مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 15

سهار وختي مشرانو کاهنانو د قومي مشرانو او د شریعت د عالمانو او د شورا نورو ټولو غړو سره یوه غونډه جوړه کړه او یوه پرېکړه یې وکړه. هغوی عیسی په زنځیرونو وتړلو او روان یې کړ او پیلاتوس ته یې وسپاره.
2 پیلاتوس د هغه څخه پوښتنه وکړه: «ایا ته د یهودیانو پاچا یې؟» عیسی ځواب ورکړ: «ته په خپله وایې.»
3 مشرانو کاهنانو په هغه باندې زیات تورونه ولګول،
4 نو پیلاتوس د هغه څخه بیا پوښتنه وکړه: «ایا تا سره هېڅ ځواب نشته؟ ګوره هغوی په تا باندې څومره تورونه لګوي.»
5 خو عیسی ځواب ورنه کړ، نو په دې باندې پیلاتوس حیران شو.
6 پیلاتوس به د فسحې په هر اختر کې د خلکو په غوښتنه یو بندي ازادولو.
7 په هغه وخت کې یو سړی چې باراباس نومېده او د یاغیانو سره یې د اله ګولې په وخت کې قتل کړی ؤ بندي ؤ.
8 خلک پیلاتوس ته ورغلل او د هغه څخه یې وغوښتل چې زمونږ دپاره هغه کار وکړه لکه څنګه چې هر وخت دې په اختر کې کاوه.
9 پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ایا تاسو غواړئ چې د یهودیانو پاچا درته راخلاص کړم؟»
10 ځکه چې پیلاتوس په دې پوهېده چې مشرانو کاهنانو د بخیلۍ له امله عیسی هغه ته په لاس ورکړی دی.
11 خو مشرانو کاهنانو خلک ولمسول چې د پیلاتوس څخه وغواړي چې د عیسی په ځای ورته باراباس ازاد کړي.
12 پیلاتوس یوځل بیا هغوی ته وویل: «نو بیا د هغه سړي سره چې تاسو ورته د یهودیانو پاچا وایئ څه وکړم؟»
13 هغوی بیا چیغې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.»
14 پیلاتوس د هغوی څخه پوښتنه وکړه: «ولې، هغه څه جرم کړی دی؟» خو هغوی چیغې نورې هم زیاتې کړې: «هغه په صلیب باندې ځوړند کړئ.»
15 پیلاتوس غوښتل چې خلک خوشحاله کړي نو باراباس یې ورته ازاد کړ. بیا یې حکم وکړ چې عیسی په دورو باندې ووهي او هغه دې عسکرو ته وسپاري چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.
16 عسکرو عیسی دننه د والي ماڼۍ ته بوته او ټول کنډک یې راټول کړ.
17 هغوی عیسی ته ارغواني چپنه ورواغوستله او د اغزیو تاج یې ور په سر کړ.
18 بیا یې هغه ته سلامي کوله: «ژوندی دې وي د یهودیانو پاچا.»
19 هغه یې په لرګي باندې په سر سر وهلو او لاړې یې ورباندې تو کولې او د هغه په مخکې به په ګونډو شول چې دا وښایي چې ګوندې درناوی یې کوي.
20 کله چې هغوی ملنډې وهل بس کړل، نو هغه ارغواني چپنه یې ترې وویستله او خپل کالي یې ورته بېرته ورواغوستل. بیا یې هغه دباندې بوته چې په صلیب باندې یې ځوړند کړي.
21 هغوی په لاره کې د شمعون په نوم د یو سړي سره چې د کلیوالي سیمې څخه ښار ته راروان ؤ، مخامخ شول. عسکرو هغه مجبور کړ چې د عیسی صلیب یوسي. (شمعون د قیروان څخه ؤ او د سکندر او روفس پلار ؤ.)
22 هغوی عیسی هغه ځای ته بوته چې د جلجتا په نوم یادېده چې معنی یې د «سر کوپړۍ» ده.
23 هغه ته یې داسې شراب ورکول چې د مر کنډ په نوم یوه دوا په کې ګډه شوې وه، خو هغه ونه څښل.
24 بیا هغوی عیسی په صلیب باندې مېخ کړ او پچه یې واچوله او د هغه کالي په خپل منځ کې سره ووېشل چې کوم شی د چا شي.
25 د سهار نهه بجې وې چې هغه یې په صلیب باندې ځوړند کړ.
26 په هغه باندې لګول شوی تور چې په یوه تخته باندې لیکل شوی ؤ: «د یهودیانو پاچا.»
27 د هغه سره یې دوه داړه ماران هم په صلیب باندې ځوړند کړل، یو د هغه ښي لاس ته او بل چپ لاس ته. [
28 په دې ډول د پیغمبرانو هغه لیکنې پوره شوې چې وایي: «هغه په بدکارانو کې وشمېرل شو.»]
29 څوک چې په لاره تېرېدل نو خپل سرونه به یې خوځول، عیسی ته به یې ښکنځلې کولې او ویل به یې: «واه، تا غوښتل چې د خدای کور وران کړې او په درې ورځو کې یې بېرته جوړ کړې،
30 اوس خپل ځان وژغوره او د صلیب څخه راښکته شه.»
31 همدارنګه مشرانو کاهنانو او د شریعت عالمانو په خپل منځ کې په هغه باندې ملنډې وهلې او ویل یې: «هغه نور خلک ژغورل، خو خپل ځان نه شي ژغورلی.
32 پرېږدئ چې مسیح د اسراییلو پاچا اوس د صلیب څخه راښکته شي ترڅو مونږ هغه ووینو او ایمان ورباندې راوړو.» هغو دوو کسانو چې د عیسی سره په صلیب ځوړند کړای شوي وو هم هغه ته ښکنځلې کولې.
33 د غرمې د دولسو بجو څخه د ماسپښین تر درې بجو پورې په ټول وطن کې تیاره راخپره شوه.
34 او درې بجې عیسی په لوړ اواز چیغه کړه: «ایلي، ایلي، لما سبقتني؟» چې معنی یې ده: «ای زما خدایه، ای زما خدایه، زه دې ولې پرېښودم؟»
35 ځینې خلک چې هلته نژدې ولاړ وو دا یې واورېدل او ویې ویل: «وګورئ، هغه الیاس نبي ته نارې وهې.»
36 د هغوی څخه یو کس منډه کړه او یو اسفنج یې په عادي شرابو کې لوند کړ او هغه یې د لرګي په سر کېښود او عیسی ته یې ورکړ چې ویې څښي او ویې ویل: «صبر وکړئ. پرېږدئ ووینو چې ایا الیاس نبي راځي یا نه، چې هغه د صلیب څخه راښکته کړي.»
37 بیا عیسی یوه چیغه ووهله او ساه یې ورکړه.
38 د خدای د کور پرده د سر نه تر بېخه پورې وشکېدله او دوه ټوټې شوه.
39 کله چې هغه رومي منصبدار چې عیسی ته مخامخ ولاړ ؤ ولیدل چې هغه څنګه ساه ورکړه نو ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د خدای زوی ؤ.»
40 په هغه ځای کې یو څو ښځې هم وې چې له لېرې یې کتل. په هغوی کې مریم چې د مجدلیې د ښار څخه وه او مریم د کشر یعقوب، یوشا او سالومې مور وه.
41 کوم وخت چې عیسی په جلیل کې ؤ نو دا ښځې ورسره ملګرې وې او خدمت یې ورته کاوه. ډېرې نورې ښځې چې د هغه سره اورشلیم ته راغلې وې هم په هغه ځای کې وې.
42 دا د جمعې ورځ وه یعنې د سبت څخه یوه ورځ مخکې د اختر دپاره د تیاري نیولو ورځ وه. څنګه چې ماښام شو،
43 یوسف چې د رامه د ښار څخه ؤ او د شورا یو عزتمن غړی ؤ او د خدای د پاچاهۍ د راتللو انتظار یې کاوه، په زړورتیا سره پیلاتوس ته ورغی او د عیسی مړی یې ترې وغوښت.
44 کله چې پیلاتوس خبر شو چې عیسی مړ شوی دی نو هغه حیران شو. هغه عسکري منصبدار یې راوغوښت او پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا هغه مړ شوی دی؟»
45 کله چې پیلاتوس د هغه منصبدار له خوا خبر شو چې عیسی وخته مړ شوی دی، نو یوسف ته یې اجازه ورکړه چې مړی یوسي.
46 نو یوسف د کتان کفن راواخیست، د عیسی مړی یې د صلیب څخه راښکته کړ، په هغې کې یې تاو کړ او په یو قبر کې چې په یوه تیږه کې کیندل شوی ؤ کېښود. بیا یې یوه غټه تیږه د غار خولې ته راورغړوله.
47 مریم مجدلیې او د یوشا مور مریم ولیدل چې د عیسی مړی یې په کوم ځای کې ایښی دی.