مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 9

نو ما په دې ټولو کارونو باندې فکر وکړ، ترڅو دا هرڅه وڅېړم. زه دې نتیجې ته ورسېدم چې نېکان او هوښیاران او د هغوی کارونه د خدای په لاس کې دي. دا چې له انسان سره مینه کیږي یا کرکه، خو هېڅوک په دې نه پوهیږي چې د انسان په راتلونکې کې به څه پېښیږي.
2 څه چې په یو پېښیږيهغه په بل هم پېښیږينو د ټولو پای یو دیڅوک چې نېک کاره وياو څوک چې بدکاره ويڅوک چې پوره پاک وياو څوک چې ناپاک ويڅوک چې قرباني ورکوياو څوک چې قرباني نه ورکويڅه چې له ښه سړي سره کیږيهغه د ګناهکار سره هم کیږيڅه چې له قسم خوړونکي سره کیږيهغه له قسم څخه وېرېدونکي سره هم کیږي
3 دا بله بدبختي ده چې د اسمان لاندې په هر شي باندې پېښیږي، چې د ټولو پای یو دی. همدا شان د انسانانو زړونه له شرارت نه ډک دي، او ترڅو چې ژوندي دي په زړونو کې یې جهالت وي، بیا دوی له مړو سره یوځای کیږي.
4 په یقین سره څوک چې د ژوندیو په منځ کې دی هغه په دې تمه دی چې له مړ زمري نه ژوندی سپی ښه دی.
5 ځکه ژوندي په دې پوهیږي چې دوی به مړه شي، خو مړي په دې هېڅ نه پوهیږي.مړي نور هېڅ اجوره نه لرياو حتی د هغوی یاد له منځه ځي
6 هغه څه چې هغوی ورسره مینه لرلهاو له هغه څه نه چې هغوی ترې کرکه کولهاو له هغه چا سره چې هغوی سیالي درلودههغه پخوا له منځه تللي دياو دوی نور هېڅکله په هغه څه کې برخه نه لريچې د اسمان لاندې تر سره کیږي
7 نو ځه او خپل خواړه په خوښۍ سره وخوره، او خپل شراب په خوشحاله زړه وڅښه، ځکه چې خدای لا پخوا ستا له دې کارونو څخه راضي او خوشحاله دی.
8 ستا جامې دې د ښادیو دپاره تل سپینې وي او خپل سر په قیمتي تېلو غوړوه.
9 د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې له خپلې ګرانې ښځې سره د ژوند نه خوند واخله. دا خدای دی چې دا د لوګي او پوکي په څېر ورځې یې تاته د اسمان لاندې درکړې دي. ځکه چې دا خوشحالي ستا د ژوند او د هغه زیار او زحمت برخه ده چې د یو مزدور په څېر یې د اسمان لاندې وباسې.
10 هر هغه څه چې ته په خپلو لاسونو تر سره کوې هغه په خپل ټول قوت سره تر سره کړه، ځکه چې په قبر کې نه کار شته، نه نقشه شته او نه هم پوهه او حکمت شته، هغه ځای چې ته به په پای کې ورته ورځې.
11 یوځل بیا ما د اسمان لاندې ولیدل:منزل ته زر رسېدل تل د تېزو منډې وهونکو په برخه نه ويد جګړې ګټل تل د قوي جنګیالیو په برخه نه ويد ژوند د وسیلو تر لاسه کول هم تل د هوښیارانو په برخه نه ويد شتمنۍ ګټل هم تل د عقلمندو په برخه نه وياو نه هم بری تل د پوهانو په برخه ويځکه وخت او بخت به د دې هر یو انجام وي
12 دا هم حقیقت لري چې هېڅوک له دغه ټاکل شوي وخت څخه خبر نه دی!لکه ماهي چې په جال کې ونیول شيیا مرغۍ چې په لومه کې راونیول شينو انسانان به هم همداسې په دام کې راګېر شياو بدبختي به ناڅاپه په هغوی باندې نازله شي
13 ما د اسمان لاندې د حکمت په اړه دا هم لیدلي دي چې په ما باندې یې ډېره اغېزه کړې ده.
14 یو کوچنی ښار ؤ چې یو څو سړي په کې اوسېدل، او یو قوي پاچا پرې برید وکړ، هغه یې کلابند کړ او لښکر یې د هغه ښار د دېوالونو د ماتولو دپاره قوي وسیلې جوړې کړې.
15 خو په هغه ښار کې یو غریب خو هوښیار سړی پیدا شو چې په خپل حکمت سره یې هغه ښار وژغوره. خو هغه غریب سړی هم د خلکو له خوا هېر شو.
16 نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چېله قوت نه حکمت ښه دیخو د غریب سړي حکمت ته په سپکه سترګه کتل کیږياو هېڅکله د هغه مشورو ته غوږ نه نیول کیږي
17 د هوښیارانو نرمې خبرېد حاکم له هغو چیغو نه زر اورېدل کیږيچې د احمقانو په منځ کېپه لوړ اواز ویل کیږي
18 له جنګي وسلو نه حکمت ښه دیخو یو ګناهکار ډېر څه له منځه وړي چې هغه ښه دي