شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 24

یوشع په شکیم کې د اسراییلو ټولې قبیلې راغونډې کړې. هغه د اسراییلو سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل. هغوی راغلل او د خدای په حضور کې ودرېدل.
2 یوشع ټول قوم ته وویل: <د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ډېره موده مخکې ستاسو نیکونه چې په هغو کې د ابراهیم او د ناحور پلار یعنې تارح شامل ؤ د فرات د سیند په بلې غاړې باندې اوسېدل او د نورو خدایانو عبادت به یې کاوه.
3 بیا ما ستاسو نیکه ابراهیم د هغه ځای څخه یووړ او د کنعان په ټوله خاوره کې مې وګرځاوه. هغه ته مې اسحاق ورکړ او د اسحاق په وسیله مې هغه ته ډېره اولاده ورکړه.
4 اسحاق ته مې دوه زامن ورکړل یعنې یعقوب او عیسو. عیسو ته مې د ادوم غرنۍ سیمه د هغه د ملکیت په توګه ورکړه، خو ستاسو نیکه یعقوب او د هغه اولادونه مصر ته لاړل.
5 ‏-
6 وروسته ما موسیٰ او د هغه ورور هارون ولېږل چې ستاسو د خلکو سره مرسته وکړي او په مصریانو باندې مې لوی عذاب نازل کړ. ما ستاسو نیکونه د مصر څخه راوویستل، خو مصریان په خپلو جنګي ګاډیو او اسونو باندې سپاره شول او ستاسو په نیکونو پسې شول او په هغوی پسې سرې بحیرې ته ورورسېدل.
7 هغوی ماته د مرستې دپاره فریاد وکړ او ما د هغوی او مصریانو ترمنځ تیاره رامنځته کړه. په مصریانو باندې مې اوبه راوستلې او هغوی مې په دریاب کې غرق کړل. تاسو په خپلو سترګو ولیدل چې ما په مصر باندې څه وکړل.له هغې وروسته تاسو ډېره موده په دښته کې اوسېدلئ.
8 بیا مې تاسو هغې خاورې ته راوستلئ چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه. هلته اموریان اوسېدل او هغوی ستاسو سره جګړه وکړه، خو تاسو زما په مرسته هغوی ته ماتې ورکړه، هغوی مو له منځه یوړل او د هغوی خاوره مو ونیوله.
9 کله چې د موآب پادشاه د صفور زوی بالاق ستاسو په مقابل کې ودرېد، هغه د بعور زوی بلعام راوغوښت او د هغه څخه یې وغوښتل چې په تاسو باندې لعنت ووایي.
10 خو ما د بلعام خبرو ته غوږ ونه نیوه. هغه مې مجبور کړ چې تاسو ته برکت درکړي. په دې ډول مې تاسو له بالاق څخه وژغورلئ.
11 بیا تاسو د اردن له سیند څخه پورې وتلئ او اریحا ته راغلئ. د اریحا خلکو د اموریانو، فرزیانو، کنعانیانو، حیتیانو، جرجاشیانو، حویانو او یبوسیانو په شان ستاسو سره جګړه وکړه. خو ما تاسو ته په هغوی ټولو باندې بری درکړ.
12 ستاسو دښمنان ستاسو څخه وتښتېدل، خو ستاسو د تورو، لیندو او غشو له کبله نه. ما ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره راپیدا کړه او هغوی وتښتېدل لکه څنګه چې مې د هغو دوو اموریایي پادشاهانو سره کړي وو کوم چې د اردن د سیند په ختیځ کې اوسېدل.
13 ما تاسو ته ځمکه درکړه په کومې باندې چې تاسو زیار نه ؤ ویستلی او ښارونه مې درکړل چې هغه تاسو نه وو ودان کړي او اوس په هغو کې اوسېږئ. د انګورو او زیتونو د باغونو څخه خواړه خورئ کوم چې تاسو کرلي نه وو.>
14 بیا یوشع وویل: <نو د څښتن څخه ووېرېږئ او په پوره وفادارۍ سره د هغه عبادت وکړئ. هغه بتان چې ستاسو نیکونو یې په مصر او د فرات د سیند په بله غاړه باندې عبادت کاوه لېرې ګوزار کړئ او د څښتن عبادت وکړئ.
15 که چېرې تاسو د هغه عبادت کول نه غواړئ، نو نن پرېکړه وکړئ چې د کومو خدایانو عبادت به کوئ. آیا د هغو خدایانو عبادت به کوئ چې ستاسو نیکونو یې د فرات د سیند په بله غاړه باندې عبادت کاوه او یا به د اموریانو د خدایانو چې تاسو اوس د هغوی په خاوره کې اوسېږئ عبادت کوئ. خو زه به د خپلې کورنۍ سره د څښتن عبادت کوم.>
16 قوم په ځواب کې وویل: <مونږ به هیڅکله داسې ونه کړو چې څښتن پرېږدو او د نورو خدایانو عبادت وکړو.
17 دا په خپله زمونږ څښتن خدای ؤ چې مونږ یې د خپلو نیکونو سره د مصر څخه چې په کې غلامان وو راوویستلو او مونږ هغه معجزې ولیدلې چې هغه وښودلې. په خپل ټول سفر کې او د هغو ټولو قومونو په منځ کې چې مونږ ورڅخه تېرېدلو هغه وساتلو.
18 څښتن زمونږ له مخې څخه هغه ټول قومونه لېرې کړل چې په دې خاوره کې اوسېدل چې په هغو کې اموریان هم شامل وو. نو مونږ به هم د څښتن عبادت او اطاعت کوو، ځکه چې هغه زمونږ خدای دی.>
19 یوشع قوم ته وویل: <شاید تاسو د څښتن عبادت ونشئ کولی ځکه چې هغه سپېڅلی او غیرتي خدای دی. تاسو باید هغه ته پوره وفادار اوسئ. که چېرې تاسو د هغه په مقابل کې ګناه او سرکشي وکړئ نو هغه به تاسې ونه بخښي.
20 که چېرې تاسو هغه پرېږدئ او د نورو قومونو د بتانو عبادت وکړئ، هغه به ستاسو په ضد شي او تاسو ته به سزا درکړي. که څه هم مخکې هغه ستاسو سره ښه ؤ، خو تاسې به له منځه یوسي.>
21 قوم یوشع ته وویل: <نه! مونږ به د څښتن عبادت او اطاعت کوو.>
22 یوشع هغوی ته وویل: <تاسو د خپلو ځانونو شاهدان یئ. تاسو وویل چې مونږ د څښتن عبادت او اطاعت کول غوره کړي دي.>هغوی وویل: <هو، مونږ شاهدان یو.>
23 هغه غوښتنه وکړه: <خو لکه د هغو بتانو په شان چې نور قومونه یې عبادت کوي تاسو سره هم یو څه بتان شته. هغه لېرې ګوزار کړئ او د اسراییلو د څښتن خدای سره د وفادارۍ لوظ وکړئ.>
24 قوم یوشع ته وویل: <مونږ به یوازې د خپل څښتن خدای عبادت کوو او د هغه امرونو ته به غاړه ږدو.>
25 په هغه ورځ یوشع په شکیم کې د اسراییلو د خلکو استازیتوب وکړ او د هغوی او څښتن ترمنځ یې یو تړون جوړ کړ او هغوی ته یې قوانین او اصول ورکړل چې ورڅخه پیروي وکړي.
26 یوشع دا خبرې د خدای د قوانینو په کتاب کې ولیکلې. بیا هغه یوه لویه تیږه واخیسته او د څښتن د عبادت په ځای کې یې د څېړۍ د ونې لاندې ودروله.
27 هغه ټول قوم ته وویل: <ګورئ، دا تیږه به زمونږ شاهده وي. دې تیږې هغه ټولې خبرې واورېدلې چې څښتن مونږ ته وکړې. نو که چېرې تاسو د خپل خدای څخه منکر شئ دا تیږه به ستاسو په ضد شهادت ورکوي.>
28 بیا یوشع قوم رخصت کړ او هر یو نفر د خپلې برخې ځمکې ته ور ستون شو.
29 څه موده وروسته د څښتن خدمتګار د نون زوی یوشع د یوسلو لسو کالو په عمر مړ شو.
30 هغه یې په خپله ځمکه کې په تمنه سارح کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او د جاعش د غره په شمال کې وه، ښخ کړ.
31 ترڅو پورې چې یوشع ژوندی ؤ، د اسراییلو خلکو د څښتن عبادت او اطاعت کاوه. حتیٰ د هغه د مړینې څخه وروسته هم ترڅو پورې چې د قوم هغه سپین ږیري ژوندي وو کومو چې د څښتن هغه ټول کارونه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو، هغوی څښتن ته وفادار پاتې شول.
32 د یوسف مړی چې د اسراییلو خلکو له مصر څخه راوړی ؤ، په شکیم کې په هغې ټوټه ځمکه کې ښخ کړای شو چې یعقوب د شکیم د ښار د بنسټ ایښودونکي حمور د زامنو څخه د سپینو زرو په سلو سکو باندې اخیستې وه. دا ځمکه د یوسف اولادې ته په میراث پاتې شوه.
33 د هارون زوی العازار هم مړ شو او په جبعه کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو ښارګوټی ؤ ښخ کړای شو، دا ښارګوټی د هغه زوی فینحاس ته ورکړل شوی ؤ.