مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 14

د فسحې او د فطیرې ډوډۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې. مشران کاهنان او د شریعت عالمان په دې لټه کې وو چې څنګه عیسی په پټه راونیسي او ویې وژني.
2 هغوی وویل: «خو دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې خلک شور او غوغا جوړه کړي.»
3 عیسی په بیت عنیا کې د شمعون په کور کې چې مخکې یې د جذام ناروغي لرله، دسترخوان ته ناست ؤ. یوه ښځه راغله او د مرمرو بوتل ورسره ؤ چې د سنبل د قیمتي عطرو څخه ډک ؤ. هغې د بوتل سر مات کړ او د عیسی په سر باندې یې واچول.
4 په هغه ځای کې د حاضرو خلکو څخه ځینې یې په قهر شول او یو بل ته یې سره وویل: «دا عطر ولې داسې بېځایه لاړ شي؟
5 کېدای شول چې دا عطر د سپینو زرو د درې سوه سکو څخه په زیاته بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.» نو هغوی هغه ښځه ورټله.
6 خو عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ! هغه ولې تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی.
7 غریبان به تل ستاسو سره وي او هر وخت چې وغواړئ د هغوی سره مرسته کولای شئ، خو زه به تل ستاسو سره نه یم.
8 دې ښځې چې څه کولای شول ویې کړل. هغې زما په بدن باندې عطر واچول چې د ښخولو څخه مې مخکې تیار کړي.
9 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې زېری ورکول کیږي نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»
10 بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، مشرانو کاهنانو ته ورغی چې عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
11 کله چې هغوی دا واورېدل نو خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه. نو یهودا د یوې موقعې په لټه کې ؤ ترڅو عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.
12 د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ یعنې په هغه ورځ چې هغوی د فسحې وری قرباني کاوه، د عیسی شاګردانو هغه ته وویل: «ته چېرته غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟»
13 نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل او ورته ویې ویل: «ښار ته لاړ شئ، یو سړی به ووینئ چې د اوبو منګی وړي. د هغه پسې لاړ شئ
14 او کوم کور ته چې هغه ورننوت، تاسو هم ورشئ او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو هغه کوټه چېرته ده چې زه او زما شاګردان به په کې د فسحې ډوډۍ وخورو؟›
15 هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي. هلته زمونږ دپاره ډوډۍ تیاره کړئ.»
16 بیا شاګردان روان شول او ښار ته لاړل نو هغوی ټول شیان هماغه شان ولیدل لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، نو هغوی د فسحې ډوډۍ تیاره کړه.
17 کله چې ماښام شو نو عیسی د دولسو شاګردانو سره راغی.
18 کله چې هغوی دسترخوان ته کښېناستل او ډوډۍ یې خوړله، عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو تن چې زما سره ډوډۍ خوري، زما سره خیانت وکړي.»
19 په دې خبره شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ایا هغه زه یم؟»
20 عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: «هغه ستاسو دولسو تنو څخه دی چې زما سره په یوه کاسه کې لاس ښکته کوي.
21 لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي! د هغه سړي دپاره به ښه وه چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»
22 د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه، شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ، دا زما بدن دی.»
23 بیا هغه پیاله راواخیستله او د خدای شکر یې وویست او هغوی ته یې ورکړه او د هغې نه ټولو وڅښل.
24 عیسی وویل: «دا زما وینه ده چې د خدای او انسان ترمنځ لوظ ټینګوي چې د ډېرو خلکو دپاره توییږي.
25 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بیا به تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خدای په پاچاهۍ کې یې بیا ونه څښم.»
26 بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.
27 عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ټول به وتښتئ او ما به پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: زه به شپون ووهم او پسونه به خواره واره شي.
28 خو کله چې بیا راژوندی شم نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.»
29 پطروس عیسی ته وویل: «حتی که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله هم پرېنږدم.»
30 عیسی پطروس ته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، ته به درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.»
31 خو پطروس په ټینګه وویل: «که زه تا سره مړ هم شم، خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.
32 هغوی د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېدل نو عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو دلته کښېنئ او زه دعا کوم.»
33 بیا هغه پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره بوتلل. عیسی ډېر غمجن شو او زړه یې تنګ شو،
34 او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. دلته پاتې شئ او بېداره اوسئ.»
35 عیسی لږ لېرې لاړ او په ځمکه پرېوت او دعا یې وکړه چې که چېرې کېدای شي نو دا د کړاو ساعت دې زما څخه تېر شي.
36 هغه وویل: «ای زما پلار جانه! ستا دپاره هرڅه ممکن دي. دا پیاله زما څخه لېرې کړه، خو زما رضا نه بلکې لکه څنګه چې ستا رضا وي.»
37 بیا عیسی بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي. نو پطروس ته یې وویل: «ای شمعونه، ویده یې؟ ایا یو ساعت هم ویښ نه شوې پاتې کېدلی؟
38 بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې د وسوسو سره مخامخ نه شئ، زړه غواړي خو بدن کمزوری دی.»
39 عیسی یوځل بیا لاړ او هماغه دعا یې وکړه.
40 کله چې هغه بېرته راغی نو هغوی یې بیا په خوب ویده ولیدل، ځکه چې د هغوی سترګې له خوبه ډکې وې او په دې نه پوهېدل چې هغه ته څه ووایي.
41 کله چې هغه د درېم ځل دپاره راغی نو هغوی ته یې وویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ بس دی. هغه ساعت رارسېدلی دی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي.
42 پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»
43 عیسی لا خبرې کولې چې سمدلاسه یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د یوې ډلې خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو، راورسېد. هغه د مشرانو کاهنانو، د شریعت د عالمانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوی ؤ.
44 هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم نو دا هماغه سړی دی. هغه ونیسئ او تر پوره څارنې لاندې یې بوځئ.»
45 کله چې یهودا راورسېد نو سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «استاذه!» او هغه یې ښکل کړ.
46 نو هغوی عیسی ته لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه.
47 بیا د هغو کسانو څخه چې هلته ولاړ وو یو یې توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ.
48 بیا عیسی هغوی ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟
49 زه هره ورځ تاسو سره د خدای په کور کې وم او تعلیم به مې ورکاوه او تاسو زه ونه نیولم، خو د خدای کلام چې څه وایي هغه باید پوره شي.»
50 بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل.
51 په دې وخت کې یو ځوان چې د کتان یوه ټوټه یې د ځان څخه تاوه کړې وه، د عیسی پسې روان شو. هغوی هغه هم ونیوه،
52 خو هغه خپل کالي پرېښودل او لوڅ وتښتېده.
53 هغوی عیسی لوی کاهن ته بوتو او هلته مشران کاهنان، قومي مشران او د شریعت عالمان سره راټول شوي وو.
54 پطروس د لوی کاهن تر حوېلۍ پورې د هغه پسې شاته شاته روان ؤ او دننه ورغی او هلته د ساتونکو سره کښېناست او اور ته یې ځان تودولو.
55 مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف کوم ثبوت پیدا کړي ترڅو هغه ووژل شي، خو هغوی کوم ثبوت پیدا نه کړ.
56 ډېرو خلکو د هغه په خلاف په دروغو شاهدي ورکړه، خو د هغوی شهادت د یو بل سره یوشان نه ؤ.
57 بیا ځینې خلک پاڅېدل او د هغه په خلاف یې داسې د دروغو شاهدي ورکړه:
58 «مونږ د هغه د خولې نه واورېدل چې ویې ویل: زه به دا د خدای کور چې د انسانانو په لاس جوړ شوی دی ورانوم او په درې ورځو کې به بل داسې کور جوړ کړم چې هغه به د انسانانو په لاسونو نه وي جوړ شوی.»
59 خو بیاهم د دې خلکو شاهدي سره یوشان نه وه.
60 بیا لوی کاهن د هغوی ټولو په مخکې ودرېده او د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته دې تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟»
61 خو عیسی غلی پاتې شو او هېڅ ځواب یې ورنه کړ. یوځل بیا لوی کاهن ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته مسیح، د مبارک خدای زوی یې؟»
62 عیسی وویل: «هو، زه یم او تاسو به د انسان زوی ووینئ چې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته به ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.»
63 لوی کاهن خپل کالي وشکول او ویې ویل: «مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟
64 تاسو دا کفر ویل واورېدل. ستاسو پرېکړه څه ده؟» نو هغوی ټولو هغه محکوم کړ او ویې ویل چې هغه د مرګ لایق دی.
65 ځینو خلکو ورباندې لاړې ورتو کړې او سترګې یې ورته وتړلې او په سوکانو یې واهه او ورته ویل یې: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې.» بیا ساتونکو هغه ونیوه او ویې واهه.
66 په دې وخت کې پطروس لاندې په حوېلۍ کې ؤ چې د لوی کاهن یوه وینځه راغله
67 او ویې لیدل چې پطروس اور ته خپل ځان تودوي، نو هغې ورته په ځیر سره وکتل او ویې ویل: «ته هم د عیسی ناصري سره وې.»
68 خو هغه منکر شو او ویې ویل: «زه هغه نه پېژنم او نه پوهېږم چې ته څه وایې.» بیا هغه دباندې دالان ته ووت او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ.
69 هغې وینځې پطروس هلته ولید او په هغه ځای کې ولاړو خلکو ته یې بیا وویل: «دا هم د هغوی د ډلې څخه دی.»
70 خو پطروس بیا منکر شو. لږه شېبه وروسته حاضرو خلکو یوځل بیا پطروس ته وویل: «بې له شکه چې ته د هغوی د ډلې څخه یې، ځکه چې ته هم جلیلي یې.»
71 خو پطروس قسم وخوړ: «که زه دروغ وایم نو په ما دې د خدای لعنت وي، تاسو چې د کوم سړي په هکله خبرې کوئ زه هغه نه پېژنم.»
72 او سمدلاسه د دوهم ځل دپاره چرګ اذان وکړ. او پطروس ته ور په یاد شول چې عیسی ورته ویلي وو: «مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، نو ته به درې ځلې ووایې چې زه هغه نه پېژنم.» د هغه زړه مات شو او په ژړا شو.