مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 12

مخکې له دې چې درباندې سختې ورځې راشياو هغه کلونه راشي چې ته ووایې:«نور زما د ژوند خوند نشته»نو د ځوانۍ په ورځو کې خپل خالق په یاد لره
2 مخکې له دې چې د لمر رڼا کمه شياو د سپوږمۍ او ستورو روښنایي لاړه شياو د باران د ورېدو نه وروستهتورې ورېځې بېرته په اسمان کې راښکاره شينو خپل خالق په یاد لره
3 مخکې له دې چې د کور ساتونکي په لړزېدو شياو د قوي سړیو ملاګانې کړوپې شيکله چې میچن کوونکې ښځې کمې او کار یې بند شياو د مېرمنو په سترګو چې له کړکیو لاندې ګوري، پرده راښکته شي
4 او د کوڅو دروازې بندې شيکله چې د میچن کړسهار ټیټ او چوپ شياو د مرغیو په سهارنۍ نغمو باندې انسان له خوبه راویښ شياو بیا ټول غږونه هغه ته ټیټ او بند شينو خپل خالق په یاد لره
5 بله دا چې انسان ته له لوړ ځایه د لوېدو وېره پیدا شيیا په لارو کوڅو کې ورته د خطرونو اندېښنه پیدا شياو د بادام ونه غوټۍ ونیسي او ګلان په کې ښکاره شيیا ملخ په ځمکه ستومانه په څښېدلو شيیا په انسان کې د شهوت شوق ختم شينو خپل خالق په یاد لرهځکه انسان ګور یعنې خپل تلپاتې کور ته ځياو ماتم کوونکي په کوڅه کېله هغه نه شاوخوا تاویږي راتاویږي
6 مخکې له دې چې د سپینو زرو زنځیر وشلیږيیا د سرو زرو کاسه کړوپه شيیا د اوبو منګی د چینې تر څنګ مات شيیا د څاه څرخ ټوټې ټوټې شينو خپل خالق په یاد لره
7 مخکې له دې چې انسان بېرته خاورو ته لاړ شيله کومې څخه چې جوړ شوی ؤاو د ژوندون روح یې بېرته خدای ته لاړ شيچې هغه یې د هغه په پوزه کې پو کړی ؤنو خپل خالق په یاد لره
8 دا څېړونکی وایي:«لوګی او پوکی!نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي!»
9 نو بله خبره دا ده، چې دا څېړونکی ډېر پوه ؤ او په هرڅه چې پوهېده، نورو خلکو ته یې ورزده کړل. هغه ډېر متلونه وڅېړل، په هغو باندې یې غور او فکر وکړ او هغه یې راټول کړل.
10 دې څېړونکي هڅه وکړه چې خواږه الفاظ پیدا کړي او په رښتیني توګه خپل د حقیقت خبرې پرې ولیکي.
11 د هوښیارانو خبرېلکه د شپنو د لښتو په شان دردناکه دياو د ادیبانو د متلونو ټولګېد تېرو مېخونو په شان ګټورې دينو دا شیان یو شپونخپلې رمې ته ورزده کوي.
12 نو ای زما زویه! دې نورو خبرو ته مې هم پام وکړه. د کتابونو لیکل به هېڅکله ختم نه شي او په ډېرو لوستلو او زده کولو سره سړی ستړی ستومانه کیږي.
13 خبرې ختمې شوې او هرڅه واورېدل شول. نو له خدای څخه وېره کوه او د هغه له حکمونو څخه اطاعت کوه، ځکه چې دا د هر انسان دنده ده.
14 نو خدای به د هر هغه کار په اړه قضاوت وکړي چې انسان یې تر سره کوي چې د زړه پټ رازونه هم په کې شامل دي، که هغه ښه وي او که بد.