مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 8

د حکمت خاوند څوک دی؟څوک د یو موضوع په څرګندولو پوهیږي؟د یو انسان حکمت د هغه څېره روښانوياو د هغه سخت صورت نرموي
2 زما نصیحت دا دی چې د پاچا د حکم څخه اطاعت وکړه، ځکه خدای له هغه سره وعده کړې ده.
3 نو د هغه د حضور څخه په تللو کې بیړه مه کوه او د هغو خلکو سره مه یوځای کېږه چې د هغه په ضد دسیسې جوړوي، ځکه پاچا هر هغه څه کولای شي چې زړه یې وغواړي.
4 په حقیقت کې، د پاچا حکم تر هرڅه لوړ دی او هېڅوک هغه ته نه شي ویلی چې ته څه کوې؟
5 څوک چې د هغه حکم ومني نو هغه به په هېڅ یوه دسیسه کې برخه وانخلي، او هوښیار سړی په مناسب وخت او سم قضاوت باندې پوهیږي.
6 که څه هم انسان ډېرې بدبختۍ ګالي خو د هر مقصد دپاره مناسب وخت او سم قضاوت ټاکل شوی دی.
7 انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وي، نو څوک کولای شي بل چا ته ووایي چې څه به پېښیږي؟
8 لکه څنګه چې هېڅوک د ژوند د ساه د ساتلو اختیار نه لريهمدا شان هېڅوک د خپل مرګ د ورځې اختیار هم نه لريلکه څنګه چې هېڅوک د جګړې په وخت د رخصتۍ اجازه نه لريهمدا شان هېڅوک په خپلو بدکاریو ځان نه شي ژغورلی
9 کله چې ما په خپل زړه کې هر هغه څه ته چې د اسمان لاندې تر سره کیږي فکر وکړ، نو ومې لیدل چې کله کله یو انسان په بل انسان باندې واک او اختیار لري او هغه ته زیان رسوي.
10 نو بیا ما ولیدل چې د بدکارانو مړي ښخ شوي وو. هماغه بدکاران چې سپېڅلي ځای ته تلل راتلل، په هغه ښار کې چې هغوی بد کارونه تر سره کړي وو، د خلکو له خوا ستایل کېدل. نو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
11 کله چې بدکارانو ته د هغو د بدو کارونو په خاطر سمدلاسه د سزا پرېکړه ونه شي، نو د انسانانو زړه د بدکارۍ په لور هڅول کیږي.
12 که څه هم یو ګناهکار ښایي سل وارې بد کارونه وکړي او لا هم اوږد ژوند ولري، بیاهم زه پوهېږم چې دا به له خدای څخه وېرېدونکو خلکو سره ښه په مخ ځي، ځکه چې دوی له هغه څخه په وېره کې ژوند کوي.
13 خو له بدکار انسان سره به دا ښه په مخ نه ځي، او د هغه د ژوند ورځې به د سیوري په څېر اوږدې نه وي، ځکه چې هغه له خدای څخه په وېره کې ژوند نه کوي.
14 دلته د لوګي او پوکي څخه ډک حالت د ځمکې په مخ موجود دی:ځینې نېکان هغه څه تر لاسه کويچې بدکاران د هغه مستحق ديخو بیا ځینې بدکاران هغه څه تر لاسه کويچې نېکان د هغه مستحق دينو له ځان سره مې وویل: «دا حالت هم لوګی او پوکی دی.»
15 نو زه له ژوند نه د خوند اخیستلو سپارښتنه کوم، ځکه چې د اسمان لاندې له دې نه بل ښه کار نشته چې انسان وخوري، وڅښي او خوشحاله اوسي. نو دا خوشحالي به د هغه د ژوند په موده کې او د هغه په زیار او زحمت کې له هغه سره مل وي چې خدای هغه ته د اسمان لاندې ورکړې ده.
16 کله چې ما د حکمت د پېژندلو هڅه وکړه ترڅو د ځمکې په مخ چې هر کار تر سره کیږي وڅېړم، که څه هم دا کار د یو کس د شپې یا د ورځې له خوب کولو څخه مخنیوی کوي،
17 نو بیا ما ټول هغه کارونه ولیدل چې خدای تر سره کړي وو. په حقیقت کې، هېڅوک دا پټ راز نه شي پیدا کولای چې د اسمان لاندې خدای کوم کارونه تر سره کړي دي. انسان د خپل ټول زیار او زحمت سره سره چې د هغه په لټولو کې یې وباسي، لا هم نه شي کولای دا راز پیدا کړي. حتی که یو پوه او هوښیار سړی دعوه وکړي چې زه د خدای په کارونو پوهېږم، خو په حقیقت کې، هغه به هېڅکله دا راز پیدا نه کړي.