تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 10

فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جګړه وکړه. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شاوول پاچا او د هغه زامن هم شامل وو، وتښتېدل.
2 خو فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شاوول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل.
3 په شاوول باندې جګړه ډېره سخته شوه او کله چې د فلسطینیانو غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل، نو هغه یې سخت ټپي کړ.
4 شاوول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې لېږدوله وویل: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان مې په عذاب نه کړي.» خو هغه ځوان له دې کاره ډېر ووېرېد. نو شاوول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورځاوه.
5 کله چې هغه ځوان ولیدل چې شاوول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورځاوه او مړ شو.
6 نو په دې ډول شاوول او د هغه درې زامن ټول یو ځای مړه شول او د هغه شاهي کورنۍ له منځه لاړه.
7 کله چې هغو اسراییلیانو چې د یزرعیل په دره کې اوسېدل دا خبره واورېدله چې لښکرې تښتېدلې دي او شاوول او د هغه زامن مړه شوي دي، هغوی خپل ښارګوټي پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
8 له جګړې یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټلو دپاره ورغلل، نو هغوی د شاوول او د هغه د زامنو مړي وموندل چې د جلبوع په غره کې پراته وو.
9 دوی د شاوول سر پرې کړ، له هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری د خپلو بتانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي.
10 دوی د شاوول وسلې د خپلو بتانو په عبادت خانه کې کېښودلې او د هغه سر یې د خپل بت یعنې د داجون په عبادت خانه کې ځوړند کړ.
11 کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار ټولو خلکو د هغه څه په اړه چې فلسطینیانو په شاوول باندې کړي وو، واورېدل،
12 تر ټولو زړور سړي لاړل، د شاوول او د هغه د زامنو مړي یې راوړل او یابیش ته یې یووړل. هغوی دا مړي هلته د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووه ورځې یې روژه ونیوله.
13 ‏-
14 شاوول ځکه مړ شو چې هغه بې وفا ؤ او د څښتن اطاعت به یې نه کاوه. هغه حتی د څښتن په ځای له یوې کوډګرې سره مشوره وکړه. نو ځکه څښتن شاوول وواژه او د هغه پاچاهي یې د یسي زوی داود ته ورکړه.