مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 6

ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم لیدلې ده چې د انسان په اوږو یې دروند بار ایښی دی.
2 یو سړي ته خدای مال، دولت او عزت ورکړی دی ترڅو له ټولو هغو شیانو څخه بې برخې نه وي چې زړه یې غواړي، خو خدای ورته دا قدرت نه دی ورکړی چې له هغو څخه وخوري او د هغه په ځای یو پردی سړی له هغو څخه خوري او ترې خوند اخلي. نو دا حالت لوګی او پوکی او لویه بدبختي ده.
3 که چېرې یو سړی سل ماشومان ولري او حتی ډېر کلونه عمر وکړي او د ژوند ورځې یې ډېرې زیاتې وي، خو که هغه د خپل ژوند له نعمتونو څخه خوشحاله نه وي او په عزت سره ښخ نه شي، نو زه دا وایم چې هغه ماشوم ترې ښه دی چې مړ زېږېدلی وي.
4 ځکه، مړ زېږېدلی ماشوم نړۍ ته د لوګي او پوکي په شان راځي، په تیارې کې بېرته ځي او په هماغه تیارې کې یې نوم فنا کیږي.
5 همدا شان هغه ماشوم لا د لمر روښنایي هم لیدلی نه دی او نه هم هغه پېژني، خو له هغه سړي نه زیات ارام دی.
6 که هغه سړی دوه وارې او هر وار زر کاله ژوند وکړي، خو که د خپل ژوند نه خوند وانخلي نو څه ګټه لري؟ ایا په پای کې به دواړه یو ځای ته لاړ نه شي؟
7 د انسان ټول زحمتونه د ګېډې دپاره ويخو د هغه ګېډه هېڅکله نه مړیږي
8 په حقیقت کې، یو هوښیار سړیله یو کم عقل نه څه لوړوالی لري؟که غریب سړی پوه شي چې له خلکو سره ښه چلند وکړينو دا هغه ته څه ګټه لري؟
9 هغه سترګې چې په قناعت مړې ويله هغه ګېډې نه ښې دي چې تل وږې وينو دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.
10 هرڅه چې اوس موجود ديپه هغو له پخوا نه نوم ایښودل شویاو دا چې انسان څه دی هغه ټولو ته معلوم دینو هغه نه شي کولای هغه چاته په بحث کې ماتې ورکړيچې ترې نه قوي دی
11 ځکه څومره چې خبرې او بحثونه زیاتیږينو هغومره ډېر لوګي او پوکي پیدا کیږياو دا انسان ته څه ګټه لري؟
12 نو په حقیقت کې، څوک پوهیږي چې د انسان دپاره د هغه د ژوند په لنډه موده کې چې د لوګي او پوکي په شان دی او د سیوري په څېر تېریږي، څه شی ښه دی. څوک کولای شي هغه ته ووایي چې راتلونکی به د اسمان لاندې څه ډول وي؟