شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 23

وروسته له اوږدې مودې څښتن اسراییلو ته د شاوخوا ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه. په دې وخت کې یوشع ډېر زوړ شوی ؤ.
2 هغه ټول اسراییلیان یعنې د هغوی سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: <زه اوس ډېر زوړ شوی یم.
3 تاسو ولیدل چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په خاطر په دې ټولو قومونو باندې څه وکړل. هغه په خپله ستاسو دپاره جګړه وکړه.
4 ما ستاسو قبیلو ته ټوله ځمکه په ختیځ کې د اردن له سیند څخه په لوېدیځ کې د مدیترانې تر بحیرې پورې ورکړه. ما تاسو ته د هغو ټولو قومونو ځمکه چې مخکې مونږ فتح کړې وه درکړې ده او همدارنګه د هغو قومونو ځمکه چې تر اوسه پورې لا مونږ فتح کړې نه ده.
5 ستاسو څښتن خدای به هغوی ستاسو په مقابل کې په شا تګ ته مجبور کړي او څنګه چې تاسو مخکې ځئ هغوی به وشړي. لکه څنګه چې هغه ستاسو سره وعده کړې ده، تاسو به د هغوی ځمکه ونیسئ.
6 تاسو قوي اوسئ او هرڅه چې د موسیٰ په تورات کې لیکل شوي دي، هغو ته په غور سره غاړه کېږدئ او هغه سرته ورسوئ. د هغو یوه برخه هم له نظره مه غورزوئ.
7 پام کوئ د هغو قومونو سره چې ستاسو په منځ کې پاتې دي ملګرتیا ونه کړئ او د هغوی خدایانو ته عبادت مه کوئ. هغوی ته دعا مه کوئ او په قسم خوړلو کې د هغوی نومونه مه اخلئ.
8 د هغې په ځای، د خپل څښتن خدای سره وفاداره اوسئ لکه څنګه چې تر اوسه پورې ورسره وفاداره یئ.
9 څښتن لوی او قدرتمند قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي دي او تر نن ورځې پورې هیچا دا توان نه دی موندلی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي.
10 ستاسو څخه هر یو کولی شي چې د دښمن زرو تنو ته ماتې ورکړي، ځکه چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو دپاره جګړه کوي.
11 بیا زیات متوجه اوسئ چې د خپل څښتن خدای سره مینه وکړئ.
12 که چېرې تاسو بې وفایي وکړئ او د هغو قومونو سره یوځای شئ چې تر اوسه پورې ستاسو په منځ کې پاتې دي او د هغوی سره ودونه وکړئ،
13 نو بیا باور ولرئ چې څښتن خدای به نور دا قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې نه کړي. بلکه هغوی به ستاسو دپاره د دام یا د لومې په شان خطرناک شي او ستاسو د شاګانو دپاره به د قمچینې په شان شي او ستاسو په سترګو کې به د اغزیو په شان شي. او دا به تر هغه وخته پورې دوام ومومي ترڅو ستاسو څخه هیڅوک په دې ښې ځمکه کې چې خپل څښتن خدای درته درکړې ده پاتې نه شي.
14 اوس زما د مړینې وخت رارسېدلی دی. تاسو هر یو په خپل زړه کې پوهېږئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو ته هغه ټول ښه شیان درکړي دي د کومو وعده یې چې کړې وه. هره وعده چې هغه کړې ده، هغه پوره شوې ده او یوه وعده یې هم ماته شوې نه ده.
15 خو لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای ستاسو سره د ټولو ښو شیانو وعده کړې ده او هغه یې سرته رسولې ده، نو هماغسې هغه به په تاسو باندې ټولې بدۍ هم راولي ترڅو تاسو له دې ښې ځمکې څخه چې هغه تاسو ته درکړې ده ورک کړي.
16 که چېرې تاسو هغه لوظ مات کړئ چې د هغه امر یې په تاسو باندې کړی دی او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ، بیا به هغه په قهر شي او تاسو ته به سزا درکړي او تاسو به ژر له هغې ځمکې څخه ورک شئ کومه چې زمونږ څښتن خدای تاسو ته درکړې ده.>