مرقوس

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16


څپرکی 13

کله چې عیسی د خدای د کور څخه وتلو، نو یو شاګرد یې ورته وویل: «ګوره استاذه، څومره ښکلې تیږې او ښکلې ودانۍ دي.»
2 عیسی هغه ته وویل: «ته دا لویې لویې ودانۍ وینې؟ دلته به یوه تیږه هم د بلې تیږې دپاسه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»
3 عیسی د زیتون په غره کې د خدای کور ته مخامخ ناست ؤ نو کله چې پطروس، یعقوب، یوحنا او اندریاس د هغه سره یوازې پاتې شول نو د هغه څخه یې پوښتنه وکړه:
4 «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله پېښ شي او د دې ټولو کارونو د پوره کېدلو نښه به څه وي؟»
5 عیسی هغوی ته وویل: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي.
6 ډېر به زما په نوم راشي او وایي به: ‹زه مسیح یم› او ډېر خلک به بې لارې کړي.
7 کله چې تاسو د جنګونو په هکله خبرېږئ او د جنګونو اوازې واورئ، نو مه وارخطا کېږئ. دا شیان به خامخا پېښیږي. خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی.
8 یو قوم به د بل قوم سره او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي. د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به زلزلې وشي او قحطي به راشي او دا شیان به لکه د لنګون د دردونو د شروع کېدلو په شان وي.
9 خو تاسو په خپلو ځانونو باندې پام کوئ. تاسو به د محاکمې دپاره شوراګانو ته ورسپارل کېږئ، په کنیسو کې به وهل کېږئ او زما په خاطر به د والیانو او پاچاهانو په مخکې درول کېږئ ترڅو د هغوی په مخکې شاهدي ورکړئ.
10 خو مخکې له دې چې اخري وخت راورسیږي نو اول باید ټولو قومونو ته زېری ورسول شي.
11 نو کله چې تاسو ونیول شئ او محکمې ته یووړل شئ نو مخکې له مخکې مه پرېشانه کېږئ چې څه به وایئ، بلکې څه چې په هغه ساعت کې د روح القدس په وسیله تاسو ته ویل کیږي ووایئ، ځکه چې هغه به ستاسو خبرې نه، بلکې د روح القدس خبرې وي.
12 ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي.
13 ټول خلک به زما د نوم له امله ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي، هغه به خلاصون ومومي.
14 کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي، په هغه ځای کې ولاړ ووینئ چې باید هلته نه وي، (لوستونکی دې پوه شي چې د دې معنی څه ده) نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي.
15 که څوک د بام په سر وي نو هغه دې د کوم شي د وړلو دپاره لاندې راښکته نه شي او خپل کور ته دې نه ننوځي.
16 او که څوک په پټي کې وي نو هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي.
17 افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي یا په هغو ښځو چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي.
18 دعا کوئ چې دا شیان په ژمي کې پېښ نه شي.
19 ځکه چې په هغو ورځو کې به داسې مصیبت رامنځته شي چې د کوم وخت نه چې خدای نړۍ پیدا کړې ده تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي.
20 که چېرې خدای دغه راتلونکې ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې نه وای. خو هغه د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړې دي.
21 که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی.› نو باور ورباندې مه کوئ.
22 ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، او که امکان ولري نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي.
23 نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه د دې ټولو شیانو نه خبر کړئ.
24 خو په هغو ورځو کې به د هغه مصیبت نه وروسته لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي،
25 ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي.
26 بیا به هغوی وویني چې د انسان زوی به د لوی قدرت او جلال سره په ورېځو کې راروان وي.
27 هغه به فرښتې ولېږي او د ټولې نړۍ د یو سر نه تر بل سر پورې به خپل غوره شوي خلک سره راټول کړي.
28 د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی.
29 په همدې ډول کله چې تاسو دا شیان ووینئ نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی.
30 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي.
31 ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.
32 خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، یوازې پلار پرې خبر دی.
33 پام کوئ او بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې هغه وخت به کله راځي.
34 دا د هغه سړي په مثال دی چې د کور نه په سفر روان شي او خپلو نوکرانو ته اختیار ورکړي چې هر یو دې خپل کار وکړي او د دروازې ساتونکي ته حکم وکړي چې بېدار اوسي.
35 نو تاسو هم بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې د کور خاوند به کله راځي، ماښام یا په نیمه شپه کې، په چرګ بانګ یا د لمرخاته په وخت کې،
36 هسې نه چې هغه ناڅاپه راشي او تاسو په خوب ویده وویني.
37 زه چې تاسو ته څه وایم، نو هغه ټولو ته وایم: بېداره اوسئ.»