تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 17

اوروسته له دې چې داود خپلې ماڼۍ ته کډه وکړه، هغه ناتان نبي ته وویل: «ګوره، زه دلته په دې ماڼۍ کې اوسېږم چې د سبر د ونې د لرګیو څخه جوړه شوې ده، خو د څښتن د لوظ صندوق په خېمه کې ایښودل شوی دی.»
2 ناتان ځواب ورکړ: «هرڅه چې ستا په زړه کې دي هغه وکړه، ځکه چې خدای ستا سره مل دی.»
3 خو په هم هغه شپه څښتن ناتان ته وویل:
4 «لاړ شه او زما خدمتګار داود ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ته هغه څوک نه یې چې زما د اوسېدلو دپاره کور جوړ کړې.
5 له هغه وخته چې ما د اسراییلو قوم د مصر څخه راخلاص کړ، تر نن ورځې پورې زه په کور کې نه یم اوسېدلی. هر چېرته چې زه د هغوی سره تللم، خېمه به زما کور ؤ.
6 ما د قوم مشران غوره کړل او ورته مې وویل چې د شپنو په شان زما د قوم اسراییلو لارښوونه وکړي. خو ایا کله مې د هغوی څخه چاته په ټول سفر کې ویلي دي چې د سبر د ونې د لرګیو څخه دې ولې زما دپاره کور نه دی جوړ کړی؟
7 نو په دې خاطر زما خدمتګار داود ته ووایه چې مطلق قادر څښتن درته داسې وایي: ماته د پسونو د ساتلو د څړځای څخه راواخیستلې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې وټاکلې.
8 هر چېرې چې ته تللې، زه به درسره وم. څنګه به چې ته پرمخ تللې، ما به ستا ټول دښمنان له منځه وړل. اوس به تاته یو نوم درکړم لکه څنګه چې مې د نړۍ ډېرو لویو مشرانو ته ورکړی دی.
9 ‏-
10 ما د خپل قوم اسراییلو دپاره ځای وټاکه او هغوی مې هلته ځای په ځای کړل، ترڅو هلته واوسیږي او نور ورباندې ظلم ونه شي. له هغه وخته چې مې قاضیان یعنې مشران د اسراییلو دپاره ټاکلي دي په هغوی باندې د بدکاره خلکو له خوا تېری شوی دی. بیا به داسې ونه شي. زه وعده کوم چې ستا ټولو دښمنانو ته به ماتې ورکړم او تاته به یوه شاهي کورنۍ درکړم.
11 هغه ورځ چې ستا سترګې د دې نړۍ څخه پټې شوې او د خپلو نیکونو سره ښخ شوې، زه به ستا د زامنو څخه یو پاچا کړم او د هغه پاچاهي به ټینګه وساتم.
12 هغه به هغه څوک وي چې زما دپاره به یو کور جوړ کړي او د هغه پاچاهي به زه د تل دپاره ټینګه کړم.
13 زه به د هغه پلار یم او هغه به زما زوی وي. زه به خپله تلپاتې مینه ورنه لېرې نه کړم لکه څنګه چې مې د شاوول نه لېرې کړې وه، څوک چې ستا نه مخکې پاچا ؤ.
14 زه به د تل دپاره ستا زوی د خپل قوم او پاچاهۍ مشر کړم. د هغه پادشاهي به هېڅکله پای ته ونه رسیږي.»
15 ناتان داود ته هر هغه څه بیان کړل چې خدای ورته په رویا کې ښکاره کړي وو.
16 بیا داود پاچا د لوظ د صندوق خېمې ته ورننوت، هلته د څښتن په حضور کې کښېناست او دعا یې وکړه: «ای څښتن خدایه! هغه څه چې تا پخوا زما سره کړي دي زه او زما کورنۍ د هغې وړ نه یو.
17 خو بیاهم دا ستا په نظر کافي نه وو! تا د راتلونکو ډېرو کلونو دپاره هم زما د اولادې یعنې شاهي کورنۍ په هکله وعدې کړې دي. ای څښتن خدایه، ته له ما سره داسې چلند کوې لکه زه چې یو ډېر مهم سړی یم.
18 زه ستا خدمتګار یم او ته مې پېژنې. زه نور څه ویلی شم؟ تا زما درناوی کړی دی!
19 ای څښتنه! زما په خاطر او د خپل مقصد دپاره دې دا ټول لوی کارونه وکړل او هغه دې ښکاره کړل.
20 څښتنه، هېڅوک ستا په شان نه دی. لکه څنګه چې مونږ تل اورېدلي دي، بې له تا بل خدای نشته.
21 د ځمکې په مخ د اسراییلو په شان بل قوم نشته، هغه قوم چې تا هغوی د مصر د غلامۍ څخه وژغورل، د دې دپاره چې هغه ستا خپل قوم شي. د هغوی دپاره دې لوی او حیرانوونکي کارونه وکړل او خپل نوم دې په ټوله نړۍ کې مشهور او لوړ کړ. تا خپل قوم اسراییل د مصر څخه وژغوره او د هغه د وړاندې تګ سره سم دې نور قومونه وشړل.
22 اسراییل دې د تل دپاره خپل قوم غوره کړ او ای څښتنه، ته د هغوی خدای شوې.
23 ای څښتنه! اوس هغه وعده د تل دپاره سرته ورسوه چې زما او زما د کورنۍ سره دې کړې ده. هغه څه چې دې ویلي وو، هماغسې وکړه.
24 ستا نوم به لوی وي او خلک به د تل دپاره وایي: مطلق قادر څښتن د اسراییلو خدای دی. بیا به زما د اولادې پاچاهي د تل دپاره ټینګه وي.
25 دا ټول تا ماته ښکاره کړي دي او ماته دې وویل چې زما اولاده به ته پاچاهان کړې، نو ځکه مې ای خدایه دا جرات وکړ چې تاته دا دعا وکړم.
26 څښتنه، ته په رښتیا خدای یې او تا د خپل خدمتګار سره د دې ښو شیانو وعده کړې ده.
27 اوس مهرباني وکړه زما کورنۍ ته د تل دپاره برکت ورکړه او پرېږده چې هغوی تل ستا غوره شوي پاچاهان وي. څښتنه، تا پخوا زما کورنۍ ته برکت ورکړی ؤ او زه پوهېږم چې ته به مونږ ته د تل دپاره برکت راکړې.»