تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 8

بنیامین پنځه زامن درلودل چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: بالع، اشبیل، اخرخ،
2 نوحه او رافا.
3 د بالع زامن په لاندې ډول دي: ادار، جیرا، ابیهود،
4 ابیشوع، نعمان، اخوخ،
5 جیرا، شفوفان او حورام.
6 ‏-
7 د ایهود زامن دا وو: نعمان، اخیا او جیرا. هغوی د جبع په ښارګوټي کې د طایفو مشران وو، خو وروسته د مناحت ښارګوټي ته د اسیرانو په توګه بوتلل شول او دا د جیرا لارښوونه وه. جیرا دوه زامن درلودل چې عزه او اخیحود نومېدل.
8 ‏-
11 شحرایم او د هغه ښځې حوشیم دوه زامن درلودل چې ابیطوب او الفعل نومېدل. خو شحرایم وروسته حوشیم او خپلې بلې ښځې یعنې بعرا ته طلاق ورکړ. بیا هغه د موآب هېواد ته کډه وکړه او هلته یې د خوداش سره واده وکړ او هغې اووه زامن وزېږول چې نومونه یې دا وو: یوڅپرکی، ظبیا، میشا، ملکام، یعوز، شکیا او مرمه. هغوی ټول د شحرایم په طایفه کې د کورنیو مشران وو.
12 د الفعل د زامنو نومونه په لاندې ډول دي: عیبر، مشعام او شامد. شامد د اونو او د لود ښارګوټي او د هغو د شاوخوا کلي ودان کړل.
13 بریعه او شمع هم د الفعل زامن وو. هغوی په هغې طایفې کې د کورنیو مشران وو چې د ایالون په ښارګوټي کې اوسېدل او هغوی د جت د ښار اوسېدونکي وشړل.
14 ‏-
16 د بریعه په اولاده کې اخیو، شاشق، بریموت، زبدیا، عراد، عیدر، میکاییل، یشفه او یوخا شامل وو.
17 ‏-
18 د الفعل په اولاده کې زبدیا، مشلام، حزقي، حابر، یشمرای، یزلیا او یوڅپرکی شامل وو.
19 ‏-
21 د شمعي په اولاده کې یاقیم، زکري، زبدي، الیعینای، صلتای، الیییل، عدایا، برایا او شمرت شامل وو.
22 ‏-
25 د شاشق په اولاده کې یشفان، عیبر، الیییل، عبدون، زکري، حانان، حننیا، عیلام، عنتوتیا، یفدیا او فنوعیل شامل وو.
26 ‏-
27 د یروحام په اولاده کې شمشرای، شحریا، عتلیا، یعرشیا، ایلیا او زکري شامل وو.
28 دا ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په اورشلیم کې اوسېدل.
29 یعییل د جبعون د ښار بنیاد کېښود او هلته مېشته شو. د هغه ښځه معکه نومېدله
30 او د هغه مشر زوی عبدون نومېدله. د هغه نور زامن هم وو چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: صور، قیس، بعل، ناداب،
31 جدور، اخیو، زاکر،
32 او مقلوت چې د شمعه پلار ؤ. هغوی هم له خپلو خپلوانو سره نژدې په اورشلیم کې اوسېدل.شاوول څلور زامن درلودل: یوناتان، ملکیشوع، ابیناداب او اشبعل.
34 یوناتان د مریب بعل پلار او د میکا نیکه ؤ.
35 میکا څلور زامن درلودل: فیتون، ملک، تاریع او آحاز.
36 آحاز د یهوعده پلار او د علمت، عزموت او زیمري نیکه ؤ. زیمري د موزا پلار
37 د بنعا نیکه او د رافه غور نیکه ؤ. نوره اولاده یې دا وه: العاسه او آصیل.
38 آصیل شپږ زامن درلودل: عزریقام، بوکرو، اسماعیل، شعریا، عوبدیا او حانان.
39 د آصیل ورور عیشق درې زامن درلودل چې نومونه یې په ترتیب سره اولام، یعوش او الیفلط وو.
40 د اولام زامن زړور عسکر وو او د لیندې او غشو په ویشتلو کې تکړه وو. هغوی ډېر زامن او لمسي درلودل، چې شمېر یې یوسلو پنځوسو تنو ته رسېدل.دا ټول د بنیامین له قبیلې څخه وو.