تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 19

څه موده وروسته د عمونیانو پاچا ناحاش مړ شو او د هغه زوی حانون د هغه په ځای پاچا شو.
2 داود پاچا وویل: «زه به د حانون سره داسې وفادارانه دوستي وکړم لکه څنګه چې د هغه پلار ناحاش زما سره کړې وه.» نو داود خپل استازي ولېږل چې د خپل ځان له خوا خواخوږي ووایي.خو کله چې هغوی عمون ته ورسېدل او د حانون پاچا سره یې رسمي کتنه وکړه،
3 د عمونیانو مشرانو حانون پاچا ته وویل: «ایا تاسو فکر کوئ چې داود په رښتیا دا استازي ستاسو پلار ته د عزت ورکولو دپاره رالېږلي دي؟ ایا هغه ستاسو سره دومره خواخوږي لري؟ البته چې نه! هغوی یې دلته د جاسوسۍ دپاره رالېږلي چې زمونږ هېواد وګوري، ترڅو هغه فتح کړي.»
4 نو حانون د داود استازي ونیول، د هغوی ږیرې یې وخریلې، کالي یې د پښو نه تر ملا پورې وشکول او رخصت یې کړل.
5 هغوی ډېر شرمېدل چې کور ته راستانه شي. کله چې داود له دې پېښې څخه خبر شو، نو هغوی ته یې خبر ورولېږه: «تر هغې پورې د اریحا په ښار کې پاتې شئ چې ستاسو ږیرې اوږدې شي او بیا بېرته کور ته راشئ.»
6 حانون پاچا او عمونیان په دې پوه شول چې هغوی داود خپل دښمن کړ. نو هغوی څلوردېرش ټنه سپین زر ولېږل د دې دپاره چې د بین النهرین، د سوریې د معکه او د صوبه له سیمو څخه جنګي ګاډۍ او د هغو چلوونکي اجیر کړي.
7 دوه دېرش زره جنګي ګاډۍ او د معکه پاچا او د هغه لښکرې راغلې او د میدیبا سره نژدې یې خېمې ودرولې. د عمونیانو لښکرې هم له خپلو ښارګوټو څخه د جګړې دپاره راټولې شولې.
8 داود د دې نه خبر شو او یوآب یې له ټول لښکر سره د هغوی مقابلې ته ورولېږه.
9 عمونیان راووتل او د خپل پایتخت ربه د دروازې په خوله کې ځای په ځای شول. د سوریې لښکرې په صحرا کې ځای په ځای شوې.
10 یوآب ولیدل چې د دښمن لښکر به په هغه باندې مخامخ او د شا له خوا برید وکړ، نو هغه د اسراییلو د عسکرو څخه ډېر ښه عسکر وټاکل او هغوی یې سوریایانو ته مخامخ ځای په ځای کړل.
11 یوآب د خپلو لښکرو پاتې کسان د خپل ورور ابیشای تر قوماندې لاندې ورکړل او ابیشای هغوی د عمونیانو په مقابل کې ځای په ځای کړل.
12 یوآب هغه ته وویل: «که چېرې تا ولیدل چې سوریایانو ماته ماتې راکوله، نو راشه او زما سره مرسته وکړه او که چېرې عمونیانو تاته ماتې درکوله، نو زه به ستا مرستې دپاره درشم.
13 قوي او زړور اوسه! راځه چې د خپل قوم او د خدای د ښارونو دپاره په مېړانه او زړورتیا سره وجنګېږو. څه چې د څښتن رضا وي هغه دې وشي!»
14 نو یوآب او د هغه سړي مخکې لاړل چې برید وکړي او سوریایان وتښتېدل.
15 کله چې عمونیانو ولیدل چې سوریایان تښتي، هغوی د ابیشای څخه وتښتېدل او ښار ته ننوتل. بیا یوآب اورشلیم ته راستون شو.
16 کله چې سوریایان پوه شول چې دوی ته اسراییلو ماتې ورکړه، هغوی خپل هغه عسکر راوغوښتل چې د فرات د سیند په ختیځه خوا کې ځای په ځای شوي وو. د هددعزر د لښکرو قوماندان شوفک دا سړي عمون ته بوتلل.
17 کله چې داود دا واورېدل، هغه د اسراییلو ټولې لښکرې سره راغونډې کړې، د اردن د سیند نه تېر شو او خپل عسکر یې د سوریایانو لښکرو ته مخامخ ځای په ځای کړل.جګړه پیل شوه،
18 خو د سوریایانو لښکرې د اسراییلیانو څخه وتښتېدلې. داود اووه زره د جنګي ګاډیو چلوونکي او څلوېښت زره پیاده عسکر ووژل. هغه شوفک هم وواژه چې د هغوی قوماندان ؤ.
19 هغه پاچاهان چې د هددعزر تابع وو، کله چې هغوی ولیدل چې د اسراییلو له خوا یې ماتې وخوړله، نو د داود سره یې سوله وکړه او د هغه رعیت شول. سوریایانو نه غوښتل چې بیا د عمونیانو سره مرسته وکړي.