رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 13

بیا ما ولیدل چې یو ځناور د بحر نه راووت چې لس ښکرونه او اووه سرونه یې لرل. د هغه په هر ښکر باندې یو تاج ؤ او په هر سر باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
2 هغه ځناور چې ما ولید د پړانګ په شان ؤ او پښې یې د اېږې او خوله یې د زمري په شان وه. ښامار هغه ته خپل قدرت، تخت او ډېر واک او اختیار ورکړ.
3 ما ولیدل چې د هغه ځناور یو سر وژونکی ګوزار خوړلی ؤ، خو د هغه وژونکی زخم جوړ شوی ؤ. ټوله نړۍ حیرانه وه او د هغه ځناور پسې روانه شوه.
4 خلکو هغه ښامار ته عبادت وکړ، ځکه چې هغه خپل واک او اختیار هغه ځناور ته ورکړی ؤ. هغوی هغه ځناور ته هم عبادت وکړ او ویل یې: «څوک د دې ځناور په شان زورور دی؟ څوک کولای شي چې د هغه سره جنګ وکړي؟»
5 هغه ځناور ته اجازه ورکړل شوه چې کبرجنې خبرې وکړي او کفر ووایي. هغه ځناور ته واک او اختیار ورکړل شو چې تر دوه څلوېښت میاشتو پورې حکومت وکړي.
6 هغه خپله خوله خلاصه کړه چې د خدای په خلاف کفر ووایي. هغه د خدای نوم، د هغه استوګنځي او هغو کسانو ته چې په اسمان کې اوسیږي، کفر وویل.
7 هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د خدای د سپېڅلو خلکو سره وجنګیږي او په هغوی باندې بریالی شي او په ټولو قبیلو، قومونو، ژبو او ملتونو باندې حکومت وکړي.
8 ټول خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي د هغه عبادت به کوي، بې له هغو کسانو څخه چې نومونه یې د پیدایښت نه مخکې د هغه حلال شوي وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.
9 څوک چې غوږونه لري هغه دې واوري:
10 هغه څوک چې اسیر کیږي،هغه به اسیر شيچې په توره وژل کیږي هغه څوکهغه به ووژل شي توره باندېدا په دې معنی ده چې د خدای سپېڅلي خلک باید په صبر او زغم سره وفادار پاتې شي.
11 بیا ما یو بل ځناور ولیده چې د ځمکې نه راووت. هغه د وري په شان دوه ښکرونه لرل او د ښامار په شان یې خبرې کولې.
12 هغه د لومړني ځناور په شتون کې د هغه د ټول واک او اختیار څخه کار اخیسته او ټوله ځمکه او د هغې اوسېدونکي یې دې ته مجبورول چې د هغه اولني حیوان عبادت وکړي چې وژونکی زخم یې جوړ شوی ؤ.
13 هغه لویې معجزې ښودلې، تر دې پورې چې د خلکو په مخکې یې د اسمان نه په ځمکه باندې اور ووراوه.
14 هغه په هغو معجزو سره چې اجازه ورکړل شوې وه چې د اولني ځناور په حضور کې یې وښایي، د ځمکې اوسېدونکي غولول. هغوی ته یې ویل چې د هغه اولني ځناور مجسمه جوړه کړي چې په توره باندې زخمي شوی ؤ او تر اوسه لا ژوندی دی.
15 هغه ته اجازه ورکړل شوه چې د اولني ځناور په مجسمه کې ساه واچوي چې خبرې وکړي او وکولای شي هغه خلک ووژني چې د هغې مجسمې عبادت نه کوي.
16 هغه ټول خلک د کوچنیو نه نیولې تر لویانو، شتمنو نه تر غریبو، ازادو نه تر غلامانو پورې مجبورول چې په خپل ښي لاس یا تندي باندې یوه نښه ولګوي.
17 هېچا نه شو کولای چې څه شی واخلي او یا یې خرڅ کړي، ترڅو پورې چې هغه نښه یا د هغه ځناور د نوم شمېره پرې نه وي لګېدلې چې د هغه د نوم څرګندونه کوي.
18 د دې دپاره پوهه او حکمت په کار دی. نو څوک چې پوه وي باید د هغه ځناور د شمېرې په معنی پوه شي، ځکه چې دا د انسان شمېره ده. هغه شمېره ده ۶۶۶.