مُعلِم

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12


څپرکی 11

خپلې دانې په لمده ځمکه کې وشیندهځکه څو ورځې وروسته به ته هغه بېرته حاصل کړې
2 د خپلو دانو یوه برخه له اوو اتو کسانو سره شریکې کړهځکه ته نه پوهېږې چې په ځمکه باندې به څه افت راځي
3 که ورېځې نمجنې او درندې شينو په ځمکه باندې باران وریږياو که ونه جنوب یا شمال لوري ته چپه شينو په هماغه ځای به پرته وي چې پرې رالویږي
4 څوک چې د باد لوري ته ګوري هغه بیا څه نه کرياو څوک چې ورېځو ته ګوري هغه بیا حاصل نه رېبي
5 لکه څنګه چې ته نه پوهېږېچې باد له کوم ځایه لګیږيیا د امیدوارې ښځې په ګېډه کېماشوم څرنګه لوییږينو همدا شان ته د خدای په کارونو هم نه پوهېږېچې دا دواړه د هغه له خوا تر سره کیږي
6 په سهار کې خپل تخم وکرهاو په ماښام کې هم لاس تر زنې مه کښېنهځکه ته نه پوهېږې چې په کوم کار کې بریالیتوب شتهپه دې کار کې یا په هغه بل کار کېیا په دواړو کې په برابره توګه بریالیتوب شته
7 نو د لمر روښنایي څومره خوږه ده او د انسان دپاره څومره ښه ده چې د لمر د روښنایۍ لاندې واوسیږي.
8 په حقیقت کې، یو سړی چې ډېر کلونه عمر کوي هغه باید خوشحالي وکړي او له خپل ژوند نه خوند واخلي، خو هغه باید په یاد ولري چې د تیارې ورځې ډېرې زیاتې وي. نو هرڅه چې په راتلونکې کې پېښیږي هغه ټول لوګي او پوکي دي.
9 نو ای ځوانه! د ځوانۍ په ورځو کې خوشحالي وکړه او د خپل ځلمیتوب له هرې شېبې نه یې خوند واخله. چېرته چې ستا زړه ځي او سترګې دې ګوري هلته دې ستا پښې هم لاړې شي. خو په دې پوه شه چې خدای به ستا د زړه د ارمانونو او عملونو قضاوت وکړي.
10 له خپل زړه څخه غم او غوسه لېرې کړه او له خپل بدن څخه درد او کړاو وباسه، ځکه چې ځواني او د ځلمیتوب سباوون لوګی او پوکی دی.