شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 19

دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه.
2 په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده،
3 حزر شوعال، بالح، عاصم،
4 التولد، بتول، حرما،
5 صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه،
6 بیت لباعوت او شاروحن - د شاوخوا کلیو سره دیارلس ښارګوټي.
7 عین، رمون، عاتر او عاشان - د شاوخوا کلیو سره څلور ښارګوټي.
8 په دې سیمه کې په جنوب کې تر بعلت بئیر (جنوبي رامه) پورې ټول ښارګوټي او کلي شامل وو. دا هغه ځمکه وه چې د شمعون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
9 څرنګه چې د یهودا برخه د هغوی د اړتیا له اندازې څخه زیاته وه، نو د هغه د سیمې یوه برخه د شمعون قبیلې ته ورکړل شوه.
10 دریمه پچه د زبولون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. هغه ځمکه چې هغوی ترلاسه کړه د سارید پورې رسېدله.
11 دا سرحد له هغه ځای څخه په لوېدیځه خوا کې مرعله ته تللی او د دباشه پورې رسېدلی او یقنعام ته نژدې ویالې ته تللی دی.
12 دا سرحد د سارید ختیځې خواته د کسلوت تابور د سیمې پولې ته ګرځېدلی او دابره ته راوتلی او پورته تر یافیع پورې رسېدلی دی.
13 بیا دا سرحد د ختیځ په لوري جت حافر او عت قاصین ته تللی، رمون ته راوتلی او د نیعه په لوري ګرځېدلی دی.
14 په شمال کې دا سرحد د حناتون په لوري ګرځېدلی او د یفتحئیل په دره کې ختم شوی دی.
15 زبولون د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي درلودل. د هغو څخه ځینې یې دا وو: قطه، نهلال، شمرون، یداله او بیت لحم.
16 دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د زبولون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
17 څلورمه پچه د یساکار د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
18 د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: یزرعیل، کسلوت، شونم،
19 حفارایم، شیئون، اناحره،
20 ربیت، قشیون، آبص،
21 رمه، عین جنیم، عین حده او بیت فسیس.
22 او دا سرحد د تابور غره، شحصیمه او بیت شمس ته رسېدلی او د اردن د سیند سره ختم شوی دی. په هغه کې شپاړس ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره شامل وو.
23 دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د یساکار د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
24 پنځمه پچه د اشیر د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
25 د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: حلقات، حلي، باطن، اکشاف،
26 الملک، عمعاد او مشال. په لوېدیځ کې دا سرحد کرمل او شیحور لبنه ته رسېده.
27 بیا له هغه ځای څخه ختیځې خواته بیت داجون ته ګرځېدلی، د زبولون او د یفتحئیل تر درې پورې رسېدلی دی او په شمال کې بیت عامق او نعیئیل ته راوتلی دی. دا سرحد د شمال په لوري کابول،
28 عبرون، رحوب، حمون، قانه او تر لوی صیدون پورې غزېدلی دی.
29 دا سرحد بیا رامه ته ګرځېدلی او د صور قوي دېوال لرونکي ښار ته رسېده. بیا هغه حوسه ته ګرځېدلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. په دې سیمه کې محالاب، اکزیب،
30 عمه، عفیق او رحوب شامل وو. د شاوخوا کلیو سره دوه ویشت ښارګوټي وو.
31 دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د اشیر د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
32 شپږمه پچه د نفتالي د قبیلې د طایفو په نوم ووتله:
33 د هغوی سرحد د حالف او په صعنیم کې د څېړۍ د ونې څخه تېر شوی او د ادامي ناقب او یبنئیل څخه تر لقوم پورې رسېده او د اردن د سیند سره ختم شوی ؤ.
34 په هغه ځای کې دا سرحد لوېدیځې خواته د ازنوت تابور په لور ګرځېدلی او په حقوق کې راوتلی دی. هغه په جنوب کې د زبولون سیمې ته، په لوېدیځ کې د اشیر سیمې ته او په ختیځ کې د اردن سیند ته رسېدلی دی.
35 هغه قوي دېوال لرونکي ښارګوټي دا وو: صدیم، صیر، حمت، رقت، کنارت،
36 ادامه، رامه، حاصور،
37 قادش، ادرعي، عین حاصور،
38 یرون، مجدلئیل، حوریم، بیت عنات او بیت شمس. د شاوخوا کلیو سره نولس ښارګوټي وو.
39 دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د نفتالي د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
40 اوومه پچه د دان د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
41 د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: زرعه، اشتاول، عیر شمس،
42 شعلبین، ایالون، یتله،
43 ایلون، تمنه، عقرون،
44 التقي، جبتون، بعله،
45 یهود، بني برق، جت رمون،
46 میاه یرقون او رقون د هغې سیمې سره چې یافا ته مخامخ وه.
47 ‏-
48 د دان طایفو دا خاوره او دا ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړل. څه موده وروسته کله چې دښمنانو هغوی مجبور کړل چې خپله قبیلوي خاوره پرېږدي، نو هغوی د لشم ښارګوټي ته لاړل. په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه، هغه یې ونیوه او د هغه ځای اوسېدونکي یې ووژل. بیا هغوی خپله هلته ځای په ځای شول، د هغه ښارګوټي نوم یې بدل کړ او د خپل نیکه دان په نوم یې یاد کړ.
49 کله چې د اسراییلو قوم د ځمکې د وېشلو څخه وزګار شو، هغوی د نون زوی یوشع ته د ځمکې یوه برخه ورکړه چې د هغه شي.
50 څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغوی یوشع ته هغه ښارګوټی ورکړ چې هغه غوښتی ؤ، یعنې تمنه سارح چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ. هغه دا ښارګوټی بیا ودان کړ او هلته ځای په ځای شو.
51 دا هغه سیمې وې چې العازار کاهن، یوشع او د اسراییلو د قبیلو د طایفو مشرانو په شیلوه کې د پچې په اساس ووېشلې. هغوی دا کار د څښتن په حضور کې د مقدسې خېمې په دروازه کې وکړ. په دې ډول هغوی د ځمکې وېش سرته ورساوه.