مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 10

لکه څنګه چې مړه مچان د خوشبویه عطرو بوی خرابويهمدا شان لږ حماقت هم حکمت او شوکت ته زیان رسوي
2 د هوښیار سړي زړه هغه د سمې لارې په لور بیایيخو د کم عقل سړي زړه هغه د ګمراهۍ په لور بیایي
3 یو احمق انسان حتی که په لاره هم روان وي، خو ناپوهه وياو هغه خپل حماقت هرچا ته ښکاره کوي
4 که حاکم درباندې په قهر شي نو خپل مقام مه پرېږدهځکه چې د لویې خطا په وخت کې نرمه ژبه قهر سړوي
5 ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم ولیدله. په حقیقت کې، د واکدار له خوا دا غلطي کیږي چې
6 احمق سړي لوړو مقامونو ته پورته کیږيخو شتمن سړي په ټیټو مقامونو کې پاتې کیږي
7 ما لیدلي چېغلامان په اسونو باندې ناست ديخو شهزادګان د غلامانو په شانپه پښو باندې روان دي
8 څوک چې کنده کیندي نو ښایي په خپله په کې ولویږياو څوک چې دېوال ورانوي نو ښایي مار هغه وچیچي
9 څوک چې له کان نه تیږې راوباسي نو ښایي خپل ځان ټپي کړياو څوک چې لرګي ماتوي نو ښایي خپل ځان ژوبل کړي
10 که تبر پڅ وي او مزدور هغه تېره نه کړينو د هغه کارول ډېر زور غواړيخو په حکمت کې ګټه دا ويچې بریالیتوب منځ ته راوړي
11 که مار مخکې له منتر ویلو څخه سړی وچیچينو د مارګیر په منتر ویلو کې ګټه څه وي؟
12 هوښیار سړي ته د خپلې خولې په خبرو عزت ورکول کیږيخو د کم عقل د خولې خبرې د هغه د تباهۍ سبب کیږي
13 د هغه خوله په حماقت سره خلاصیږياو د خولې خبرې یې په شرارت او جهالت سره ختمیږي
14 احمق سړی ډېر غږیږيخو انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وياو څوک هغه ته ویلی شي چې څه به پېښیږي؟
15 په زیار او زحمت سره کم عقل سړی ستړی ستومانه کیږياو هغه نه پوهیږي چې په کومه لاره ښار ته رسیږي
16 افسوس دې وي په تا ای وطنهکله چې ستا پاچا یو بې تجربه او کم عقل ځوان وياو ستا شهزادګان په سهار کېپه ډېر خوراک او نشو کې ډوب وي!
17 بختور یې ای وطنهکله چې ستا پاچا د یو باعزته کورنۍ زوی وياو ستا شهزادګان د خپل طاقت په خاطرپه مناسب وخت کې وخورياو له نشو او مستیو نهخپل ځانونه لېرې وساتي
18 د لټۍ له امله د کور چت سوری کیږياو د بېکاره لاسونو له امله بام څڅیږي
19 خواړه د خندا او خوند دپاره وياو شراب ژوند ته خوشحالي راوليخو پیسې د دواړو دپاره وي
20 په خپل زړه کې هم پاچا ته ښکنځلې مه کوهحتی په خپله کوټه کې هم یو شتمن پسې لعنت مه وایهکېدای شي د هوا مرغۍ ستا خبرې هغوی ته ورسويیا وزر لرونکی مرغه دا الفاظ تکرار کړي