مرقوس - Mark

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 9

عیسی زیاته کړه: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته ځینې داسې خلک ولاړ دي چې تر هغې پورې به مړه نه شي ترڅو یې د خدای پاچاهي چې په قدرت سره به راشي لیدلې نه وي.»
2 شپږ ورځې وروسته عیسی پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره واخیستل او یو لوړ غره ته یې بوتلل چې هلته یوازې اوسي. هلته د هغوی په مخکې د عیسی څېره بلکل بدله شوه.
3 او د هغه کالي سپین وځلېدل، داسې سپین چې د ځمکې په مخ هېچا داسې نه شو سپینولی.
4 بیا هغوی الیاس نبي او موسی ولیدل چې د عیسی سره یې خبرې کولې.
5 پطروس عیسی ته وویل: «استاذه! څومره ښه ده چې مونږ دلته یو. راځئ چې درې خېمې جوړې کړو: یوه تاته، یوه موسی ته او یوه الیاس ته.»
6 پطروس نه پوهېده چې څه وایي، ځکه چې هغوی ټول وېرېدلي وو.
7 بیا یوه ورېځ راښکاره شوه او په هغوی باندې یې سیوری وکړ او د هغې ورېځې څخه یو اواز راغی چې ویل یې: «دا زما ګران زوی دی، هغه ته غوږ ونیسئ.»
8 هغوی سمدلاسه شاوخوا ته وکتل خو هېڅوک یې ونه لیدل، یوازې عیسی د هغوی سره ؤ.
9 کله چې هغوی د غره څخه راښکته کېدل نو عیسی هغوی ته امر وکړ: «څه چې مو لیدلي دي د هغو په هکله تر هغه وخته پورې هېچا ته څه مه وایئ ترڅو پورې چې د انسان زوی بېرته د مړو څخه راژوندی شوی نه وي.»
10 هغوی دا خبره د خپل ځان سره وساتله او په خپلو کې یې سره بحث کاوه چې د مړو څخه د بیا راژوندي کېدلو معنی څه ده.
11 نو هغوی د عیسی نه پوښتنه وکړه: «د شریعت عالمان ولې وایي چې لومړی باید الیاس نبي راشي؟»
12 عیسی ځواب ورکړ: «هو خامخا، الیاس به لومړی راځي چې هرڅه سم کړي. خو بیا ولې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي چې د انسان زوی به ډېر کړاوونه وزغمي او په سپک نظر به ورته وکتل شي؟
13 خو زه تاسو ته وایم چې الیاس راغلی دی او لکه څنګه چې د هغه په هکله لیکل شوي دي، خلکو چې هرڅه غوښتل د هغه سره یې وکړل.»
14 کله چې عیسی او د هغه درې شاګردان بېرته راغلل نو ویې لیدل چې ګڼ شمېر خلک د هغوی شاوخوا ولاړ دي او د شریعت عالمان د هغوی سره بحث کوي.
15 څنګه چې خلکو عیسی ولید نو ډېر حیران شول او په منډه منډه یې ستړي مشي ته ورغلل.
16 عیسی د شاګردانو څخه پوښتنه وکړه: «د څه شي په هکله د هغوی سره بحث کوئ؟»
17 د ګڼې ګوڼې له منځ نه یو سړي ځواب ورکړ: «استاذه، ما خپل زوی تاته راوستلی دی. هغه پېریانو نیولی او خبرې نه شي کولای.
18 کله چې په هغه باندې پېریان راشي نو په ځمکه یې راولي او د خولې څخه یې ځګونه روان وي، خپل غاښونه چیچي او بدن یې شخ شي. ستا د شاګردانو څخه مې وغوښتل چې پېریان ترې وباسي خو هغوی ونه شو کولای.»
19 عیسی په ځواب کې وویل: «ای د دې زمانې بې ایمانه نسله! ترڅو پورې به زه ستاسو سره یم؟ ترڅو پورې به تاسو ته حوصله کوم؟ هغه هلک ماته راولئ.»
20 نو هغوی هغه هلک عیسی ته راوست. څنګه چې پېري عیسی ولید نو سمدلاسه په هلک باندې حمله راغله. هغه په ځمکه راولوېد، اخوا دې خوا رغړېده او د خولې څخه یې ځګونه راووتل.
21 عیسی د هلک د پلار څخه پوښتنه وکړه: «څومره موده کیږي چې هلک په دې حال دی؟» هغه ځواب ورکړ: «د کوچنیوالي راهیسې.
22 څو څو ځلې یې هغه په اور او په اوبو کې غورځولی دی چې ویې وژني. خو که ته څه کولای شې نو په مونږ رحم وکړه او مرسته راسره وکړه.»
23 عیسی وویل: «ته ولې وایې چې که ته څه کولای شې؟ هرڅوک چې ایمان ولري د هغه دپاره هرڅه ممکن دي.»
24 سمدلاسه د هلک پلار چیغې کړې: «زه ایمان لرم، خو ایمان مې کمزوری دی. زما سره مرسته وکړه چې قوي شي.»
25 کله چې عیسی ولیدل د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتیږي نو هغه پېری ورټلو او ورته ویې ویل: «ای ګونګ او کوڼ پېریه، زه تاته امر کوم چې د هغه څخه راووځه او بیا هېڅکله مه ورننوځه.»
26 پېري چیغې کړې او هلک ته یې سخت ټکان ورکړل او بیا ترې ووت. هلک د مړي په شان ښکاره کېده او ډېرو به ویل: «هغه مړ دی.»
27 خو عیسی هغه له لاسه ونیوه او هغه یې راپورته کړ او هلک ودرېده.
28 عیسی کور ته لاړ او کله چې هلته نور څوک نه وو شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «مونږ ولې ونه شو کولای چې هغه پېری وباسو؟»
29 عیسی ځواب ورکړ: «دا ډول پېریان یوازې په دعا کولو وتلی شي.»
30 عیسی او شاګردان یې له هغه ځای څخه لاړل او د جلیل په لاره یې خپل سفر ته دوام ورکړ. عیسی دا نه غوښتل چې څوک ترې خبر شي چې هغه چېرته دی،
31 ځکه چې هغه خپلو شاګردانو ته تعلیم ورکاوه او هغوی ته یې ویل: «د انسان زوی به خلکو ته په لاس ورکړل شي او هغوی به یې ووژني خو درې ورځې وروسته به بیا راژوندی شي.»
32 خو هغوی پوه نه شول چې د دې خبرې معنی څه ده او وېرېدل چې پوښتنه ترې وکړي.
33 بیا هغوی کپرناحوم ته راغلل او کله چې عیسی کور ته ننوت نو د خپلو شاګردانو څخه یې پوښتنه وکړه: «په لاره کې مو د څه شي په هکله بحث کاوه؟»
34 خو هغوی ځواب ورنه کړ، ځکه چې هغوی په لاره کې په دې باندې یو د بله سره بحث کاوه چې په ټولو کې لوی څوک دی.
35 عیسی کښېناست او دولس شاګردان یې راوغوښتل او ورته ویې ویل: «که څوک غواړي چې اول شي نو هغه دې خپل ځان د ټولو نه وروسته کړي او د ټولو خدمتګار دې شي.»
36 بیا هغه یو ماشوم راوست او د هغوی په منځ کې یې ودراوه. هغه یې په غېږ کې ونیوه او هغوی ته یې وویل:
37 «هرڅوک چې زما په نوم داسې یو ماشوم قبول کړي نو هغه زه قبول کړی یم او هرڅوک چې ما قبول کړي نو هغه یوازې زه نه بلکې هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم.»
38 یوحنا عیسی ته وویل: «استاذه، مونږ یو سړی ولید چې ستا په نوم یې پېریان ویستل خو مونږ هغه د دې کار څخه منع کړ، ځکه چې هغه زمونږ د ډلې څخه نه ؤ.»
39 خو عیسی ورته وویل: «هغه مه منع کوئ، ځکه داسې څوک نشته چې زما په نوم معجزه وښایي او بیا وکولای شي چې ما پسې بد ووایي.
40 ځکه څوک چې زمونږ په خلاف نه دی هغه زمونږ سره دی.
41 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې تاسو ته په دې خاطر چې د مسیح پیروان یئ یوه پیاله اوبه درکړي نو هغه به بې اجره پاتې نه شي.
42 که چېرې څوک د دې خلکو څخه چې د ماشوم په شان په ما باندې ایمان لري کوم یو بې لارې کړي، نو د هغه دپاره به دا ښه وي چې د ژرندې پل ورته په غاړه کې واچول شي او دریاب ته وغورځول شي.
43 که چېرې ستا لاس ستا د ګناه سبب وګرځي نو هغه پرې کړه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یو لاس سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې د دوو لاسونو سره دوزخ ته لاړ شې یعنې هغه اور ته چې هېڅکله نه مړ کیږي، [
44 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.]
45 که چېرې ستا پښه ستا د ګناه سبب وګرځي نو هغه پرې کړه. ځکه چې دا ښه ده چې د یوې پښې سره تلپاتې ژوندون ته لاره پیدا کړې، نه دا چې دواړه پښې دې روغې وي او دوزخ ته واچول شې، [
46 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.]‏
47 او که چېرې ستا سترګه ستا د ګناه سبب شي نو هغه وباسه، ځکه چې ستا دپاره به دا ښه وي چې د یوې سترګې سره د خدای پاچاهۍ ته ننوځې، نه دا چې د دواړو سترګو سره دوزخ ته وغورځول شې،
48 هغه ځای ته چې چینجي یې نه مړه کیږي او اور یې نه مړ کیږي.
49 ځکه چې هرڅوک به په اور باندې پاکیږي. [په ټولو نذرانو باندې باید مالګه واچول شي.]
50 مالګه ښه شی دی، خو که مالګه خپل خوند له لاسه ورکړي نو هغه به څنګه بېرته خپل خوند پیدا کړئ؟ په خپلو ځانونو کې د مالګې خاصیت ولرئ او یو د بله سره په سوله کې ژوند تېروئ.»