مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 1

دا د هغه څېړونکي خبرې دي چې د داود زوی دی او په اورشلیم کې پاچا ؤ.
2 دا څېړونکی وایي:«لوګی او پوکی!لوګی او پوکی!نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»
3 انسان چې د اسمان لاندې زیار او زحمت وباسينو بیا ګټه یې څه ده؟
4 نسلونه به ځي او نور نسلونه به د هغوی په ځای راځيخو ځمکه به تر ډېره وخته پاتې وي
5 لمر راخېژي او بېرته پرېوځياو بېرته د یو اتل په شان ستومانه هغه ځای ته ځيچې بیا له هغه ځایه راوخېژي
6 باد د جنوب خواته لګیږيبیا تاویږي، د شمال په لور ځياو همداسې تاویږي راتاویږيبیا بېرته په خپله لاره راسمیږي
7 ټول سیندونه د بحیرې په لور بهیږيخو بحیره هېڅکله نه ډکیږيله هغه ځایه چې د سیند اوبه بهیږيبیا بېرته همدا اوبه هلته روانیږي
8 ټول شیان دي ستومانه او بې خوندهچې بیان یې له وسه دی بهرنه سترګې مړې شوې له کتلونه غوږونه دي ډک شوي له اورېدلو
9 هرڅه چې اوس موجود ديلا به موجود وياو څه چې وو پېښ شوي په پخوانیو زمانو کېبیا به تکرار شينو هېڅ کوم نوی شی به نه وي د اسمان لاندې
10 داسې څه به وي چې څوک وویلی شي:«وګوره، دا شی نوی نه دی؟»خو هغه هم له پخوا نه موجود ؤکلونه مخکې له مونږ نه
11 تېر نسلونه د هېچا په یاد نه دياو حتی هغه راتلونکي نسلونه چې لا نه دي پیدا شويهغوی به هم همداسې هېر شيله هغو خلکو نه چې راځي هغوی نه وروسته
12 زه څېړونکی په اورشلیم کې د اسراییلو پاچا وم.
13 ما پرېکړه وکړه چې په ټوله نړۍ کې چې هرڅه تر سره کیږي ولټوم او هغه په حکمت سره وڅېړم. نو بیا پوه شوم چې خدای د سختو کارونو او تکلیفونو دروند بار د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي.
14 ما دا هرڅه چې د اسمان لاندې تر سره کیږي، لیدلي دي. نو وګوره چې دا هرڅه لوګي او پوکي او په باد پسې منډې وهل دي.
15 کوږ شی هېڅکله نه شي سمېدلیاو ناموجود شی نه شي شمارېدلی
16 له ځان سره مې وویل: «وګوره، زه دومره پوه او هوښیار سړی شوی یم چې زما څخه مخکې په اورشلیم کې هېڅوک داسې هوښیار نه ؤ تېر شوی.»
17 نو پرېکړه مې وکړه چې حکمت وپېژنم او تر څنګ یې جهالت او حماقت هم وپېژنم، خو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې دا کار هم په باد پسې منډې وهل دي.
18 څومره چې د چا حکمت لوړیږينو هغومره یې کړاوونه هم ډېریږياو هغه څوک چې خپله پوهه لوړوينو خپل دردونه ډېروي