مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 10

بیا عیسی له هغه ځای نه روان شو او د یهودیې سیمې ته چې د اردن د سیند بلې غاړې پرته ده، لاړ. یوځل بیا ګڼ شمېر خلک ورته راغلل او د خپل عادت له مخې یې هغوی ته تعلیم ورکول پیل کړ.
2 ځینې فریسیان راغلل او د دې دپاره چې هغه وازمایي نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا دا روا ده چې یو سړی دې خپله ښځه طلاقه کړي؟»
3 عیسی په ځواب کې د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «موسی په دې هکله تاسو ته څه حکم کړی دی؟»
4 هغوی وویل: «موسی اجازه ورکړې ده چې یو سړی کولای شي خپلې ښځې ته طلاقنامه ورکړي او هغه پرېږدي.»
5 خو عیسی هغوی ته وویل: «موسی دا حکم د دې دپاره تاسو ته ولیکه چې ستاسو زړونه سخت وو.
6 خو د نړۍ د پیدایښت نه داسې وو: ‹خدای انسانان نر او ښځه پیدا کړل.
7 له همدې امله سړی خپل مور او پلار پرېږدي او د خپلې ښځې سره یوځای شي
8 او دواړه یو بدن شي.› نو هغوی به نور دوه تنه نه بلکې یو تن وي.
9 نو څرنګه چې خدای هغوی سره یوځای کړي دي، انسان باید هغوی سره جدا نه کړي.»
10 کله چې هغوی بېرته کور ته ننوتل، نو شاګردانو د دې موضوع په هکله د عیسی څخه پوښتنه وکړه.
11 هغه ورته وویل: «هرڅوک چې خپله ښځه طلاقه کړي او د بلې ښځې سره واده وکړي نو هغه د خپلې لومړنۍ ښځې په وړاندې زنا کوي.
12 په همدې ډول که یوه ښځه خپل مېړه ته طلاق ورکړي او د بل سړي سره واده وکړي نو هغه هم زنا کوي.»
13 خلکو عیسی ته خپل ماشومان راوستل چې خپل لاس په هغوی باندې کېږدي، خو شاګردانو هغوی ورټل.
14 خو کله چې عیسی ولیدل چې هغوی څه کوي نو خفه شو او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «ماشومان پرېږدئ چې ماته راشي، هغوی مه منع کوئ، ځکه چې د خدای پاچاهي د همداسې خلکو ده.
15 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم هرڅوک چې د خدای پاچاهي د یو ماشوم په څېر ونه مني نو هغه به هېڅکله هم وردننه نه شي.»
16 بیا عیسی ماشومان په غېږ کې ونیول او خپل لاس یې د هغوی په سرونو باندې کېښود او هغوی ته یې برکت ورکړ.
17 کله چې عیسی په خپله لاره روان ؤ نو یو سړي رامنډه کړه او د هغه په مخکې په ګونډو شو او پوښتنه یې ترې وکړه: «ای نېک استاذه! زه باید څه وکړم ترڅو تلپاتې ژوندون وګټم؟»
18 عیسی هغه ته وویل: «ولې ماته نېک وایې؟ بې له خدایه بل هېڅوک نېک نه دی.
19 ته په حکمونو باندې پوهېږې: زنا مه کوه، قتل مه کوه، غلا مه کوه، په دروغو شاهدي مه ورکوه، ټګي مه کوه او د خپل مور او پلار عزت کوه.»
20 هغه سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما د ځوانۍ له وخته په دې ټولو حکمونو باندې عمل کړی دی.»
21 عیسی هغه ته وکتل او په هغه باندې یې مینه راغله او ورته ویې ویل: «په تا کې د یو شي کمی شته، لاړ شه او هرڅه چې لرې هغه خرڅ کړه او پیسې یې غریبانو ته ورکړه نو ته به په اسمان کې خزانې ولرې او بیا راشه او زما پیروي وکړه.»
22 په دې خبره د هغه څېره بدله شوه او غمجن لاړ، ځکه چې هغه ډېر شتمن سړی ؤ.
23 عیسی شاوخوا ته وکتل او خپلو شاګردانو ته یې وویل: «شتمنو خلکو ته د خدای په پاچاهۍ کې ننوتل څومره ګران کار دی.»
24 شاګردان د هغه په خبرو حیران شول، خو عیسی یوځل بیا هغوی ته وویل: «ای بچیانو، د خدای پاچاهۍ ته ننوتل څومره ګران کار دی.
25 د ستنې د سوري څخه د اوښ تېرېدل اسان دي له دې نه چې یو شتمن سړی دې د خدای پاچاهۍ ته ورننوځي.»
26 شاګردان ډېر زیات حیران شول او یو بل ته یې وویل: «نو بیا څوک کولای شي چې خلاصون ومومي؟»
27 عیسی هغوی ته وکتل او ویې ویل: «د انسان دپاره دا ناشونې ده خو د خدای دپاره نه، ځکه چې د خدای دپاره هرڅه ممکن دي.»
28 بیا پطروس هغه ته وویل: «وګوره، مونږ هرڅه پریښي دي او تا پسې روان شوي یو.»
29 عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې داسې څوک نشته چې زما او زما د زېري د رسولو په خاطر یې خپل کور یا خپل ورونه یا خویندې یا مور او پلار یا خپل اولادونه یا خپلې ځمکې پریښي وي،
30 په دې نړۍ کې به اوس هغوی سل چنده لاسته راوړي. هغوی به سل چنده نور کورونه، ورونه، خویندې، میندې، اولادونه او ځمکې لاسته راوړي او د دې تر څنګ به وځوریږي او په اخرت کې به تلپاتې ژوندون ومومي.
31 خو ډېر چې اوس اول دي هغوی به اخر شي او ډېر چې اوس اخر دي هغوی به اول شي.»
32 عیسی د خپلو دولسو شاګردانو سره د اورشلیم په لاره روان ؤ او عیسی د شاګردانو څخه مخکې روان ؤ. شاګردان حیران پاتې وو او کوم خلک چې په هغوی پسې روان وو وېرېدل. عیسی یوځل بیا خپل دولس شاګردان ګوښه کړل او ورته ویې ویل چې په هغه باندې به کومه پېښه کیږي.
33 او هغوی ته یې وویل: «ګورئ، مونږ اوس اورشلیم ته ځو او د انسان زوی به مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو ته په لاس ورکړل شي. هغوی به ورباندې د مرګ حکم وکړي او غیریهودیانو ته به یې وسپاري.
34 هغوی به په هغه باندې ملنډې ووهي، لاړې به ورتو کړي، په دورو به یې ووهي او وبه یې وژني، خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.»
35 بیا د زبدي زامن یعقوب او یوحنا عیسی ته راغلل او ورته ویې ویل: «استاذه، مونږ چې ستا څخه کوم څه غواړو هغه زمونږ دپاره وکړه.»
36 عیسی د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «زما څخه څه غواړئ چې درته ویې کړم؟»
37 هغوی ورته وویل: «کله چې ته د خپل جلال څخه ډکې پاچاهۍ په تخت باندې کښېنې نو مونږ ته اجازه راکړه چې یو ستا ښي لاس ته او بل دې کیڼ لاس ته کښېنو.»
38 عیسی هغوی ته وویل: «تاسو نه پوهېږئ چې څه غواړئ. کومه پیاله چې زه یې څښم، تاسو هغه څښلی شئ او یا د تعمید کوم غسل چې ماته راکول کیږي تاسو یې اخیستلی شئ؟»
39 هغوی ځواب ورکړ: «هو، مونږ یې کولای شو.» عیسی هغوی ته وویل: «کومه پیاله چې زه څښم، تاسو به یې وڅښئ او د تعمید کوم غسل چې زه یې اخلم، تاسو به یې هم اخلئ.
40 خو دا زما په اختیار کې نه ده چې څوک به زما ښي یا چپ لاس ته کښېني. دا ځایونه د هغو خلکو دپاره دي چې له مخکې نه ورته تیار شوي دي.»
41 کله چې نور لس شاګردان له دې نه خبر شول نو د یعقوب او یوحنا څخه خفه شول.
42 نو عیسی هغوی راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو پوهېږئ چې کوم خلک چې د غیریهودیانو حاکمان ګڼل کیږي، هغوی په خپلو خلکو باندې باداري کوي او مشران یې ورته خپل زور ښایي.
43 خو په تاسو کې دې داسې نه وي، که په تاسو کې څوک غواړي چې تر ټولو لوی وګڼل شي نو هغه دې ستاسو ټولو خدمتګار شي
44 او په تاسو کې چې څوک غواړي مشر شي نو هغه باید ستاسو ټولو خدمتګار شي.
45 ځکه چې د انسان زوی د دې دپاره نه دی راغلی چې خدمت یې وشي بلکې د نورو خدمت وکړي او خپل ژوند د ډېرو خلکو دپاره قربان کړي.»
46 بیا هغوی اریحا ته راغلل او کله چې عیسی د خپلو شاګردانو او ګڼ شمېر خلکو سره د ښار څخه وتلو نو یو ړوند سوالګر چې بارتیماوس نومېده او د تیماوس زوی ؤ د سرک په غاړه ناست ؤ.
47 کله چې هغه خبر شو چې دا ناصري عیسی دی نو په چیغو وهلو یې پیل وکړ: «ای عیسی، د داود زویه! په ما باندې رحم وکړه.»
48 ډېرو خلکو هغه ورټلو او ورته ویې ویل چې غلی شه، خو هغه نورې هم چیغې وهلې: «ای د داود زویه، په ما باندې رحم وکړه.»
49 عیسی ودرېده او ویې ویل: «هغه ته غږ وکړئ چې راشي.» هغوی هغه ړوند سړي ته غږ وکړ او ورته ویې ویل: «خوشحاله اوسه، پاڅېږه، هغه دې غواړي.»
50 نو هغه خپله چپنه یوې خواته وغورځوله، د خپل ځای څخه راپورته شو او عیسی ته راغی.
51 عیسی هغه ته وویل: «زما څخه څه غواړې چې درته ویې کړم؟» هغه ړوند سړي ځواب ورکړ: «زما استاذه، زه غواړم چې بېرته بینا شم.»
52 عیسی هغه ته وویل: «ځه، ته خپل ایمان روغ کړې.» نو سمدلاسه هغه بینا شو او په عیسی پسې روان شو.