مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 11

کله چې عیسی او د هغه شاګردان اورشلیم ته نژدې شول او بیت فاجي او بیت عنیا ته چې د زیتون په غره کې وو ورسېدل، نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل
2 او هغوی ته یې وویل: «مخامخ کلي ته ورشئ. څنګه چې هلته ورننوتلئ نو هلته به یو کوټی ووینئ چې تړل شوی به وي او تر اوسه پورې څوک ورباندې سپور شوی نه دی. هغه را ایله کړئ او دلته یې راولئ.
3 که څوک درڅخه پوښتنه وکړي: دا څه کوئ؟ نو ورته ووایئ چې هغه زمونږ د استاذ په کار دی او سمدلاسه به یې بېرته دلته راولېږي.»
4 هغوی لاړل او دباندې په کوڅه کې یې یو کوټی ولید چې د دروازې په مخکې تړل شوی ؤ. کله چې هغوی هغه کوټی راخلاصولو،
5 نو ځینې خلک چې په هغه ځای کې ولاړ وو، د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «دا کوټی ولې ایله کوئ؟»
6 نو لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، دوی ورته هماغسې ځواب ورکړ او بیا یې هغوی پرېښودل چې لاړ شي.
7 هغوی هغه کوټی عیسی ته راوست او خپلې چپنې یې ورباندې واچولې او عیسی ورباندې سپور شو.
8 ډېرو خلکو ورته په لاره کې خپل کالي وغوړول او نورو د ونو څانګې راپرې کړلې او په لاره کې یې ورته واچولې.
9 او کوم خلک چې د هغه څخه مخکې روان وو او هغه چې شاته ورپسې روان وو، چیغې وهلې: «ژوندی دي وي! مبارک دې وي هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.
10 مبارکه دې وي زمونږ د نیکه داود راتلونکې پاچاهي. ثنا دې وي څښتن تعالی ته.»
11 عیسی اورشلیم ته ورسېده او د خدای کور ته ننوت او هلته شاوخوا ټولو شیانو ته یې وکتل. خو څرنګه چې ناوخته وه نو د هغو دولسو شاګردانو سره بیت عنیا ته لاړ.
12 په بله ورځ کله چې عیسی او شاګردان یې د بیت عنیا څخه راروان وو نو عیسی وږی شو.
13 هغه له لېرې نه د انځر یوه ونه ولیدله چې په پاڼو کې پټه وه، هغه ورغی چې څه انځر په کې پیدا کړي. خو کله چې هلته ورسېده نو بې له پاڼو یې په کې بل هېڅ شی ونه موندل، ځکه چې دا د انځرانو د پخېدلو موسم نه ؤ.
14 نو هغې ونې ته یې وویل: «نور به هېڅوک هم هېڅکله ستا مېوه ونه خوري.» او د هغه شاګردانو واورېدل چې هغه څه وویل.
15 کله چې هغوی اورشلیم ته ورسېدل، نو عیسی د خدای کور ته ننوت او له هغه ځای څخه یې د خرڅوونکو او اخیستونکو په شړلو پیل وکړ. د صرافانو مېزونه او د کوترو خرڅوونکو چوکۍ ګانې یې په بل مخ واړولې،
16 او چاته یې اجازه نه ورکوله چې د خدای د کور د حوېلۍ په لاره کوم شی یوسي.
17 بیا هغه خلکو ته تعلیم ورکاوه او ویل یې: «ایا د خدای په کلام کې دا نه دي لیکل شوي: ‹زما کور به د ټولو قومونو دپاره د عبادت ځای بلل کیږي،› خو تاسو ترې د غلو د پټېدلو ځای جوړ کړی دی.»
18 مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو چې دا واورېدل نو په دې لټه کې شول چې د عیسی د وژلو دپاره کومه لاره پیدا کړي. خو هغوی وېرېدل، ځکه چې ټول خلک د هغه تعلیم ته حیران وو.
19 کله چې ماښام شو نو عیسی او شاګردان یې د ښار څخه ووتل.
20 بله ورځ سهار وختي کله چې هغوی په لاره تېرېدل نو ویې لیدل چې هغه د انځر ونه له بېخه وچه شوې وه.
21 پطروس هغه خبره رایاده کړه چې عیسی د انځر ونې ته کړې وه او ویې ویل: «استاذه! ګوره، د انځر په هغې ونې چې تا لعنت ویلی ؤ هغه وچه شوې ده.»
22 عیسی ورته په ځواب کې وویل: «په خدای باندې ایمان ولرئ.
23 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که څوک ایمان ولري او په زړه کې شک ونه کړي نو که دې غره ته ووایي چې د خپل ځای څخه پورته شه او په دریاب کې وغورځېږه نو همداسې به وشي.
24 نو له دې امله زه تاسو ته وایم هرڅه چې تاسو یې په دعا کې وغواړئ نو یقین ولرئ چې لاسته به یې راوړئ او هغه به ستاسو شي.
25 او هرکله چې تاسو د دعا دپاره ودرېږئ نو که ستاسو په زړونو کې د چا په خلاف کوم څه شی وي هغه وبخښئ ترڅو ستاسو اسماني پلار هم ستاسو ګناهونه وبخښي.
26 [خو که چېرې تاسو نور خلک ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.]»
27 هغوی یوځل بیا اورشلیم ته راغلل. کله چې عیسی د خدای په کور کې ګرځېده، نو مشران کاهنان، د شریعت عالمان او د قوم مشران ورته راغلل
28 او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: «ته څه حق لرې چې دا کارونه کوې؟ چا تاته دا اختیار درکړی دی چې دا کارونه وکړې؟»
29 عیسی ځواب ورکړ: «زه هم ستاسو څخه یوه پوښتنه کوم او که تاسو ځواب راکړ نو زه به هم درته ووایم چې زه په کوم اختیار سره دا کارونه کوم.
30 د یحیی د تعمید غسل ورکول د خدای له خوا ؤ یا د انسان له خوا؟ ځواب راکړئ.»
31 هغوی په خپل منځ کې سره بحث وکړ او ویل یې: «که چېرې ووایو چې د خدای له خوا ؤ نو هغه به ووایي چې بیا تاسو ولې په هغه باندې ایمان رانه وړ؟
32 خو که ووایو چې د انسان له خوا ؤ، نو بیا به څه وشي؟» (هغوی د خلکو څخه وېرېدل، ځکه چې ټولو خلکو یحیی پیغمبر ګڼلو.)
33 نو هغوی عیسی ته په ځواب کې وویل: «مونږ نه پوهېږو.» عیسی ورته وویل: «نو زه هم تاسو ته نه وایم چې په کوم اختیار دا کارونه کوم.»