تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 14

نو بیا د صور پاچا حیرام، داود ته خپل استازي ورولېږل، له هغوی سره ګلکاران او نجاران هم وو. هغوی د سبر د ونو لرګي راوړل، ترڅو داود ته ماڼۍ جوړه کړي.
2 نو داود پوه شو چې څښتن د هغه پاچاهي په اسراییلو باندې ټینګه کړې ده او د هغه پاچاهي د خپل قوم یعنې د اسراییلو په خاطر نېکمرغه کیږي.
3 وروسته له دې چې داود اورشلیم ته کډه وکړه، هغه د نورو ښځو سره ودونه وکړل او نور زامن او لورګانې یې وزېږېدلې.
4 دا د داود اولادونه دي چې په اورشلیم کې زېږېدلي دي: شموع، شوڅپرکی، ناتان، سلیمان،
5 ایبحار، الیشوع، الیفالط،
6 نوجه، نفج، یافیع،
7 الیشمع، بعلیاداع او الیفلط.
8 کله چې فلسطینیانو واورېدل چې داود د اسراییلو په ټول هېواد باندې د پاچا په توګه ټاکل شوی دی، هغوی د پوره قوت سره ووتل چې داود ونیسي. خو داود د هغوی د پلان څخه خبر شو او لاړ چې په جګړه کې ورسره مقابله وکړي.
9 نو فلسطینیان راغلل او د رفاییم په دره یې حمله وکړه.
10 داود د خدای نه پوښتنه وکړه: «ایا په فلسطینیانو باندې حمله وکړم؟ ایا ماته به بری راکړې؟»څښتن ځواب ورکړ: «هو، ورباندې حمله وکړه! زه به تاته بری درکړم!»
11 نو داود بعل فراسیم ته لاړ او هلته یې فلسطینیانو ته ماته ورکړه. هغه وویل: «خدای زما په لاسونو د دښمنانو کرښې ماتې کړې.» نو هغه ځای د بعل فراسیم په نوم یاد شو.
12 کله چې فلسطینیان وتښتېدل، بیا داود خپلو لښکرو ته حکم ورکړ: «هغه بتان چې له فلسطینیانو څخه پاتې شوي دي، وسوځوئ.»
13 څه موده وروسته فلسطینیان بېرته درې ته راستانه شول او بیا یې برید پیل کړ.
14 داود یوځل بیا د خدای سره مشوره وکړه، خدای ځواب ورکړ: «د دې ځای نه برید مه کوه، بلکې د شا له خوا ورباندې راتاو شه او د بلسام ونو ته مخامخ په هغوی باندې برید وکړه.
15 کله چې دې د بلسام د ونو په سر کې د قدمونو اواز واورېده، نو بیا په بیړه برید وکړه، ځکه چې دا به دا معنی ولري چې زه ستا په مخکې روان یم چې د فلسطینیانو لښکرو ته ماتې ورکړم.»
16 نو څنګه چې خدای داود ته حکم کړی ؤ، هماغسې یې وکړل او فلسطینیان یې د جبعون نه تر جازر پورې په ټوله لاره کې تعقیب کړل او ویې وژل.
17 نو داود په ټولو هېوادونو کې مشهور شو او څښتن سبب شو چې ټول قومونه له هغه څخه ووېریږي.