رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 2

د افسیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې اووه ستوري یې په خپل ښي لاس کې نیولي دي او د سرو زرو د اووه څراغدانونو په منځ کې ګرځي.
2 ستاسو کلیسا چې کوم زحمتونه ویستلي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ما ستاسو زیار، صبر او زغم لیدلی دی. زه پوهېږم چې تاسو بدکاره خلک زغملی نه شئ. تاسو هغه خلک ازمایلي دي چې ځان ته رسولان وایي خو نه دي، او پوه شوي یئ چې هغوی دروغجن دي.
3 زه پوهېږم چې تاسو صبر او زغم لرئ، تاسو زما په خاطر ډېرې ستونزې زغملې دي او ستومانه شوي نه یئ.
4 خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم چې تاسو خپله لومړنۍ مینه له لاسه ورکړې ده.
5 خو په یاد ولرئ چې تاسو د څومره لوړ مقام نه رالوېدلي یئ، نو توبه وباسئ او هغه کارونه کوئ چې مخکې مو کول. که توبه ونه باسئ نو زه به درشم او ستاسو څراغدان به د خپل ځای نه لېرې کړم.
6 خو په تاسو کې یو ښه والی شته چې تاسو د نیکولاویانو د کارونو څخه کرکه کوئ، لکه څنګه چې زه ورڅخه کرکه کوم.
7 څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې د ژوندانه د ونې مېوه چې په جنت فردوس کې ده وخوري.»د اسمیرنا کلیسا ته عیسی مسیح پیغام
8 د اسمیرنا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې اول او اخر دی، چې مړ شو او بیا راژوندی شو.
9 زه ستاسو د کلیسا د کړاوونو او غریبۍ نه خبر یم، خو په حقیقت کې تاسو شتمن یئ! زه د هغو خلکو د کفر ویلو څخه خبر یم چې ځان ته یهودیان وایي خو نه دي، بلکې هغوی د شیطان د کنیسې څخه دي.
10 د کومو کړاوونو سره چې مخامخ کېږئ، د هغو څخه مه وېرېږئ. ګورئ، شیطان به ستاسو څخه ځینې زندانونو ته واچوي چې ومو ازمایي او تر لسو ورځو پورې به ځورېږئ، خو تر مرګه پورې وفادار پاتې شئ او زه به تاسو ته د ژوندون تاج درکړم.
11 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي. څوک چې بریالی شي، نو هغه به د دوهم مرګ عذاب ونه ویني.»
12 د پرګاموم د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې دوه مخې تېره توره لري.
13 زه خبر یم چې تاسو چېرته اوسئ. ستاسو کلیسا په هغه ځای کې ده چې د شیطان تخت په کې دی. خو بیاهم زما نوم ته وفادار پاتې شوئ. تاسو خپل ایمان له لاسه ورنه کړ، حتی په هغه وخت کې چې زما وفادار شاهد انتیپاس ستاسو په ښار یعنې هغه ځای کې چې شیطان په کې اوسیږي، شهید شو.
14 خو زه ستاسو نه یو څو ګیلې لرم: په تاسو کې ځینې خلک شته چې د بلعام د تعلیم څخه پیروي کوي. هغه بلعام ؤ چې بالاق ته یې ورزده کړل چې څنګه اسراییلیان بې لارې کړي او هغوی وهڅوي چې هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو او زنا وکړي.
15 همدارنګه ستاسو په منځ کې داسې خلک شته چې د نیکولاویانو د تعلیم څخه پیروي کوي.
16 نو توبه وباسئ، که نه نو ډېر زر به درشم او په هغې تورې به د هغوی سره جنګ وکړم چې زما د خولې څخه راووځي.
17 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به هغه ته هغه من چې په اسمان کې پټ دی، ورکړم او یوه سپینه تیږه به ورته ورکړم چې په هغې باندې به یو نوی نوم لیکل شوی وي چې هېڅوک به د هغې په معنی باندې پوه نه شي، خو پرته له هغه چې تیږه لاسته راوړي.»
18 د تیاتیرا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د خدای د زوی خبرې دي چې د هغه سترګې د اور د لمبو په شان او پښې یې د برنجو په شان ځلېدلې.
19 ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. او ستاسو د مینې، ایماندارۍ، خدمت او ستاسو د صبر او زغم نه خبر یم او پوهېږم چې ستاسو اوسني کارونه د پخوانیو کارونو څخه ډېر ښه شوي دي.
20 خو زه ستاسو نه یوه ګیله لرم: تاسو هغې ښځې ته چې لکه ایزابل ده او ځان پیغمبره ګڼي، اجازه ورکړې چې په خپل تعلیم سره زما خدمتګاران بې لارې کړي، ترڅو هغوی زنا وکړي او هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو.
21 ما هغې ته د توبې ویستلو وخت ورکړ، خو هغه نه غواړي چې د زناکارۍ نه لاس واخلي.
22 زه به هغه د مریضۍ پر کټ باندې واچوم او هغه کسان چې د هغې سره یې زنا کړې ده، په مصیبت اخته کړم او تر هغې پورې به سخت ځوریږي، ترڅو یې د خپلو کارونو څخه چې د هغې سره یې کړي دي، توبه نه وي ویستلې.
23 زه به د هغې اولادونه ووژنم. په دې کار به ټولې کلیساګانې پوه شي چې زه د انسانانو د فکرونو او زړونو څخه خبر یم او زه به تاسو هر یو ته د خپلو عملونو له مخې بدل درکړم.
24 خو زه تاسو او نورو کسانو ته چې په تیاتیرا کې دي، وایم: تاسو دا تعلیم نه دی قبول کړی او هغه شیان مو نه دي زده کړي چې هغوی ورته د شیطان ژور رازونه وایي. زه به په تاسو باندې نور بار وانه چوم،
25 خو په هر حال ترڅو چې زه راځم تاسو باید په هغه تعلیم باندې چې درکړل شوی دی، ټینګ ودرېږئ.
26 څوک چې بریالی شي او تر اخره پورې زما په حکمونو باندې عمل وکړي، زه به هغه ته واک او اختیار ورکړم چې په ټولو قومونو باندې حکومت وکړي.
27 هغه به ورباندې د اوسپنې په امسا حکومت کوي او د خاورینو لوښو په شان به یې ټوټې ټوټې کړي.
28 لکه څنګه چې ما د خپل پلار له خوا دا واک او اختیار تر لاسه کړی دی، زه به هغه ته د سهار ستوری ورکړم.
29 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس یې کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي.»