تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 9

د ټولو اسراییلیانو نسب نامې د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې ثبت شوې وې.د یهودا خلک له څښتن سره د بې وفایۍ له امله د اسیرانو په توګه څپرکیل ته بوتلل شول.
2 هغه خلک چې اول راستانه شول او په خپلو ښارګوټو کې یې خپل جایدادونه بېرته لاسته راوړل، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او نور اسراییلیان وو.
3 د یهودا، بنیامین، افرایم او منسي د قبیلو ځینې خلک په اورشلیم کې مېشته شول.
4 ‏-
6 د یهودا له قبیلې څخه شپږ سوه او نوي تنه په اورشلیم کې مېشت شول. هغوی ټول د یهودا د درېو زامنو یعنې د فارص، شیله او زارح اولاده وه. د هغوی مشران عوتای، عسایا او یوییل وو. عوتای د عمیهود زوی ؤ او شجره یې نیکونو ته په لاندې ډول رسېدله: عمري، امري، باني او فارص. عسایا د یهودا د زوی شیله د اولادې مشر ؤ؛ یوییل د یهودا د زوی زارح د اولادې مشر ؤ.
7 ‏-
9 د بنیامین له قبیلې څخه نهه سوه شپږ پنځوس د کورنیو مشران هم په اورشلیم کې مېشت شول. د هغوی نومونه په خپلو نسب نامو کې لیکل شوي وو او دا خلک په کې ثبت شوي وو: سلو د مشلام زوی، د هودویا لمسی او د هسنواه کړوسی؛ یبنیا د یروحام زوی؛ ایله د عزي زوی او د مکري لمسی؛ مشلام د شفطیا زوی، د رعوییل لمسی او د یبنیا کړوسی.
10 ‏-
12 دا د هغو کاهنانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: یدعیا، یهویاریب، یاکین او عزریا چې د خدای د کور مشر ؤ. د عزریا شجره د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حلقیا، مشلام، صادوق، مرایوت او اخیطوب؛ د یروحام زوی عدایا چې شجره یې په لاندې ډول وه: یروحام، فشحور او ملکیا؛ د عدیییل زوی معسای چې شجره یې په لاندې ډول وه: عدیییل، یحزیره، مشلام، مشلیمیت او یمیر.
13 ټول ۱۷۶۰ تنه کاهنان وو، هغوی ټول په خپلو طایفو کې د کورنیو مشران هم وو او د خدای په کور کې یې د کار کولو مهارت درلود.
14 ‏-
17 دا د هغو لاویانو د نومونو لست دی چې په اورشلیم کې مېشت شول: د مراري له طایفې څخه شمعیه چې شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: حشوب، عزریقام او حشبیا؛ بقبقر، حارش او جلال؛ د میکا زوی متنیا، چې د هغه شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: میکا، زکري او اساف؛ د شمعیه زوی عوبدیا، چې د هغه شجره یې د پلار نه په لاندې ډول پیل شوه: شمعیه، جلال او یدوتون؛ او د اسا زوی او د القانه لمسی برکیا، چې د نطوفې ښارګوټي ته نژدې په کلیو کې اوسېدلی ؤ.۱۷شلوم، عقوب، طلمون، اخیمان او د هغوی خپلوان د خدای د کور ساتونکي وو. شلوم د هغوی مشر ؤ
18 او هغوی ډېره موده پخوا د خدای د کور ختیځې خواته د پاچا په دروازه کې ساتونکي وو. مخکې له دې به هغوی د لاویانو د خېمو ساتنه کوله.
19 شلوم د قوري زوی، د ابیاساف لمسی او د قورح کړوسی ؤ. د خپلو نیکونو په شان، چې په سپېڅلې خېمې کې یې خدمت کاوه، هغه هم د قورح په طایفه کې د خپلو خپلوانو سره د خدای د کور په دروازه کې ساتونکی ؤ.
20 په پخوانیو وختونو کې د العازار زوی فینحاس، د ساتونکو مسوول ؤ او څښتن د هغه سره مل ؤ.
21 د مشلمیا زوی زکریا هم د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې ساتونکی ؤ.
22 ټول دوه سوه دولس د دروازو ساتونکي وو، د هغوی ټولو نومونه په خپلو کلیو کې د کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. داود پاچا او سموییل پیغمبر د هغوی نیکونه ځکه غوره کړي وو چې هغوی اعتباري خلک وو.
23 په دې توګه هغوی او د هغوی اولادې د خدای د کور یعنې د سپېڅلې خېمې د دروازو ساتنه کوله.
24 د خدای د کور د څلورو واړو خواوو دپاره ساتونکي ټاکل شوي وو.
25 د هغوی خپلوان به په خپل وار سره له خپلو کلیو څخه د یوې هفتې دپاره راتلل او له هغوی سره به یې د ساتونکو وظیفه تر سره کوله.
26 هغوی څلور مشران درلودل، چې ټول لاویان وو او هغوی د نورو ساتونکو څارنه کوله. هغوی د خدای په کور کې د کوټو او د خزانو د ساتلو مسوولیت په غاړه درلود.
27 هغوی به په شپه کې د خدای د کور په شاوخوا کې اوسېدل چې ساتنه یې وکړي او دا مسوولیت یې درلود چې هر سهار یې دروازې خلاصې کړي.
28 ځینو لاویانو د هغو سامانونو مسوولیت په غاړه درلود چې د خدای په کور کې یې د عبادت په وخت کې ورڅخه کار اخیست. هغوی به هر شی له کارولو څخه مخکې او وروسته شمېرل.
29 نورو لاویانو ته د خدای د کور د سامان او د هغه د سپېڅلو لوښو، د ډېرو ښو اوړو، شرابو، د زیتونو د تېلو، د خوشبویۍ او د مسالو د ساتلو وظیفه ور په غاړه وه.
30 خو د مسالو د ګډولو مسوولیت د کاهنانو په غاړه ؤ.
31 د شلوم مشر زوی متتیا د قورح د لاویانو د طایفې یو غړی ؤ. هغه د هغې ډوډۍ د پخولو مسوولیت په غاړه درلود چې د نذرانو دپاره یې ورڅخه کار اخیست.
32 د قهاتیانو د طایفې ځینو غړو دا وظیفه درلودله چې د هر سبت په ورځ سپېڅلې ډوډۍ پخه کړي.
33 د لاویانو د کورنیو هغه مشران چې ساز غږوونکي وو، د خدای د کور په کوټو کې اوسېدل. هغوی نور مسوولیتونه نه درلودل ځکه چې شپه او ورځ یې خپله وظیفه تر سره کوله.
34 دا پورته ذکر شوي کسان د لاویانو په قبیله کې د کورنیو مشران وو او په هماغه ډول یې نومونه د خپلو کورنیو په نسب نامو کې ثبت شوي وو. هغوی په اورشلیم کې اوسېدل.
35 یعییل د جبعون د ښار بنیاد کېښود او هلته مېشت شو. د هغه ښځه معکه نومېدله.
36 د هغه مشر زوی عبدون نومېده او د هغه نور زامن هم وو چې په لاندې ترتیب سره زېږېدلي وو: صور، قیس، بعل، نیر، ناداب،
37 جدور، اخیو، زکریا
38 او مقلوت چې د شمعه پلار ؤ. هغوی هم د خپلو خپلوانو سره نژدې په اورشلیم کې اوسېدل.
39 نیر د قیس پلار او د شاوول پاچا نیکه ؤ.شاوول څلور زامن درلودل: یوناتان، ملکیشوع، ابیناداب او اشبعل.
40 یوناتان د مریب بعل پلار او د میکا نیکه ؤ.
41 میکا څلور زامن درلودل: فیتون، ملک، تحریع او آحاز.
42 آحاز د یعره پلار او د علمت، عزموت او د زیمري نیکه ؤ. زیمري د موزا پلار
43 د بنعا نیکه او د رفایا غور نیکه ؤ. نوره اولاده یې دا وه: العاسه او آصیل.
44 آصیل شپږ زامن درلودل: عزریقام، بوکرو، اسماعیل، شعریا، عوبدیا او حانان.