مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 8

په هغو ورځو کې یوځل بیا ګڼ شمېر خلک راټول شول او د هغوی سره د خوړلو دپاره هېڅ شی نه ؤ، نو عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل:
2 «په دې خلکو باندې زما زړه سوځي، ځکه چې درې ورځې کیږي هغوی زما سره دي او هېڅ شی ورسره نشته چې ویې خوري.
3 که چېرې هغوی خپلو کورونو ته وږي رخصت کړم نو په لاره کې به بې حاله شي، ځکه چې په هغوی کې ځینې یې د لېرې ځایونو څخه راغلي دي.»
4 شاګردانو یې ځواب ورکړ: «په دې دښته کې څوک دومره خلکو ته ډوډۍ ورکولای شي؟»
5 عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو سره څو ډوډۍ دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «اووه ډوډۍ.»
6 نو عیسی خلکو ته وویل چې په ځمکه کښېني. بیا یې هغه اووه ډوډۍ راواخیستلې، د خدای شکر یې وویست، ډوډۍ یې ماتې کړې او شاګردانو ته یې ورکړلې چې په خلکو باندې یې ووېشي او شاګردانو همداسې وکړل.
7 د هغوی سره یو څو واړه ماهیان هم وو. عیسی په هغو هم شکر وویست او شاګردانو ته یې وویل چې هغه هم ووېشي.
8 خلکو هغه وخوړل او ټول ورباندې ماړه شول او د ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو نه اووه ټوکرۍ ډکې شوې.
9 په هغه ځای کې نژدې څلور زره کسان وو. عیسی هغوی رخصت کړل،
10 او سمدلاسه د خپلو شاګردانو سره په کشتۍ کې سپور شو او د دلمانوته سیمې ته لاړ.
11 فریسیان راغلل او د عیسی سره یې بحث پیل کړ او د دې دپاره چې هغه وازمایي نو د هغه څخه یې وغوښتل چې دوی ته یوه اسماني معجزه وښایي.
12 هغه یو سوړ اوسېلی وویست او ویې ویل: «د دې زمانې خلک ولې معجزه غواړي؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې خلکو ته به هېڅ یوه معجزه ونه ښودل شي.»
13 بیا عیسی هغوی پرېښودل او بېرته په کشتۍ کې کښېناست او د دریاب بلې غاړې ته لاړ.
14 شاګردانو دا هېر کړي وو چې د ځان سره ډوډۍ یوسي او په کشتۍ کې د هغوی سره یوازې یوه ډوډۍ وه.
15 عیسی هغوی ته امر وکړ او ویې ویل: «پام کوئ، د فریسیانو او هیرودیس د خمیرې نه به ځانونه ساتئ.»
16 نو شاګردانو په خپل منځ کې سره بحث شروع کړ او ویې ویل: «هغه ځکه دا خبره کوي چې زمونږ سره ډوډۍ نشته.»
17 عیسی پوه شو چې هغوی څه وایي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: «تاسو ولې په دې هکله بحث کوئ چې ډوډۍ درسره نشته؟ ایا تاسو تر اوسه خبر نه یئ او نه پوهېږئ؟ ایا ستاسو زړونه سخت شوي دي؟
18 تاسو سترګې لرئ خو لیدلی نه شئ او غوږونه لرئ خو اورېدلی نه شئ؟ ایا تاسو ته په یاد نه دي
19 چې کله ما پنځه ډوډۍ په پنځه زره کسانو ووېشلې نو تاسو د هغې ډوډۍ د پاتې شویو ټوټو څخه څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «دولس ټوکرۍ.»
20 نو عیسی پوښتنه وکړه: «چې کله مې اووه ډوډۍ په څلورو زرو کسانو ووېشلې، د هغو د پاتې شویو ټوټو څخه مو څو ټوکرۍ ډکې کړې؟» هغوی وویل: «اووه ټوکرۍ.»
21 نو عیسی وویل: «تاسو لا تر اوسه هم نه پوهېږئ؟»
22 عیسی او شاګردان یې بیت صیدا ته ورسېدل. هلته ځینو خلکو عیسی ته یو ړوند سړی راوست او هغه ته یې زاري وکړه چې په هغه باندې خپل لاس کېږدي.
23 عیسی هغه ړوند له لاسه ونیوه او د کلي څخه یې دباندې بوته. بیا یې د هغه په سترګو باندې لاړې پورې کړې او خپل لاسونه یې ورباندې کېښودل او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا څه شی وینې؟»
24 د هغه سترګې بینا شوې او ویې ویل: «هو، زه خلک وینم چې ګرځي او راګرځي، خو هغوی راته د ونو په شان ښکاري.»
25 عیسی یوځل بیا د هغه په سترګو باندې خپل لاسونه کېښودل او هغه بیخي بینا شو، د سترګو نظر یې بېرته جوړ شو او هرڅه یې ښه لیدلی شول.
26 عیسی هغه خپل کور ته رخصت کړ او ورته ویې ویل: «ته کولای شې چې بېرته خپل کور ته لاړ شې، خو په کلي کې مه ګرځه.»
27 بیا عیسی او شاګردان یې د قیصریې فیلیپوس شاوخوا کلیو ته لاړل. هغه په لاره کې د خپلو شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «خلک څه وایي چې زه څوک یم؟»
28 هغوی ځواب ورکړ: «ځینې وایي چې ته تعمید ورکوونکی یحیی یې، ځینې وایي چې الیاس نبي یې او نور وایي چې د پیغمبرانو څخه یو پیغمبر یې.»
29 بیا عیسی پوښتنه وکړه: «تاسو څه وایئ چې زه څوک یم؟» پطروس ځواب ورکړ: «ته مسیح یې.»
30 بیا عیسی هغوی ته په کلکه حکم وکړ چې د هغه په هکله دې هېچا ته څه ونه وایي.
31 بیا عیسی خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکول پیل کړ چې د انسان زوی به خامخا زیات کړاوونه وزغمي او د یهودیانو د مشرانو، مشرانو کاهنانو او د شریعت د عالمانو له خوا به رد کړای شي او وبه وژل شي او په درېمه ورځ به بیا راژوندی شي.
32 هغه په دې هکله ښکاره خبرې وکړې. نو پطروس هغه ګوښه کړ او د داسې خبرو نه یې منع کړ.
33 خو عیسی مخ راواړاوه او خپلو شاګردانو ته یې وکتل او پطروس یې ورټلو او ورته ویې ویل: «زما له مخې نه لېرې شه شیطانه! ته د انسانانو په شان فکر کوې، نه د خدای په شان.»
34 بیا عیسی خلک او خپل شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: «که څوک وغواړي چې زما د پیروانو څخه اوسي، نو باید د خپل ځان څخه تېر شي، خپل صلیب دې راواخلي او ما پسې دې راځي.
35 ځکه څوک چې وغواړي خپل ځان وساتي نو هغه به له لاسه ورکړي، خو که څوک زما او زما د زېري په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي نو هغه به وژغوري.
36 د یو چا دپاره به څه ګټه وي چې ټوله نړۍ لاسته راوړي خو خپل ځان له لاسه ورکړي؟
37 انسان د خپل ژوند په بدل کې څه شی ورکولای شي؟
38 که چېرې څوک په دې بې ایمانه او ګناهکاره زمانه کې په ما او یا زما په کلام شرمیږي، نو د انسان زوی به هم کله چې د خپل پلار په جلال کې د سپېڅلو فرښتو سره راځي، په هغه وشرمیږي.»