مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 7

له قیمتي عطرو نه نېک نامي غوره دهاو د زېږېدو له ورځې نه د مړینې ورځ بهتره ده
2 محفلونو ته له تګ نهجنازو ته تګ غوره دیځکه د هر انسان د ژوند پای مرګ دیاو ژوندي خلک باید دا په زړه کې وساتي
3 له خندا نه ژړا ښه دهځکه د مخ په خفګان سره زړه صفا کیږي
4 د هوښیارانو زړه د جنازو په لور ځيخو د کم عقلانو زړه د خوشحالیو په لور ځي
5 ښه ده چې سړی د هوښیارانو د ملامتۍ خبرې واوريله دې نه چې د کم عقلانو د خوشحالۍ سندرې واوري
6 ځکه چې د کم عقلانو خنداد اغزو د کړسهار په څېر دیچې د دېګي لاندې سوځينو دا حالت هم لوګی او پوکی دی.
7 په حقیقت کې ظلم له هوښیار سړي نه جاهل جوړوياو رشوت د سړي زړه خرابوي
8 د یو کار له پیل نه د هغه پای غوره دیله غرور نه صبر غوره دی
9 زر مه په غوسه کېږهځکه غوسه د کم عقل په زړه کې ځای نیسي
10 داسې مه وایه:«ولې پخواني وختونه له اوسني وختونو ښه وو؟»ځکه داسې ویل د هوښیارۍ خبره نه ده
11 حکمت انسان ته چې د لمر د روښنایۍ لاندې اوسیږيد یو میراث په شان ښه او ګټور دی
12 ځکه حکمت د انسان پر سر سیوری دیلکه څنګه چې پیسې د هغه پر سر سیوری دیخو د حکمت د پېژندلو ګټه دا دهچې د خپل خاوند د ژوند ساتنه کوي
13 د خدای کار ته په غور سره پام وکړه:څوک هغه شی سمولی شي چې خدای کوږ کړی دی؟
14 د نېکمرغۍ په وخت کې خوشحالي وکړهخو د بدمرغۍ په وخت کې دې ته پام وکړه:چې نېکمرغي او بدمرغي دواړه د خدای له خوا ديترڅو راتلونکې پېښې له انسان نه پټې وساتي
15 ما دا دوه شیان د خپل لوګي او پوکي په شان ژوند په موده کې لیدلي دي:هغه نېکان چې د خپل صداقت سره سرهبیاهم له وخت نه وړاندې مړه کیږياو هغه بدکاران چې د خپل شرارت سره سرهبیاهم اوږد ژوند کوي
16 نه ډېر نېک او صادق اوسهاو نه هم ځان ډېر پوه او هوښیار وښایههسې نه چې ځان برباد کړې
17 نه ځان بدکارۍ ته تسلیم کړهاو نه هم احمق اوسههسې نه چې د خپل ټاکلي وخت نه وړاندې مړ شې
18 څومره ښه ده چې له هغو دواړو نهیو خبرداری په پام کې ونیسېخو هغه بل هم له پامه ونه غورځوېځکه څوک چې له خدایه وېریږينو هغه دواړه له پامه نه غورځوي
19 حکمت یو پوه او هوښیار سړي ته د ښار له لسو مشرانو څخه زیات واک او اختیار ورکوي.
20 په حقیقت کې، هېڅوک په نړۍ کې داسې صادق نه دی چې تل نېک کار وکړي او هېڅکله بدي ونه کړي.
21 نو خلک چې څه وایي هغه په زړه کې مه نیسه، هسې نه چې ته د خپل غلام هغه ښکنځلې واورې چې تا پسې یې کوي،
22 ځکه ته په خپل زړه کې ښه پوهېږې چې تا هم ډېر ځلې نورو ته ښکنځلې کړي دي.
23 دا ټول شیان ما په خپل حکمت سره وازمایل. نو له ځان سره مې وویل: «راځه په دې شیانو باندې هم ځان پوه کړم،» خو دا زما له پوهې نه بهر ؤ.
24 هرڅه چې اوس موجود دي هغه د انسان له پوهې نه بهر او د هغې پوهېدل ډېر ژور دی. انسان د ژوند دا پټ راز څنګه پیدا کولای شي؟
25 نو بیا ما په دې اړه فکر وکړ ترڅو په هرڅه باندې ځان پوه کړم، هغه وڅېړم او حکمت او د ژوند پټ راز پیدا کړم. همدا شان ما دا هڅه هم وکړه چې په دې ځان پوه کړم چې بدکاري څومره کم عقلتوب او حماقت څومره جهالت دی.
26 نو یو وار بیا پوه شوم چې هغه ښځه له مرګ څخه ډېره ترخه ده کومه چې د زړه نیت یې د ښکاري د دام او لاسونه یې د زندان د زنځیرونو په څېر دي. هرڅوک چې خدای راضي او خوشحاله کړي، نو له هغې څخه ځان ژغوري، خو ګناهکار د هغې په دام کې رانښلي.
27 نو څېړونکي وویل: «وګوره، زه د ژوند د پټ راز د څېړنو په موده کې ورو ورو دې نتیجې ته ورسېدم،
28 چې دغه پټ راز چې زما زړه په وار وار غوښتل هغه پیدا کړي، تر اوسه نه دی پیدا شوی.ما د زرو کسانو په منځ کې یوازې یو نېک سړی پیدا کړی دیاو د دې ټولو په منځ کې مې حتی یوه نېکه ښځه هم پیدا نه کړه
29 نو ما یوازې دا حقیقت پیدا کړ چې خدای انسان نېک پیدا کړی دی خو هغه د ډېرو نورو نقشو په لټه کې دی.»