تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 18

څه موده وروسته داود بیا فلسطینیانو ته ماتې ورکړه او هغوی یې کمزوري کړل. د هغوی څخه یې د جت ښار او د هغه د شاوخوا کلي ونیول.
2 داود موآبیانو ته هم ماتې ورکړه، نو هغوی د هغه رعیت شول او باج به یې ورکاوه.
3 په داسې حال کې چې د صوبې د پاچا هددعزر د فرات د سیند پورتنۍ سیمې ته روان ؤ چې د هغه ځای واکمن شي، داود د حمات په پوله هغه ته ماتې ورکړه.
4 داود د هغه څخه زر جنګي ګاډۍ، اووه زره سپاره او شل زره پیاده عسکر ونیول. هغه د سلو جنګي ګاډیو دپاره اسونه وساتل او نور ټول یې ګوډ کړل.
5 کله چې د دمشق سوریایانو د هددعزر پاچا د مرستې دپاره لښکر ورولېږه، داود په هغوی باندې حمله وکړه او دوه ویشت زره سوریایان یې ووژل.
6 بیا هغه د دمشق د سوریې په پاچاهۍ کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او سوریایان د هغه رعیت شول او باج یې ورکاوه. هر چېرته چې به داود لاړ، څښتن هغه ته بری ورکاوه.
7 داود د هددعزر د عسکري منصبدارانو د سرو زرو سپرونه واخیستل او هغه یې اورشلیم ته راوړل.
8 داود د طبحت او کونه څخه چې د هددعزر ښارونه وو په زیاته اندازه برنجي فلز لاسته راوړل. وروسته سلیمان د دې برنجو څخه د خدای د کور د اوبو د ټانکۍ، ستنو او برنجي لوښو په جوړولو کې کار واخیست.
9 د حمات پاچا توعو واورېدل چې داود د هددعزر ټول لښکر ته ماتې ورکړې ده.
10 نو هغه خپل زوی هدورام، داود پاچا ته ورولېږه چې هغه ته سلام ووایي او په جګړه کې په هددعزر باندې د هغه د بریالیتوب مبارکي ووایي. هددعزر څو ځلې له توعو سره جنګېدلی ؤ. هدورام داود ته هر ډول سوغاتونه یعنې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجي شیان له ځان سره راوړل.
11 داود پاچا هغه سامان د هغو سپینو او سرو زرو سره یوځای څښتن ته وقف کړل چې د ادومیانو، موآبیانو، عمونیانو، فلسطینیانو او عمالیقیانو څخه یې د بري په وخت کې نیولي وو.
12 د زرویه زوی ابیشای د مالګې په دره کې د ادومیانو لښکرو ته ماتې ورکړه او د هغوی د لښکرو اتلس زره تنه یې ووژل.
13 هغه په ټول ادوم کې عسکري قرارګاوې جوړې کړې او ټول ادومیان د داود رعیت شول. داود به چې هر چېرته لاړ، څښتن به ورته بری ورکاوه.
14 داود په ټولو اسراییلو باندې پاچاهي کوله او د خپلو ټولو خلکو دپاره یې په عدل او انصاف سره کارونه کول.
15 یوآب د زرویه زوی د لښکرو عمومي قوماندان ؤ. یهوشافاط د اخیلود زوی د پېښو د ثبتولو مسوول ؤ.
16 صادوق د اخیطوب زوی او اخیملک د ابیاتار زوی کاهنان وو. شوشا د دربار منشي ؤ.
17 بنایاه د یهویاداع زوی د داود د ساتونکو ګارډ یعنې د کریتیانو او د فلیتیانو قوماندان ؤ او د داود زامن د هغه لومړي مرستیالان وو.