تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 15

داود د خپل ځان دپاره د داود په ښار کې کورونه ودان کړل. هغه د خدای د لوظ د صندوق دپاره هم یو ځای تیار کړ او یوه خېمه یې د هغه دپاره ودروله.
2 هغه وویل: «یوازې لاویان به دا اجازه ولري چې د لوظ صندوق یوسي، ځکه چې څښتن هغوی غوره کړي دي چې دا کار وکړي او تل د څښتن خدمت وکړي.»
3 بیا داود د اسراییلو ټول قوم اورشلیم ته راوغوښت د دې دپاره چې د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړي چې د هغه دپاره یې تیار کړی ؤ.
4 هغه د هارون اولاده او لاویان هم یو ځای راغونډ کړل. دا هغه لاویان وو چې د داود حضور ته راغلل:
5 اوري ییل چې د قهات د طایفې مشر ؤ او د هغه یوسلو شل تنه خپلوان؛
6 عسایا چې د مراري د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه او شل تنه خپلوان؛
7 یوییل چې د جرشون د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دېرش تنه خپلوان؛
8 شمعیه چې د الیصافان د طایفې مشر ؤ او د هغه دوه سوه تنه خپلوان؛
9 ایلیییل چې د حبرون د طایفې مشر ؤ او د هغه اتیا تنه خپلوان؛
10 او عمیناداب چې د عزییل د طایفې مشر ؤ او د هغه یو سل او دولس تنه خپلوان.
11 بیا داود صادوق او ابیاتار کاهنان او شپږ لاویان یعنې اوري ییل، عسایا، یوییل، شمعیه، ایلیییل او عمیناداب راوغوښتل.
12 هغه دغو لاویانو ته وویل: «تاسو د لاوي د طایفو مشران یئ. تاسو او ستاسو ملګري خپل ځانونه پاک کړئ، ترڅو وکولای شئ چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق هغه ځای ته راوړئ چې ما د هغه دپاره تیار کړی دی.
13 دا چې د لومړي ځل دپاره تاسو هلته نه وئ چې هغه یوسئ، زمونږ څښتن خدای مونږ ته سزا د دې دپاره راکړه چې مونږ په مناسب ډول د هغه عبادت ونه کړ.»
14 بیا کاهنانو او لاویانو خپل ځانونه پاک کړل. هغوی تیار شول چې د اسراییلو د څښتن خدای د لوظ صندوق یوسي.
15 لاویانو دا صندوق د ستنو په واسطه په خپلو اوږو باندې یووړ لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله امر کړی ؤ.
16 همدارنګه داود د لاویانو مشرانو ته وویل: «د خپلو خپلوانو څخه ځینې کسان وټاکئ چې د خوشحالۍ سندرې ووایي او چنګونه، رڅپرکیونه او تالونه وغږوي.»
17 ‏-
21 هغه سړي چې د زیړو تالونو د غږولو دپاره غوره شول دا وو: د یوییل زوی هیمان، د هغه خپلوان اساف چې د برکیا زوی ؤ او د قوشیا زوی ایتان چې د مراري د طایفې څخه ؤ. د هغوی سره د مرستې په خاطر یې دغه لاویان غوره کړل چې د نري اواز چنګونه یې غږول: زکریا، یعزیییل، شمیراموت، یحییل، عوني، الیاب، معسیا او بنایاه. نورو چې د درند اواز رڅپرکیونه یې غږول دا وو: متتیا، الیفلیا، مقنیا، عززیا او دوه د عبادت ځای ساتونکي یعنې عوبید ادوم او یعییل.
22 کننیا د لاوي سازغږوونکو مسوول وټاکل شو، ځکه چې هغه په خپله یو تکړه سازغږوونکی ؤ.
23 ‏-
24 بیا د لوظ د صندوق د ساتلو دپاره څلور لاویان وټاکل شول. هغه لاویان دا وو: برکیا، القانه، عوبید ادوم او یحیا.په پای کې د دې دپاره کاهنان غوره شول چې د لوظ د صندوق مخې ته سرني وغږوي. هغه کاهنان دا وو: شبنیا، یوشافاط، نتنییل، عماسای، زکریا، بنایاه او الیعازر.
25 نو داود، د اسراییلو مشران او د لښکرو قوماندانان لاړل چې د څښتن د لوظ صندوق د عوبید ادوم له کوره د جشن په نیولو سره راوړي.
26 له دې کبله چې څښتن د لوظ د صندوق په وړلو کې له لاویانو سره مرسته وکړه، نو هغوی اووه غویان او اووه پسونه قرباني کړل.
27 داود او هغو لاویانو چې صندوق یې لېږداوه، کننیا د موسیقۍ مسوول او ټولو سندرغاړو د ښه کتان چپنې اغوستې وې او داود هم د کتان پېشبند اغوستی ؤ.
28 نو ټولو اسراییلیانو د خوشحالۍ په چیغو او د سرنیو، تالونو، چنګونو او له رڅپرکیونو په غږولو سره د څښتن د لوظ صندوق اورشلیم ته راوړ.
29 کله چې صندوق د داود ښار ته راوړل شو، د شاوول لور میکال د کړکۍ څخه وکتل او ویې لیدل چې داود پاچا د خوشحالۍ څخه ټوپونه وهي او نڅا کوي، نو هغه یې په خپل زړه کې سپک وګاڼه.