تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 1

آدم د شیت پلار ؤ او دا د شیت اولاده وه: انوش د هغه زوی ؤ، قینان د هغه لمسی او مهللییل د هغه کړوسی ؤ. د شیت نوره اولاده دا وه: یارد د مهللییل زوی ؤ، خنوخ د یارد زوی ؤ، متوشالح د خنوخ زوی ؤ، لمک د متوشالح زوی او نوح د لمک زوی ؤ. نوح درې زامن درلودل چې نومونه یې دا وو: سام، حام او یافت.
5 د یافت زامن: جومر، ماجوج، مادای، یاوان، توبال، ماشک او تیراس.
6 د جومر زامن: اشکناز، ریفات او توجرمه.
7 د یاوان زامن: الیشه، ترشیش، کتیان او رودانیان.
8 د حام زامن: کوش، مصر، فوط او کنعان.
9 د کوش اولاده سیبا، حویله، سبته، رعمه او سبتکا وه. د رعمه اولاده شیبا او ددان وه.
10 د کوش یو زوی نمرود نومېده، هغه د نړۍ لومړنی قوي جنګیالی ؤ.
11 د مصر له اولادې څخه د لودیانو، عنامیانو، لهابیانو، نفتوحیانو،
12 فتروسیانو، کسلوحیانو او د کریت قومونه جوړ شول. (کسلوحیان د فلسطینیانو نیکونه وو.)
13 کنعان د صیدون او حیت پلار ؤ چې صیدون د هغه مشر زوی ؤ. همدارنګه کنعان
14 ‏-
16 د یبوسیانو، اموریانو، جرجاشیانو، حویانو، عرقیانو، سینیانو، اروادیانو، صماریانو او حماتیانو د قومونو نیکه هم ؤ.
17 د سام زامن عیلام، آشور، ارفکشاد، لود او آرام وو. د آرام زامن عوص، حول، جاتر او ماشک وو.
18 ارفکشاد د شالح پلار ؤ او شالح د عیبر پلار ؤ.
19 عیبر دوه زامن درلودل، د یو نوم فالج ؤ ځکه چې د هغه په وخت کې د نړۍ خلک ووېشل شول. د هغه د ورور نوم یقطان ؤ.
20 د یقطان څخه الموداد، شالف، حزرموت، یارح،
21 هدورام، اوزال، دقله،
22 عوبال، ابیمائیل، شیبا،
23 اوفیر، حویله او یوڅپرکی پیدا شول. دا ټول د یقطان زامن وو.
24 ‏-
27 د سام په اولاده کې دا خلک شامل وو: ارفکشاد، شالح، عیبر، فالج، رعو، سروج، ناحور، تارح او ابرام چې وروسته یې نوم په ابراهیم بدل شو.
28 ابراهیم دوه زامن درلودل: اسحاق او اسماعیل.
29 ‏-
31 اسماعیل دولس زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: نبایوت، قیدار، ادبییل، مبسام، مشماع، دومه، مسا، حدد، تیما، یطور، نافیش او قدمه.
32 ابراهیم او د هغه وینځې قطوره شپږ زامن درلودل چې دا یې نومونه وو: زمران، یقشان، مدان، مدیان، یشباق او شوحا. یقشان د شیبا او ددان پلار ؤ.
33 د مدیان زامن دا وو: عیفه، عیفر، خنوک، ابیداع او الدعه.
34 د ابراهیم زوی اسحاق دوه زامن درلودل: عیسو او اسراییل یعنې یعقوب.
35 د عیسو زامن: الیفاز، رعوییل، یعوش، یعلام او قورح.
36 د الیفاز زامن: تیمان، اومار، صفي، جعتام، قناز او عمالیق. تمناع د عمالیق مور وه.
37 د رعوییل زامن: نحت، زارح، شمه او مزه.
38 د سعیر زامن دا وو: لوتان، شوبال، صبعون، عنه، دیشون، ایصر او دیشان.
39 د لوتان زامن حوري او هومام وو. تمناع د لوتان خور وه.
40 د شوبال زامن علوان، مناحت، عیبال، شفي او اونام نومېدل. ایه او عنه د صبعون زامن وو.
41 عنه د دیشون پلار ؤ او د حمران، اشبان، یتران او د کران نیکه ؤ.
42 د ایصر زامن: بلهان، زعوان او یعقان. د دیشان زامن: عوص او اران.
43 ‏-
50 له دې څخه مخکې چا په اسراییلو باندې پاچاهي نه وه کړې. لاندې ذکر شوو پاچاهانو په ترتیب سره وروسته د هر یو له مړینې د ادوم په هېواد باندې پاچاهي وکړه:بالع د بعور زوی چې د دینهابه د ښار څخه یې په ادوم باندې حکومت کاوه.یوڅپرکی د زارح زوی چې له بصرې څخه ؤ.حوشام چې د تیمان له هېواد څخه ؤ.حداد د بداد زوی چې له عویت څخه ؤ (هغه مدیانیانو ته د موآب په خاوره کې په جګړه کې ماتې ورکړه.)سمله چې له مسریقه څخه ؤ.شاوول چې د رحوبوت د ښار څخه ؤ او دا ښار د سیند په غاړه پروت دی.بعل حانان چې د عکبور زوی ؤ.حداد چې له فاعو څخه ؤ. (د هغه د ښځې نوم مهیتبییل ؤ چې د مطرد لور وه او د میذهب لمسۍ وه.)
51 وروسته حداد هم مړ شو.دا د ادومیانو قبیلوي مشران وو: تمناع، علوه، یتیت،
52 اهولیبامه، ایله، فینون،
53 قناز، تیمان، مبصار،
54 مجدیییل او عیرام.