تاريخ اول

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22 23 24 25 26 27 28 29


څپرکی 28

داود پاچا د اسراییلو ټول مشران یعنې د قبیلو مشران، د هغو فرقو قوماندانان چې د پاچا خدمت به یې کاوه، د لښکرو نور قوماندانان، د شاهي شتمنۍ او د څارویو رسمي مسؤولان، د ماڼۍ درباریان او زړور جنګیالي - په اورشلیم کې راغونډ کړل.
2 داود د هغوی مخې ته ودرېده او داسې وینا یې ورته وکړه: «زما ورونو او زما د قوم خلکو! ما غوښتل چې د لوظ د صندوق دپاره یو تلپاتې کور ودان کړم، یعنې هغه صندوق چې زمونږ د څښتن خدای د پښو ایښودلو د چوکۍ دپاره وي. ما د کور د ودانولو دپاره چې د هغه د عزت دپاره دی، تیاری نیولی دی.
3 خو خدای ماته وویل: ته زما کور نه شې جوړولی، ځکه چې ته یو جنګیالی یې او ډېره وینه دې تویه کړې ده.
4 بیاهم د اسراییلو څښتن خدای زه او زما اولاده د دې دپاره غوره کړي یو چې د تل دپاره په اسراییلو باندې پاچاهي وکړو. هغه یهودا د دې دپاره غوره کړ چې په اسراییلو کې مشره قبیله شي. بیا څښتن له یهودا څخه زما د پلار کورنۍ غوره کړه او رضا یې دا وه چې د هغې کورنۍ څخه زه د ټولو اسراییلو پاچا شم.
5 څښتن راته ډېر زامن راکړل او له هغوی ټولو څخه یې سلیمان غوره کړ چې زما په ځای اسراییلو پاچا شي.
6 څښتن ماته وویل: ستا زوی سلیمان به زما کور ودان کړي. ما هغه غوره کړی دی چې هغه به زما زوی او زه به د هغه پلار یم.
7 که چېرې هغه تل زما د حکمونو او قوانینو پوره اطاعت وکړي، لکه څنګه چې یې اوس کوي، زه به د هغه پاچاهي د تل دپاره ټینګه وساتم.
8 زما خلکو، تاسو د څښتن د قوم څخه یئ چې دلته له ټولو اسراییلو څخه راغونډ شوي یئ. اوس خدای شاهد دی او تاسو هم شاهدان یئ، زه غواړم چې تاسو دا وعده وکړئ چې د څښتن خدای د هر امر اطاعت به په غور سره کوئ. بیا به دا ځمکه ستاسو وي او تاسو کولای شئ چې دا د تل دپاره راتلونکو نسلونو ته د میراث په توګه پرېږدئ.
9 زما زویه سلیمانه، زما خدای وپېژنه او د زړه له کومي او په خپلې رضا سره د هغه خدمت کوه. هغه ستا د ټولو فکرونو او خیالونو څخه خبر دی، نو که چېرې د هغه په لټه کې اوسې، هغه به پیدا کړې. خو که چېرې د هغه څخه مخ وګرځوې، هغه به د تل دپاره تا رد کړي.
10 ته باید په دې پوه شې چې څښتن د دې دپاره غوره کړی یې چې د هغه د عبادت کولو دپاره کور ودان کړې. ډاډه اوسه او هغه کار وکړه چې تاته درسپارل شوی دی.»
11 وروسته له دې چې د داود خبرې پای ته ورسېدلې، هغه سلیمان ته د خدای د کور د ودانولو نقشې ورکړې چې په کې برنډه، تحویلخانې، د دوهم پوړ او دنننۍ کوټې او ډېر سپېڅلی ځای شامل ؤ چېرته چې د ګناه دپاره کفاره ادا کیږي.
12 هغه سلیمان ته د څښتن د کور د ګردچاپېره حوېلیو او کوټو دپاره خپلې ټولې نقشې ورکړې او د هغو کوټو دپاره یې هم نقشې ورکړې چې د کور خزانې او هغه سوغاتونه په کې ذخیره کېدل چې خدای ته وقف شوي وو.
13 داود سلیمان ته د کاهنانو او د لاویانو د ډلو د وظیفو دپاره، همدارنګه د هغه کار دپاره چې د څښتن په کور کې ورته اړتیا وه او په هغه شیانو باندې د پام کولو دپاره چې په عبادت کې ورڅخه کار اخیستل کېده، نقشه ورکړه.
14 هغه سلیمان ته وویل چې څومره سره او سپین زر د خدای د کور د مختلفو شیانو د جوړولو دپاره په کار دي،
15 ‏-
16 چې په کې څراغدانونه، څراغونه، د سپینو زرو مېزونه او د سرو زرو هر مېز چې ورباندې هغه ډوډۍ ایښودل کېده چې خدای ته وړاندې کېدله، شامل وو.
17 هغه دا لارښوونه هم ورکړه چې څومره سوچه سره زر دې په پنجو، د وینې د شیندلو په کاسو، په پیالو او په نورو کاسو کې ترې کار واخیستل شي، څومره سپین او سره زر دې د پشقابونو په جوړولو کې
18 او څومره سوچه سره زر دې د خوشبویۍ د سوځولو په قربانګاه او د هغې جنګي ګاډۍ په جوړلو کې ترې کار واخیستل شي چې د هغو اسماني مخلوقاتو دپاره وه چې خپل وزرونه یې د څښتن د لوظ د صندوق دپاسه خپاره کړي وو.
19 بیا داود سلیمان ته وویل: «د دې نقشې ټول تفصیل د خدای له لارښوونې سره سم لیکل شوی دی او هغه یې ماته روښانه کړي دي.
20 قوي او زړور اوسه، په کار پیل وکړه او هېڅ شی مه پرېږده چې ستا د لارې خنډ شي. زما څښتن خدای ستا سره مل دی. هغه به دې یوازې پرېنږدي، خو تر هغه وخته پورې به ستا سره پاتې شي، ترڅو چې د څښتن د کور کار پای ته ورسیږي.
21 کاهنانو او لاویانو ته خپلې وظیفې ورسپارل شوې دي او هر ډول ماهر کارګران راضي دي چې ستا سره مرسته وکړي. همدارنګه خلک او د هغوی مشران به هر هغه څه کوي چې ته یې ورته وایې.»