تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 29

داود پاچا ټولې غونډې ته دا اعلان وکړ: «زما زوی سلیمان خدای غوره کړی دی، خو هغه لا تر اوسه ځوان دی او تجربه یې لږه ده. دا کار چې کېدونکی دی ډېر لوی دی، ځکه چې دا د خلکو دپاره یوه ماڼۍ نه ده بلکې د څښتن خدای دپاره کور دی.
2 ما په ټول زیار د خپل خدای د کور دپاره مواد تیار کړل لکه سره او سپین زر، برنج، اوسپنه، لرګي، د عقیقو تیږې، رنګین غمي، هر ډول نورې ګران بیه تیږې او په پوره اندازه د مرمرو تیږې.
3 د دې شیانو سره سره چې ما تیار کړي دي، زما د مینې له امله چې د خدای له کور سره یې لرم، په لاندې ډول مې له خپلې ځانګړې شتمنۍ څخه سره او سپین زر ورکړي دي: ۴د اوفیر د ۱۰۰ ټنو څخه زیاتو د ښو سرو زرو او د ۲
4 ۰ ټنو سپینو زرو څخه به د دېوالونو په پوښولو کې کار واخیستل شي
5 او کسبګر به هم د سرو او سپینو زرو د ټولو شیانو په جوړولو کې ورڅخه کار واخلي. اوس بل څوک حاضر دی چې د څښتن د کور د ودانولو دپاره د نذرانې په ورکولو سره څښتن ته خپله وقفېدنه وښایي؟»
6 ‏-
7 وروسته له دې چې داود له خبرو څخه وزګار شو، د کورنیو مشرانو، د قبیلو مسؤولانو، د لښکرو قوماندانانو او د پاچاهۍ د چارو مسؤولانو په خپله خوښه د خدای د کور د کار دپاره سوغاتونه ورکړل. په دغو سوغاتونو کې ۱۷۰ ټنه سره زر، ۳۴۰ ټنه سپین زر، ۶۱۰ ټنه برنج او ۳۴۰۰ ټنه اوسپنه شامله وه.
8 هرچا چې قیمتۍ تیږې درلودلې هغه یې هم د څښتن د کور خزانې ته ورکړلې او یحییل چې د جرشون له طایفې څخه ؤ د هغې ساتنه یې کوله.
9 خلک ډېر خوشحاله وو چې دومره شیان د زړه له کومي څښتن ته ورکړل شول او داود هم ډېر زیات خوشحاله ؤ.
10 داود د ټولې غونډې په مخکې د څښتن ستاینه وکړه:«ای څښتنه، زه له شروع نه تر پایه ستا ستاینه کوم! ته هغه خدای یې چې زمونږ نیکه یعقوب ستا عبادت کاوه.
11 ای څښتنه، ته لوی، قوي، ځلانده او له جلال او شان او شوکت څخه ډک یې. په اسمان او ځمکه کې هرڅه ستا دي او ته پاچا او په ټولو کایناتو باندې واکمن یې.
12 ټوله شتمني او درنښت ستا له خوا دی. ته په هر شي باندې په خپل زور او واک سره حکمراني کوې او ته کولای شې چې له هرچا څخه لوی او قوي سړی جوړ کړې.
13 اوس ای زمونږ خدایه، مونږ ستا شکر ادا کوو او ستا د جلال څخه د ډک نوم ستاینه کوو.
14 بیا زه څوک یم او زما قوم څوک دی چې د داسې سوغاتونو د وړاندې کولو لیاقت ولرو؟ مونږ دا دعوه نه لرو چې څه شی تاته درکوو، ځکه هرڅه چې لرو هغه ستا دي او ستا د مال څخه مونږ تاته دا هرڅه وړاندې کړل.
15 مونږ د خپلو نیکونو په شان یوازې پردي او زر تلونکي یو چې یو څه موده دلته په ځمکه باندې ژوند کوو. مونږ به زر د هغې سیوري په شان پناه شو چې ناڅاپه ورکیږي او هېڅ هیله نشته چې دوام ولري.
16 ای زمونږ څښتنه خدایه! مونږ دا ټول شیان ستا د کور د ودانولو دپاره راوړي دي، هغه کور چې ستا د نوم د عزت دپاره دی. دا ټول ستا دي او تا مونږ ته راکړي دي.
17 ای زما خدایه، زه پوهېږم چې ته د هرچا زړه ازمایې او له هغو خلکو څخه خوشحاله یې چې صادق دي. ما په اخلاص او رضایت سره دا ټول شیان درکړي دي او هغه خلک چې دلته راغونډ شوي دي ما ولیدل چې هغوی د څومره خوشحالۍ سره تاته نذرانې راوړې دي.
18 ای څښتنه، زمونږ د نیکونو ابراهیم، اسحاق او یعقوب خدایه! تل دا شوق د خپلو خلکو په زړونو کې قوي وساته چې د دوی زړونه تاته وفادار پاتې شي.
19 زما په زوی سلیمان کې داسې شوق پیدا کړه چې په پوره توګه ستا د هر امر اطاعت وکړي او هغه د عبادت ځای ودان کړي، د کوم دپاره چې ما دا سوغاتونه تیار کړي دي.»
20 بیا داود ټولو خلکو ته حکم وکړ: «د خپل څښتن خدای ستاینه وکړئ!» نو ټولې غونډې د څښتن، یعنې د هغوی د نیکونو خدای ستاینه وکړه او څښتن ته په سجده او پاچا ته د درنښت په خاطر ټیټ شول.
21 په راتلونکې ورځ اسراییلیانو زر غویان، زر پسونه او زر وري حلال کړل او د سوځېدونکو نذرانو په توګه یې د څښلو له نذرانو سره څښتن ته وړاندې کړل. نورې ډېرې قربانۍ هم د اسراییلیانو په خاطر وړاندې شوې.
22 نو په هغه ورځ هغوی په ډېرې خوشحالۍ د څښتن په حضور کې خوراک او څښاک وکړ.هغوی سلیمان د دوهم ځل دپاره پاچا اعلان کړ. خلکو د څښتن په نوم د سلیمان سر د زیتونو په تېلو غوړ کړ چې دا خبره په ډاګه شي چې سلیمان به د هغوی پاچا وي. هغوی د صادوق سر هم په تېلو غوړ کړ چې دا وښایي چې صادوق د هغوی کاهن دی.
23 په دې توګه سلیمان د خپل پلار داود نه وروسته د څښتن د پاچاهۍ په تخت باندې کښېناست. هغه یو بریالی پاچا ؤ او د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت کاوه.
24 ټولو مامورانو او عسکرو او د داود نورو ټولو زامنو دا وعده وکړه چې د سلیمان پاچا سره به وفادار وي.
25 څښتن د سلیمان څخه یو لوی پاچا جوړ کړ او ټول قوم د هغه شهرت ته حیران ؤ. په حقیقت کې څښتن د نورو پاچاهانو په پرتله چې په اسراییلو باندې یې پاچاهي کړې وه سلیمان ته ډېر شان او شوکت ورکړ.
26 ‏-
27 د یسي زوی داود څلوېښت کاله د ټولو اسراییلو پاچا ؤ. هغه په حبرون کې اووه کاله او په اورشلیم کې یې دري دېرش کاله پاچاهي وکړه.
28 داود شتمن او عزتمن ؤ او په زوړوالي کې یې د دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې. بیا د هغه زوی سلیمان پاچا شو.
29 داود چې د خپلې پاچاهۍ په دوران کې هرڅه کړي دي له شروع نه تر پایه پورې، د تاریخ په هغو کتابونو کې شامل دي چې درې نبیانو یعنې سموییل، ناتان او جاد لیکلي دي.
30 هغوی د داود د قوي پاچاهۍ او د هغو پېښو په اړه ولیکل چې نه یوازې په هغه بلکې په اسراییلو او په نورو پاچاهیو باندې هم تېرې شوې وې.