تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 13

داود د خپلو لښکرو د قوماندانانو سره مشوره وکړه یعنې د هغو سره چې د زر کسیزو فرقو او د سل کسیزو ټولیو قوماندانان وو.
2 داود د اسراییلو قوم ته وویل: «که ستاسو مشوره او زمونږ د څښتن خدای رضا وي، نو اجازه راکړئ چې ټولو اسراییلیانو ته پیغام ولېږم او د خپلو ټولو هېوادوالو د کاهنانو او لاویانو په شمول چې په ښارګوټو او د هغوی په څړځایونو کې دي، بلنه ورکړم چې راشي او دلته زمونږ سره یوځای شي.
3 بیا به لاړ شو او د خدای د لوظ صندوق به راوړو، ځکه چې د شاوول د پاچاهۍ په وخت کې ورته پاملرنه نه وه شوې.»
4 ټولو خلکو دا خبره ومنله چې دا سم وړاندیز دی او پرېکړه یې وکړه چې همداسې وکړي.
5 نو داود د ټول هېواد څخه د اسراییلو قوم راغونډ کړ، یعنې د مصر د پولې څخه نیولې چې په جنوب کې ده د حمات د غاښي پورې چې په شمال کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق له قریه یعاریم څخه اورشلیم ته راوړي.
6 داود او ټول اسراییلیان د بعله ښار یعنې قریه یعاریم ته لاړل چې د یهودا په سیمه کې دی، د دې دپاره چې د خدای د لوظ صندوق چې د څښتن نوم ورباندې دی، راوړي - هغه څښتن چې تخت یې د اسماني مخلوقاتو د مجسمو دپاسه دی.
7 هغوی د ابیناداب د کور څخه د لوظ صندوق راوویست او په یوې نوې ګاډۍ باندې یې کېښود. عزه او اخیو د ګاډۍ د لارښوونې دپاره د هغې سره تلل
8 او داود او ټولو خلکو په خپل ټول توان سره خدای ته د درناوي په خاطر نڅا ګانې کولې. هغوی سندرې ویلې او د موسیقۍ دغه آلې یې غږولې: رڅپرکیونه، چنګونه، چمبې، تالونه او سرني.
9 څنګه چې دوی د کیدون درمند ځای ته ورسېدل، غویان وښویېدل او عزه خپل لاس وراوږد کړ او د لوظ صندوق یې ونیوه.
10 څښتن په عزه باندې ډېر په قهر شو او هغه یې وواژه، ځکه چې د لوظ صندوق یې لمس کړ. هغه هلته د خدای په حضور کې مړ شو.
11 نو داود په قهر شو، ځکه چې څښتن په قهر سره عزه ته سزا ورکړه او تر نن ورځې پورې هغه ځای د فارز عزه په نوم یادیږي.
12 په هغه ورځ داود د څښتن څخه ډېر ووېرېده او ویې ویل: «اوس به څنګه وکولای شم چې د خدای د لوظ صندوق د ځان سره یوسم؟»
13 نو هغه صندوق د ځان سره د داود ښار ته یو نه وړ. د هغې په ځای یې هغه د عوبید ادوم جتي کور ته یووړ.
14 د خدای د لوظ صندوق درې میاشتې هلته پاتې شو او څښتن د عوبید ادوم کورنۍ او هر هغه شي ته چې یې درلود برکت ورکړ.