مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 1

دا د خدای د زوی عیسی مسیح د زېري پیل دی.
2 هغه داسې پیل شو لکه څنګه چې د اشعیا نبي په کتاب کې لیکل شوي دي: «ګوره، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.
3 یو څوک په دښته کې نارې وهي: ‹د څښتن دپاره لاره تیاره کړئ، او د هغه دپاره لاره سمه کړئ.›»
4 د تعمید غسل ورکوونکی یحیی په دښته کې راښکاره شو او وعظ یې کاوه چې خلک باید د خپلو ګناهونو د بخښنې په خاطر توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي.
5 د ټولې یهودیې خلک او د اورشلیم ټول اوسېدونکي یحیی ته راتلل. هغوی په خپلو ګناهونو باندې اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د هغه په لاس د تعمید غسل اخیسته.
6 یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوړل.
7 هغه اعلان کاوه او ویل به یې: «زما څخه وروسته چې کوم څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی، زه د دې لایق هم نه یم چې ټیټ شم او د هغه د څپلیو تسمې خلاصې کړم.
8 زه تاسو ته په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم خو هغه به درته په روح القدس د تعمید غسل درکړي.»
9 داسې وشول چې په هماغو ورځو کې عیسی د جلیل د ولایت د ناصرې د ښار څخه راغی او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل واخیست.
10 کله چې عیسی د اوبو ‎څخه راووت نو ویې لیدل چې ناڅاپه اسمان سوری شو او روح القدس د کوترې په شکل په هغه باندې رانازل شو
11 او له اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «ته زما ګران زوی یې، زه ستا څخه خوشحاله یم.»
12 سمدلاسه روح القدس هغه دښتې ته په تللو مجبور کړ.
13 هغه څلوېښت ورځې په دښته کې ؤ او شیطان د هغه ازمایښت کاوه. عیسی په هغه ځای کې ؤ چېرته چې ځنګلي ځناور وو او فرښتو د هغه خدمت کاوه.
14 کله چې یحیی په زندان کې واچول شو نو عیسی جلیل ته لاړ او هلته یې د خدای زېری اعلاناوه
15 او ویل یې: «اوس هغه وخت رارسېدلی دی او د خدای پاچاهي رانژدې شوې ده. توبه وباسئ او په زېري باندې ایمان راوړئ.»
16 کله چې عیسی د جلیل د دریاب په غاړه ګرځېده نو شمعون او د هغه ورور اندریاس یې ولیدل. هغوی په دریاب کې جال اچاوه، ځکه چې هغوی ماهي نیوونکي وو.
17 عیسی هغوی ته وویل: «ما پسې راځئ او زه به تاسو ته وښایم چې څنګه د ماهیانو په ځای انسانان ونیسئ.»
18 هغوی سمدلاسه خپل جالونه پرېښودل او هغه پسې روان شول.
19 کله چې عیسی لږ وړاندې لاړ نو هغه د زبدي زوی یعقوب او د هغه ورور یوحنا ولیدل چې په کشتۍ کې ناست وو او خپل جالونه یې تیارول.
20 عیسی سمدلاسه هغوی ته نارې کړې او هغوی خپل پلار زبدي د مزدورانو سره په کشتۍ کې پرېښود او عیسی پسې روان شول.
21 عیسی او شاګردان یې کپرناحوم ته لاړل او کله چې د سبت ورځ راورسېدله نو عیسی کنیسې ته ننوت او هلته یې تعلیم ورکول پیل کړ.
22 خلک د عیسی په تعلیم حیران شول، ځکه چې هغه د شریعت د عالمانو په شان نه بلکې په پوره اختیار سره هغوی ته تعلیم ورکاوه.
23 ناڅاپه په کنیسه کې یو سړي چې پېریانو نیولی ؤ، په لوړ اواز چیغې ووهلې:
24 «ای عیسی ناصري، زمونږ سره څه کار لرې؟ ته راغلی یې چې مونږ تباه کړې؟ زه دې پېژنم چې ته څوک یې، ته د خدای سپېڅلی یې.»
25 عیسی پېري ته امر وکړ: «غلی شه او د دې سړي څخه راووځه.»
26 پېري هغه سړي ته سخت ټکان ورکړ او په چیغو چیغو د هغه څخه راووت.
27 ټول خلک دومره حیران شول چې یو له بله یې پوښتنه کوله: «دا څه دي؟ دا خو یو نوی تعلیم دی. هغه په پوره اختیار سره پېریانو ته امر کوي او هغوی یې مني.»
28 ډېر زر هغه د جلیل په ټوله سیمه کې مشهور شو.
29 بیا عیسی د کنیسې څخه روان شو او د یعقوب او یوحنا سره یوځای د شمعون او اندریاس کور ته لاړل.
30 د شمعون خواښې تبې نیولې وه او په کټ کې پرته وه. څنګه چې عیسی هلته ورسېده نو هغوی ورته سمدلاسه د هغې په هکله وویل.
31 عیسی ورغی، هغه یې له لاسه ونیوله او مرسته یې ورسره وکړه چې راپورته شي. نو هغه ښځه تبې پرېښودله او د هغوی خدمت یې شروع کړ.
32 کله چې لمر پرېوت او ماښام شو نو خلکو خپل ټول ناروغان او هغه خلک چې پېریانو نیولي وو هغه ته راوستل.
33 د ښار ټول خلک د هغه کور مخې ته راټول شول.
34 عیسی ډېر ناروغان چې په ډول ډول ناروغیو اخته وو روغ کړل او ډېر پېریان یې وویستل. عیسی پېریان خبرو ته پرېنښودل، ځکه چې هغوی پوهېدل چې هغه څوک دی.
35 سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی له خوبه راپاڅېد، د کور نه ووت او یو ګوښه ځای ته لاړ او هلته یې دعا کوله.
36 نو شمعون او د هغه ملګري لاړل چې هغه ولټوي،
37 او چې کله یې هغه پیدا کړ نو ورته ویې ویل: «ټول خلک تا لټوي.»
38 عیسی هغوی ته وویل: «راځئ چې شاوخوا کلیو ته لاړ شو ترڅو هلته هم خپل پیغام ورسوم، ځکه چې زه د همدې کار دپاره راغلی یم.»
39 عیسی په ټول جلیل کې ګرځېده، د هغوی په کنیسو کې یې وعظ کاوه او پېریان یې ویستل.
40 یو سړی چې د جذام په ناروغۍ اخته ؤ، عیسی ته راغی، د هغه په مخکې په ګونډو شو او زاري یې ورته وکړه: «که چېرې ته وغواړې نو کولای شې چې ما پاک او روغ کړې.»
41 د عیسی زړه ورباندې وسوځېد، خپل لاس یې وراوږد کړ، په هغه باندې یې کېښود او ورته ویې ویل: «هو، زه غواړم، پاک او روغ شه.»
42 نو سمدلاسه د هغه ‎څخه د جذام ناروغي لېرې شوه او هغه پاک شو.
43 بیا عیسی هغه زر رخصت کړ او سخت خبرداری یې ورکړ
44 او ورته ویې ویل: «ګوره، په دې هکله هېچا ته څه ونه وایې، خو لاړ شه او خپل ځان کاهن ته وروښایه او کومه قرباني چې موسی یې حکم کړی دی وړاندې کړه، د دې دپاره چې خلکو ته ثابته شي چې ته پاک او روغ شوی یې.»
45 خو هغه سړی ووت او څه چې شوي وو ټول خلک یې پرې خبر کړل. له دې امله عیسی نور نه شو کولای چې په ښکاره کوم ښار ته ننوځي، بلکې د ښار نه دباندې په ګوښه ځایونو کې به پاتې کېده، خو بیاهم خلک به له هرځای څخه ورته راتلل.