مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 3

په نړۍ کې د هر شي دپاره وخت ټاکل شوی دیاو هر مقصد په خپل موقع تر سره کیږي:
2 د زېږېدلو دپاره وخت او د مړ کېدلو دپاره وختد تخم کرلو دپاره وخت او له بېخه ویستلو دپاره وخت
3 د وژلو دپاره وخت او د روغولو دپاره وختد ورانولو دپاره وخت او د ودانولو دپاره وخت
4 د ژړلو دپاره وخت او د خندلو دپاره وختد ویر دپاره وخت او د ګډا دپاره وخت
5 د کاڼو غورځولو دپاره وخت او د کاڼو ټولولو دپاره وختد غېږ ورکولو دپاره وخت او د غېږ نه ورکولو دپاره وخت
6 د لاسته راوړلو دپاره وخت او د لاسه ورکولو دپاره وختد ځان سره ساتلو دپاره وخت او د ځان نه د جدا کولو دپاره وخت
7 د شلولو دپاره وخت او د ګنډلو دپاره وختد چوپېدلو دپاره وخت او د غږېدلو دپاره وخت
8 د محبت دپاره وخت او د نفرت دپاره وختد جګړې دپاره وخت او د سولې دپاره وخت
9 یو مزدور له خپل زیار او زحمت نه څه ګټه اخلي؟
10 ما د سختو کارونو دروند بار لیدلی چې خدای د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي.
11 خدای هرڅه په خپل وخت په سمه او مناسبه توګه ټاکلي دي. د دې تر څنګ هغه د انسان په زړه کې د ابدیت پېژندنې ته هم ځای ورکړی دی. خو بیاهم انسان دا وس نه لري چې د خدای په کارونو چې له ازله تر ابده پورې یې تر سره کوي، پوه شي.
12 نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې انسان باید له دې نعمتونو څخه چې خدای ورته ورکړي دي تر هغې پورې چې ژوندی دی، خوشحاله اوسي او ښه ژوند وکړي.
13 همدا شان انسان باید وخوري، وڅښي او د خپلو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو نه خوند واخلي، ځکه چې دا د خدای نعمتونه دي.
14 نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چېهرڅه چې خدای تر سره کړي ديهغه تر ابده دوام مومينه په هغه کې څه زیاتېدلی شياو نه هم څه کمېدلی شيخدای دا ټول په دې خاطر کړي ديچې خلک له هغه نه ووېریږي
15 هرڅه چې اوس موجود ديهغه پخوا هم موجود وواو څه چې به وروسته موجود ويهغه هم پخوا موجود ووځکه خدای غواړي چې پټ شیان بیا ښکاره شي
16 نو همدا شان ما د اسمان لاندې دا هم ولیدل:چېرته چې باید قضاوت وای هلته بدکاري وهاو چېرته چې باید انصاف وای هلته هم بدکاري وه
17 له ځان سره مې وویل: «خدای به د نېکانو او بدکارانو په هکله قضاوت کوي. ځکه د هر مقصد او هر کار د قضاوت دپاره مناسب وخت ټاکل شوی دی.»
18 بیا مې له ځان سره وویل: «خدای د انسانانو ازمایښت کوي، ترڅو په خپله وګوري چې هغوی د ځناورو نه ښه والی نه لري.»
19 ځکه چې د انسانانو او د ځناورو پای یو دی. هغه څه چې په یو پېښیږي په بل هم پېښیږي. یعنې انسانان هم مري او ځناور هم مري. نو دواړه د ژوندون یو ډول ساه لري او انسان له ځناورو نه هېڅ ښه والی نه لري، نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي.
20 دواړه یو ځای ته ځيدواړه له خاورو نه جوړ شوي دياو دواړه بېرته خاورو ته ځي
21 څوک پوهیږي چې له مرګ څخه وروسته د انسانانو د ژوندون روح پورته او د ځناورو د ژوندون روح لاندې ځمکې ته ځي؟
22 نو ماته معلومه شوه چې تر ټولو ښه به دا وي چې انسان په خپل کار کې خوشحاله اوسي، ځکه دا د هغه برخه ده. نو څوک کولای شي چې انسان ته وښایي چې د هغه راتلونکی به څه ډول وي؟