شوَع

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24


څپرکی 16

د هغې ځمکې جنوبي سرحد چې د یوسف اولادې ته ورکړل شوې ده اریحا ته نژدې د اردن د سیند څخه پیل شوی دی یعنې د اریحا د چینو د ختیځ څخه پیل شوی او د دښتې څخه تېر شوی او د اریحا څخه د بیت ئیل تر غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.
2 هغه د بیت ئیل څخه لوز ته راوتلی دی او عطاروت ادار ته چې ارکیان په کې اوسېدل وتلی دی.
3 بیا د ښکتني بیت حورون پورې په لوېدیځ کې د یفلیطیانو سیمې ته غزېدلی دی. د هغه ځای څخه جازر ته وتلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی.
4 د یوسف اولادې یعنې د افرایم او لوېدیځې منسي قبیلو دا ځمکه د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
5 دا سیمه طایفه په طایفه د افرایم سیمه وه: د هغوی د ځمکې سرحد د عطاروت ادار څخه چې په ختیځ کې ؤ پورتني بیت حورون ته رسېده
6 او د مدیترانې بحیرې ته تللی دی. له مکمیته څخه چې په شمال کې ؤ، ختیځ خواته تعنت شیلوه ته راګرځېدلی او د هغه ځای په ختیځ کې تېر شوی او یانواح ته تللی دی.
7 بیا دا سرحد د یانواح څخه عطاروت او نعره ته راکوز شوی، د اریحا سره نښتی او د اردن سیند ته راوتلی دی.
8 له تفوح څخه دا سرحد لوېدیځ خواته د قانه خوړ ته تللی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. دا هغه ځمکه وه چې د ملکیت په توګه د افرایم قبیلې ته طایفه په طایفه ورکړل شوه.
9 په دې کې ځینې ښارګوټي او کلي هم شامل وو چې د منسي د قبیلې په خاوره کې وو، خو هغه افرایم ته ورکړل شول.
10 مګر هغوی کنعانیان چې د جازر اوسېدونکي وو ونه شړل. نو کنعانیان تر نن ورځې پورې د افرایمیانو په منځ کې اوسیږي، خو هغوی مجبور دي چې د غلامانو په توګه کار وکړي.