رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 1

دا د عیسی مسیح مکاشفه ده چې خدای هغه ته ورکړې وه، ترڅو هغه پېښې چې ډېر زر باید رامنځته شي خپلو خدمتګارانو ته وښایي. هغه دا مکاشفه خپل خدمتګار یوحنا ته د فرښتې د لېږلو په وسیله ښکاره کړه.
2 یوحنا چې هرڅه لیدلي وو هغه یې بیان کړل. دا د خدای د کلام او هغه شاهدۍ چې د عیسی مسیح په هکله ده.
3 بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغام نورو ته په لوړ اواز لولي او بختور دي هغه خلک چې غوږ ورته نیسي او هغه څه چې لیکل شوي دي عمل ورباندې کوي، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا هرڅه به پېښ شي.
4 د یوحنا له خوا هغو اوو کلیساګانو ته چې د اسیا په ولایت کې دي. په تاسو دې د هغه چا له خوا فضل او سلامتي وي چې هغه دی، هغه ؤ او هغه راتلونکی دی او د هغو اووه روحونو له خوا چې د هغه د پاچاهۍ د تخت په مخکې خدمت کوي،
5 او د عیسی مسیح له خوا چې وفادار شاهد دی او لومړنی زېږېدلی دی چې له مړو نه اول راپاڅېده او د نړۍ د ټولو پاچاهانو سردار دی.هغه زمونږ سره مینه کوي او په خپله وینه یې مونږ د خپلو ګناهونو نه خلاص کړي یو.
6 هغه مونږ پاچاهۍ ته ورسولو او زمونږ څخه یې کاهنان جوړ کړل، ترڅو د هغه د خدای یعنې د هغه د پلار خدمت وکړو. په هغه دې تل ترتله جلال او قدرت وي! امین.
7 ګورئ، هغه په ورېځو کې راځي! هرڅوک به یې په خپلو سترګو وویني او حتی هغه خلک به یې هم وویني چې هغه یې په نېزې وواهه او د نړۍ ټول قومونه به په هغه باندې ویر کوي. هو، همداسې به وشي! امین.
8 څښتن خدای وایي: «زه الف او یا یم. چې زه هغه څوک یم چې وم، یم او راتلونکی یم، یعنې مطلق قادر خدای.»
9 زه ستاسو ورور یوحنا او د عیسی پیرو یم چې په کړاوونو، د خدای په پاچاهۍ او په صبر او زغم کې ستاسو سره شریک یم. زه د خدای د کلام د موعظې او د عیسی په هکله د شاهدۍ د ورکولو په خاطر د پاتموس په نوم جزیرې ته د سزا دپاره ولېږل شوم.
10 دا د څښتن ورځ وه او روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم، بیا ما د شا له خوا د سرني په شان یو لوړ اواز واورېد
11 چې ماته یې وویل: «څه چې وینې، هغه په یو کتاب کې ولیکه او هغو اووه کلیساګانو یعنې د افسیس، اسمیرنا، پرګاموم، تیاتیرا، ساردیس، فیلادلفیا او لایودیکیه کلیساګانو ته یې ولېږه.»
12 ما خپل مخ راواړاوه چې ووینم دا څوک دی چې زما سره خبرې کوي. په هغه وخت کې مې د سرو زرو اووه څراغدانونه ولیدل.
13 د هغو څراغدانونو په منځ کې د انسان په شان یو څوک ؤ چې یوه اوږده چپنه یې اغوستې وه او د سرو زرو یوه پټۍ یې د سینې څخه تاوه کړې وه.
14 د سر ویښتان یې لکه د سپینې وړۍ یا واورې په شان سپین وو او سترګې یې د اور د لمبو په شان وې،
15 پښې یې د هغو برنجو په شان چې په داش کې پاک شوي وي، ځلېدلې او اواز یې لکه د تېزو اوبو د غرهار په شان ؤ.
16 هغه په خپل ښي لاس کې اووه ستوري نیولي وو او د خولې نه یې دوه مخې تېره توره راوتلې وه او مخ یې لکه د تېز لمر په شان ځلېده.
17 کله چې ما هغه ولیده نو زه لکه د مړي په شان د هغه په پښو کې پرېوتلم، خو هغه خپل ښي لاس په ما کېښود او ویې ویل: «مه وېرېږه، زه اول او اخر یم.
18 زه ژوندی یم، زه مړ شوم او اوس تل ترتله ژوندی یم او د مرګ او قبر کیلي ګانې زما سره دي.
19 نو څه چې دې لیدلي دي هغه ولیکه، هغه څه چې اوس شته او هغه څه چې وروسته به پېښ شي.
20 د هغو اووه ستورو معنی او پټ راز چې تا زما په ښي لاس کې لیدلي دي او د سرو زرو د څراغدانونو معنی دا ده: هغه اووه ستوري د اووه کلیساګانو فرښتې دي او هغه اووه څراغدانونه اووه کلیساګانې دي.»