مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 12

بیا عیسی هغوی ته په مثالونو کې خبرې پیل کړې: «یو سړي د انګورو باغ جوړ کړ او دېوال یې ورڅخه تاو کړ، د انګورو د شربت د ویستلو دپاره یې په کې یو ځای جوړ کړ او د څارنې دپاره یې په کې یو برج هم جوړ کړ. بیا یې هغه باغوانانو ته په اجاره ورکړ او خپله په سفر روان شو.
2 کله چې د انګورو د راټولولو وخت راورسېد نو هغه خپل یو نوکر باغوانانو ته ورولېږه چې خپله برخه انګور ترې واخلي.
3 خو باغوانانو هغه نوکر ونیوه، هغه یې وواهه او تش لاس یې بېرته ولېږه.
4 بیا هغه یو بل نوکر ورولېږه. هغه یې هم په سر سر وواهه او بې عزته یې کړ.
5 بیا هغه بل نوکر ورولېږه او هغه یې مړ کړ. هغه نور ډېر نوکران هم ورولېږل، خو ځینې یې ووهل او ځینې یې مړه کړل.
6 یوازېنی کس چې ورته پاتې ؤ چې ور ویې لېږي هغه یې خپل ګران زوی ؤ. په پای کې یې هغه ورولېږه او د ځان سره یې وویل: ‹هغوی به زما د زوی لحاظ وکړي.›
7 خو باغوانانو یو بل ته وویل: ‹دا یې وارث دی، راځئ چې مړ یې کړو او میراث به یې زمونږ شي.›
8 نو هغوی هغه ونیوه او مړ یې کړ او د هغه مړی یې د انګورو د باغ څخه دباندې وغورځاوه.»
9 عیسی پوښتنه وکړه: «د باغ خاوند به اوس څه کوي؟ هغه به راشي او باغوانان به ووژني او باغ به نورو ته ورکړي.
10 ایا تاسو د خدای په کلام کې دا نه دي لوستلي:کومه تیږه چې معمارانو رد کړه،هغه اوس د تهداب اصلي تیږه شوه.
11 دا کار د څښتن له خوا وشواو زمونږ په نظر کې حیرانوونکی ښکاري.»
12 د یهودیانو مشرانو هڅه کوله چې عیسی ونیسي، ځکه چې هغوی پوه شول چې هغه دا مثال د هغوی په هکله وویلو. خو هغوی د خلکو څخه وېرېدل، نو هغه یې پرېښود او لاړل.
13 بیا هغوی ځینې فریسیان او د هیرودیس پلویان ولېږل چې عیسی په خپلو خبرو کې راونیسي.
14 هغوی راغلل او عیسی ته یې وویل: «استاذه! مونږ پوهېږو چې ته یو رښتینی سړی یې او د هېچا طرفداري نه کوې که هغه هرڅوک وي بلکې په رښتینې توګه د خدای د لارې تعلیم ورکوې. ایا د روم امپراتور ته مالیه ورکول روا دي که نه؟ مونږ باید ورته مالیه ورکړو که نه؟»
15 خو عیسی د هغوی په منافقت پوه شو او ورته ویې ویل: «تاسو ولې هڅه کوئ چې ما وازمایئ؟ ماته د سپینو زرو یوه سکه راوړئ چې ویې ګورم.»
16 هغوی یوه سکه راوړله او هغه ترې پوښتنه وکړه: «په دې باندې د چا تصویر او د چا نوم دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «د امپراتور.»
17 بیا عیسی هغوی ته وویل: «څه چې د امپراتور دي هغه امپراتور ته ورکړئ او څه چې د خدای دي هغه خدای ته ورکړئ.» هغوی د هغه په خبرو حیران شول.
18 بیا صدوقیان چې د مرګ څخه وروسته د بیا راژوندي کېدلو څخه منکر وو، عیسی ته راغلل او د هغه څخه یې یوه پوښتنه وکړه:
19 «استاذه! موسی په شریعت کې مونږ ته لیکلي دي چې که چېرې د یو سړي ورور مړ شي او بې اولاده ښځه ترې پاتې شي نو د هغه سړي ورور باید د هغې کونډې سره واده وکړي ترڅو اولادونه یې پیدا شي او هغوی د هغه د مړه ورور اولادونه وګڼل شي.
20 په یو وخت کې اووه ورونه وو، لومړني یې واده وکړ او بې اولاده مړ شو.
21 بیا دوهم ورور د هغې ښځې سره واده وکړ، خو هغه هم بې اولاده مړ شو او د درېم ورور سره هم همداسې وشول.
22 اخر اووه واړه مړه شول او د هېڅ یو اولاد ونه شو. له ټولو نه وروسته هغه ښځه هم مړه شو.
23 نو د قیامت په ورځ چې خلک راژوندي کیږي هغه به د کوم یو ښځه وي؟ ځکه چې اووه واړو ورسره واده کړی ؤ.»
24 عیسی هغوی ته وویل: «ستاسو غلطي په دې کې ده چې نه د خدای په کلام پوهېږئ او نه د خدای د قدرت څخه خبر یئ.
25 کله چې مړي راژوندي شي نو نه خو سړي وادونه کوي او نه هم ښځې ورکول کیږي چې واده شي، بلکې هغوی به د اسمان د فرښتو په شان وي.
26 ایا تاسو د مړو د بیا راژوندي کېدلو په هکله د موسی په تورات کې د سوځېدونکي بوټي په کیسه کې نه دي لوستلي چې خدای څنګه موسی ته وویل: ‹زه د ابراهیم خدای، د اسحاق خدای او د یعقوب خدای یم.›
27 خدای د مړو خدای نه بلکې د ژوندیو خدای دی. تاسو ډېر بې لارې شوي یئ.»
28 د شریعت یو عالم راغی او د هغوی بحث یې واورېد او ویې لیدل چې عیسی صدوقیانو ته ښه ځواب ورکړ، نو د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «د ټولو حکمونو څخه ډېر مهم حکم کوم یو دی؟»
29 عیسی ځواب ورکړ: «تر ټولو مهم حکم دا دی: ‹ای د اسراییلو خلکو، واورئ! یوازېنی خدای چې وجود لري هغه زمونږ څښتن خدای دی.›
30 د خپل څښتن خدای سره د زړه له کومي، په خپل ټول روح، خپل ټول عقل او خپل ټول قوت سره مینه کوئ.
31 دوهم حکم دا دی: ‹د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوه.› د دې حکمونو څخه بل لوی حکم نشته.»
32 د شریعت هغه عالم عیسی ته وویل: «استاذه، تا ښه وویل، تا رښتیا وویل چې خدای یو دی او له هغه پرته بل خدای نشته.
33 د خدای سره د زړه له کومي، ټولې پوهې او په ټول قوت سره مینه کول او د خپل ځان په شان د خپل ګاونډي سره مینه کول د ټولو سوځېدونکو نذرانو او قربانیو څخه ډېر مهم دي.»
34 کله چې عیسی ولیدل چې هغه په هوښیارۍ سره ځواب ورکړ نو هغه ته یې وویل: «ته د خدای له پاچاهۍ څخه لېرې نه یې.» له هغې وروسته بیا هېچا دا جرات ونه کړ چې له عیسی څخه نورې پوښتنې وکړي.
35 کله چې عیسی د خدای په کور کې تعلیم ورکاوه نو ویې ویل: «د شریعت عالمان څنګه کولای شي ووايي چې مسیح د داود زوی دی؟
36 داود په خپله د روح القدس په وسیله ویلي دي: ‹څښتن زما بادار ته وویل: ”زما ښي لاس ته کښېنه ترڅو ستا دښمنان کړم ستا تر پښو لاندې.“›
37 داود په خپله مسیح ته څښتن وایي، نو بیا څنګه کېدای شي چې مسیح د داود زوی وي؟»ګڼ شمېر خلکو په شوق سره د هغه خبرې اورېدلې.
38 عیسی د تعلیم ورکولو په وخت کې وویل: «د شریعت د عالمانو څخه ځان ساتئ. هغوی دا خوښوي چې په اوږدو چپنو کې وګرځي او په بازارونو کې ورته خلک سلام واچوي
39 او په کنیسو کې په مخکې ځایونو او په مېلمستیاوو کې په ښو ځایونو کې کښېني.
40 هغوی د کونډو مالونه خوري او د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوي. د داسې خلکو سزا به د نورو نه سخته وي.»
41 عیسی د خدای د کور خزانې ته مخامخ ناست ؤ او کتل یې چې خلکو څنګه په هغې کې پیسې اچولې. ډېرو شتمنو خلکو زیاتې پیسې واچولې.
42 بیا یوه غریبه کونډه ښځه راغله او دوه سکې چې شاوخوا دوه روپۍ کېدلې په کې واچولې.
43 عیسی خپل شاګردان راوغوښتل او ورته ویې ویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دې غریبې کونډې د خدای د کور په خزانه کې د نورو ټولو نه زیاتې پیسې واچولې.
44 ځکه چې هغوی ټولو هغه پیسې واچولې چې د هغوی د اړتیاوو څخه زیاتې وې، خو سره له دې چې هغه غریبه وه نو څه چې یې لرل او هرڅه چې هغې ورباندې خپل ژوند تېراوه، هغه یې ورکړل.»