شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 15

اد یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي: دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله.
2 د هغو جنوبي پوله د ارام دریاب د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې،
3 د عقربیم د غاښي جنوب خواته تللې، د صین تر دښتې پورې غزېدلې ده او د قادش برنیع تر جنوب پورې وه. بیا هغه د حصرون څخه تېره شوې، پورته د ادار خواته تللې او د قرقع خواته ګرځېدلې ده.
4 هغه د عصمون څخه تېره شوې او د هغه خوړ سره یو ځای شوې ده چې د مصر د پولې سره ؤ او د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده. دا د ټولو اسراییلو جنوبي پوله هم وه.
5 د یهودا د قبیلې ختیځه پوله د ارام دریاب ؤ. دا پوله په شمال کې تر هغه ځایه پورې غزېدلې ده په کوم ځای کې چې د اردن سیند د ارام دریاب سره یوځای کیږي
6 او هغه تر بیت حجله پورې غزېدلې ده، د بیت عربه شمال خواته تللې او له هغه ځای څخه د بوهن ګټ ته راوتلې ده. (بوهن د روبین زوی ؤ.)
7 او دا پوله بیا د مصیبت له درې څخه پورته دبیر ته راوتلې او د شمال خواته د جلجال په لوري چې د درې په جنوب کې د ادومیم غاښي ته مخامخ ده، ګرځېدلې ده. بیا هغه د عین شمس د چینو خواته تللې او په عین روجل کې راوتلې ده.
8 بیا دا پوله د غونډۍ جنوب خواته د هنوم د درې په لاره تېره شوې ده چېرته چې د یبوسیانو ښار یعنې اورشلیم پروت ؤ. دا پوله بیا د هغې غونډۍ سرته رسیږي چې د هنوم د درې په لوېدیځه خوا کې وه چېرته چې د رفائیم د درې شمالي برخه وه.
9 له هغه ځای څخه دا پوله د نفتوح چینو او بیا هغو ښارګوټو ته تللې ده چې د عفرون غر ته نژدې وو. دا پوله هلته د بعله خواته ګرځېدلې ده چې اوس د قریت یعاریم په نوم یادیږي،
10 چېرته چې دغه پوله د ادوم د غرنۍ سیمې په خوا کې د بعله د لوېدیځ څخه راچاپېره شوې ده. بیا هغه د یعاریم د غره شمالي خوا (کسالون) ته تللې، ښکته بیت شمس ته راوتلې او د تمنه څخه تېریږي.
11 بیا دا پوله هغې غونډۍ ته وتلې ده چې د عقرون په شمال کې ده. بیا د شکرون خواته ګرځېدلې، د بعله له غره څخه تېره شوې او یبنئیل ته راوتلې ده. دا پوله د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده
12 او هلته یې لوېدیځه پوله جوړه کړې ده.د یهودا خلک په دې سرحدونو کې اوسېدل.
13 څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، د یهودا د سیمې یوه برخه د یفنه زوی کالیب ته چې د یهودا د قبیلې څخه ؤ ورکړل شوه. هغه د حبرون ښار چې د عناق د نیکه یعنې اربع پورې یې اړه درلوده ترلاسه کړ.
14 کالیب د عناق اولاده یعنې د شیشای، اخیمان او تلمای طایفې له ښار څخه وشړلې.
15 کالیب له هغه ځای څخه د دبیر په اوسېدونکو باندې د حملې دپاره لاړ. (دا ښار مخکې د قریت سفر په نوم یادېده.)
16 کالیب وویل: <هرچا چې قریت سفر فتح کړ، زه به خپله لور عکسه هغه ته په نکاح ورکړم.>
17 عتنیئیل د کالیب د ورور قناز زوی هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه.
18 د واده په ورځ عتنیئیل هغه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. عکسه له خپل خره څخه ښکته شوه او کالیب د هغې څخه پوښتنه وکړه: <څه غواړې؟>
19 هغې په ځواب کې وویل: <زه د اوبو یو څو چینې غواړم. هغه ځمکه چې تا راته راکړې ده هغه په جنوبي دښته کې ده.> نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.
20 دا هغه ځمکه ده چې د یهودا د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه:
21 هغه لېرې جنوبي ښارګوټي چې د هغوی پورې یې تعلق درلود، یعنې هغه ښارګوټي چې د ادوم پولې ته نژدې وو دا وو: قبصئیل، عیدر، یاجور،
22 قینه، دیمونه، عدعده،
23 قادش، حاصور، یتنان،
24 زیف، طالم، بعلوت،
25 حاصور حدته، قریوت حصرون (حاصور)،
26 امام، شمع، مولاده،
27 حزر جده، حشمون، بیت فالط،
28 حزر شوعال، بئرشبع، بزیوتیه،
29 بعله، عییم، عاصم،
30 التولد، کسیل، حرما،
31 صقلغ، مدمنه، سنسنه،
32 لباعوت، سلخیم، عین او رمون - د شاوخوا کلیو سره ټول نهه ویشت ښارګوټي وو.
33 هغه ښارګوټي چې د غرونو په لوېدیځو لمنو کې پراته وو: اشتاول، زرعه، اشنه،
34 زانوح، عین جنیم، تفوح، عینام،
35 یرموت، عدولام، سوکوه، عزیقه،
36 شعرایم، عدیتایم، جدیره او جدیروتایم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي وو.
37 صنان، حداشاه، مجدل جاد،
38 دلعان، مصغه، یقتئیل،
39 لاکیش، بصقت، عجلون،
40 کبون، لحمام، کتلیش،
41 جدیروت، بیت داجون، نعمه او مقیده - د شاوخوا کلیو سره شپاړس ښارګوټي وو.
42 لبنه، عاتر، عاشان،
43 یفتاح، اشنه، نصیب،
44 قعیله، اکزیب او مریشه - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.
45 عقرون د شاوخوا کلیو او بانډو سره،
46 د عقرون څخه د مدیترانې تر بحیرې پورې هغه ټول ښارونه او ښارګوټي چې اشدود ته نژدې وو.
47 اشدود او غزه د هغو د ښارګوټو او کلیو سره تر هغه خوړ پورې چې د مصر په پوله کې ؤ او د مدیترانې د بحیرې تر غاړې پورې.
48 هغه ښارګوټي چې په غرنۍ سیمه کې وو: شامیر، یتیر، سوکوه،
49 دنه، قریت سفر (دبیر)،
50 عناب، اشتموع، عانیم،
51 جوشن، حولون او جیلوه - د شاوخوا کلیو سره یوولس ښارګوټي وو.
52 اراب، دومه، اشعان،
53 یانوم، بیت تفوح، افیقه،
54 حمطه، قریت اربع (حبرون) او صیعور - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.
55 معون، کرمل، زیف، یوطه،
56 یزرعیل، یقدعام، زانوح،
57 قاین، جبعه او تمنه - د شاوخوا کلیو سره لس ښارګوټي وو.
58 حلحول، بیت صور، جدور،
59 معارات، بیت عنوت او التقون - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.
60 قریت بعل (قریت یعاریم) او ربه - د شاوخوا کلیو سره دوه ښارګوټي وو.
61 هغه ښارګوټي چې په دښته کې پراته وو: بیت عربه، مدین، سکاکه،
62 نبشان، د مالګې ښار او عین جدي - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.
63 خو د یهودا خلکو نه شو کولی چې یبوسیان د اورشلیم څخه وشړي. له دې کبله هغوی تر اوسه پورې د یهودا د خلکو سره په هغه ښار کې اوسیږي.