مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 7

ځینې فریسیان او د شریعت عالمان چې له اورشلیم څخه راغلي وو، د عیسی نه ګردچاپېره راټول شول.
2 هغوی ولیدل چې د هغه ځینو شاګردانو په ناپاکو لاسونو ډوډۍ خوړله.
3 فریسیانو او ټولو یهودیانو به تر هغې پورې ډوډۍ نه خوړله ترڅو پورې چې خپل لاسونه به یې د خپلو نیکونو د روایتونو له مخې نه وو وینځلې.
4 کله چې به هغوی د بازار څخه راتلل نو تر هغې پورې چې غسل به یې نه ؤ کړی، هېڅ شی به یې نه خوړل. او د نورو ډېرو رواجونو څخه به یې پیروي کوله لکه د پیالو، دېګونو او مسي لوښو وینځل.
5 نو فریسیانو او د شریعت عالمانو د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ستا شاګردان ولې زمونږ د نیکونو په رواجونو باندې عمل نه کوي، بلکې په ناپاکو لاسونو ډوډۍ خوري؟»
6 عیسی ځواب ورکړ: «اشعیا نبي په حقه ؤ چې ستاسو منافقانو په هکله یې پېشګويي کوله، لکه څنګه چې هغه لیکلي وو: دا خلک په خوله زما عزت کوي خو زړونه یې زما نه لېرې دي.
7 د هغوی عبادت ګټه نه لري، ځکه چې هغوی د خدایي حکمونو په ځای د انساني حکمونو تعلیم ورکوي.»
8 «نو تاسو د خدای حکمونه پریښي دي او په انساني روایتونو باندې عمل کوئ.»
9 عیسی هغوی ته دا هم وویل: «تاسو د خدای د حکمونو د ردولو دپاره ښه لاره موندلې، ترڅو په خپلو رواجونو باندې عمل وکړئ.
10 ځکه موسی ویلي دي چې د خپل مور او پلار عزت کوه او هرڅوک چې خپل مور او پلار ته ښکنځلې وکړي، باید ووژل شي.
11 خو تاسو وایئ چې که چېرې څوک خپل مور او پلار ته ووایي چې زه ستاسو سره مرسته نه شم کولای، ځکه کوم څه چې باید تاسو ته مې درکړي وای ما نذر منلی دی چې هغه د خدای په نوم ورکړم،
12 نو په دې ډول تاسو هغه نور نه پرېږدئ چې د خپل مور او پلار سره مرسته وکړي.
13 نو د خپل دود او دستور په خاطر د خدای کلام ته ارزښت نه ورکوئ. او تاسو داسې نور ډېر کارونه هم کوئ.»
14 عیسی یوځل بیا خلک راوغوښتل او ورته ویې ویل: «تاسو ټول زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ځان ورباندې پوه کړئ.
15 هېڅ داسې شی نشته چې انسان یې وخوري او ورباندې ناپاکه شي، خو کومې بدې خبرې چې د انسان د زړه څخه راوځي هغه انسان ناپاکه کوي. [
16 که څوک غوږونه لري نو هغه دې واوري.]»
17 کله چې عیسی د خلکو څخه رخصت شو او کور ته ننوت، نو شاګردانو یې د دې مثال په هکله د هغه څخه پوښتنه وکړه.
18 عیسی هغوی ته وویل: «ایا تاسو هم د نورو په شان ناپوهه یئ؟ ایا نه پوهېږئ چې کوم شی چې له بهر نه د انسان وجود ته ننوځي، نه شي کولای هغه ناپاکه کړي.
19 ځکه چې دا خواړه د هغه زړه ته نه ننوځي بلکې د هغه خېټې ته ځي او وروسته بیا د بدن څخه وځي.» په دې خبرې عیسی ټول خواړه حلال اعلان کړل.
20 او هغه زیاته کړه: «څه چې د انسان له دننه راوځي هغه ورباندې ناپاکه کیږي.
21 ځکه چې د انسان د زړه څخه بد خیالونه، جنسي بد اخلاقي، غلا، قتل،
22 زناکاري، حرص، بدي، ټګي، شهوت پرستي، بخیلي، تور لګول، غرور او بې عقلي راوځي.
23 دا ټول بد شیان له دننه څخه راوځي او انسان ناپاکه کوي.»
24 بیا عیسی له هغه ځای څخه روان شو او د صور سیمې ته لاړ. هغه یو کور ته ورغی او نه یې غوښتل چې څوک ورباندې پوه شي چې هغه هلته دی، خو ویې نه شو کولای چې پټ پاتې شي.
25 سمدلاسه یوه ښځه چې لور یې پېریانو نیولې وه د عیسی نه خبره شوه او راغله او د هغه په پښو کې پرېوتله.
26 هغه ښځه یونانۍ وه او د سوریې د فینیقیې په سیمه کې زېږېدلې وه. هغې عیسی ته زاري وکړه چې د لور څخه یې پېریان وباسي.
27 خو عیسی هغې ته وویل: «پرېږده چې لومړی ماشومان ماړه شي، دا سمه نه ده چې څوک دې د ماشوم ډوډۍ واخلي او سپیو ته یې واچوي.»
28 هغې ځواب ورکړ: «هو، ښاغلیه! خو د کور سپي هم د ماشومانو د ډوډۍ پاتې شونې خوري.»
29 بیا عیسی هغې ته وویل: «دا چې ښه ځواب دې ووایه نو خپل کور ته لاړه شه، ستا د لور څخه پېریان وتلي دي.»
30 کله چې هغه ښځه بېرته کور ته لاړه نو ویې لیدل چې لور یې په کټ کې پرته وه او پېریان ترې وتلي وو.
31 بیا عیسی د صور له سیمې څخه راستون شو او د صیدون او دکاپولس په لاره د جلیل دریاب ته لاړ.
32 په هغه ځای کې ځینو خلکو هغه ته یو سړی چې کوڼ ؤ او ژبه یې هم بندېدله، راوست. هغوی ورته زاري وکړه چې په هغه سړي باندې خپل لاس کېږدي.
33 نو عیسی هغه سړی د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه یوې خواته بوته او خپلې ګوتې یې د هغه په غوږونو کې کېښودلې، بیا یې ګوتې په لاړو لمدې کړې او ژبه یې ورته لمس کړه.
34 بیا عیسی اسمان ته وکتل، اوسېلی یې وویست او هغه ته یې وویل: «افتح» یعنې «خلاص شئ.»
35 سمدلاسه د هغه سړي غوږونه خلاص شول، د ژبې بندېدل یې ښه شول او په عادي توګه یې خبرې کول پیل کړې.
36 عیسی هغوی ته امر وکړ چې په دې هکله هېچا ته څه ونه وایي، خو هرڅومره چې عیسی هغوی د دې کار څخه منع کول، همدومره به هغوی دا خبره نوره هم خپروله.
37 خلک ډېر زیات حیران شوي وو او ویل یې: «د هغه ټول کارونه حیرانوونکي دي. حتی هغه کاڼه روغ کړل چې واوري او ګونګیان یې روغ کړل چې خبرې وکړي.»