای ګرځېدل، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هغه په دې ټول وخت کې زه ژوندی وساتلم.
11 زه نن هم د هماغه وخت په شان چې موسیٰ ولېږلم قوي یم. کوم قوت چې ما په هغه وخت کې درلود، اوس یې هم لرم او د جګړې او نورو کارونو دپاره تیار یم.
12 اوس دغه غرنۍ سیمه چې په هغه ورځ څښتن زما سره د هغې وعده کړې وه ماته راکړه. تا په خپله په هغه ورځ واورېدل چې لوړ قدي عناقیان هلته اوسیږي او د هغوی ښارونه لوی دي او دېوالونه لري، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي دي هغه به زما سره مرسته وکړي چې هغوی وشړم.>
13 بیا یوشع کالیب ته برکت ورکړ او هغه ته یې د حبرون ښار د هغه د ملکیت په توګه ورکړ.
14 نو حبرون تر اوسه پورې د کالیب د اولادې ملکیت دی، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای اطاعت کړی ؤ.
15 له دې څخه مخکې حبرون د اربع د ښار په نوم یادېده. اربع د عناقیانو په منځ کې یو لوی اتل ؤ.نو بیا په هېواد کې ارامي شوه.