رويا

1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20 21 22


څپرکی 3

د ساردیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې د خدای اووه روحونه او اووه ستوري ورسره دي چې د خدای خدمت کوي.زه ستاسو د کلیسا د ټولو کارونو څخه خبر یم، تاسو تش په نامه ژوندي یئ، خو تاسو مړه یئ.
2 بېداره شئ او هغه څه چې په تاسو کې پاتې دي او د مړه کېدو په حال کې دي هغه قوي کړئ، ځکه چې ما ستاسو یو کار هم ونه لیده چې د خدای په نظر کې کامل وي.
3 تاسو چې کوم څه زده کړي او اورېدلي دي، هغه په یاد ولرئ، عمل پرې وکړئ او توبه وباسئ. که تاسو بېدار نه شئ، نو زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم او تاسو به خبر نه شئ چې زه څه وخت راغلم.
4 خو بیاهم ستاسو سره په ساردیس کې ځینې خلک شته چې خپل کالي یې په بدیو چټل کړي نه دي. هغوی به په سپینو کالیو کې زما سره ګرځي، ځکه چې د دې لایق دي.
5 هرڅوک چې بریالی شي نو همداسې سپین کالي به ورته واغوستل شي او زه به هېڅکله د هغه نوم د ژوندون د کتاب ژوندون د کتاب نه لېرې نه کړم، بلکې زه به د خپل پلار او د هغه د فرښتو په حضور کې اقرار وکړم چې هغه زما دی.
6 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»
7 د فیلادلفیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې هغه سپېڅلی او رښتینی دی او دا هغه څوک دی چې د داود د پاچاهۍ کیلي ورسره ده، هغه چې کومه دروازه خلاصه کړي، نو هېڅوک نه شي کولای چې هغه بنده کړي او کومه دروازه چې بنده کړي، نو هېڅوک یې نه شي خلاصولی.
8 ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ګوره، ما ستاسو په مخ یوه دروازه خلاصه کړې ده چې هېڅوک یې بندولی نه شي. زه پوهېږم چې تاسو کمزوري یئ، خو تاسو زما په کلام باندې عمل کړی دی او زما د نوم نه منکر شوي نه یئ.
9 ګورئ، زه به هغه کسان چې د شیطان د کنیسې څخه دي او ځانونه یهودیان بولي خو هغوی یهودیان نه دي او دروغ وایي، زه به هغوی راولم او ستاسو پښو ته به پرېوځي او هغوی به پوه شي چې تاسو راباندې ګران یئ.
10 په دې خاطر چې تاسو په صبر او زغم سره زما په کلام باندې عمل کړی دی، نو زه به هم تاسو د ازمایښت د هغه ساعت نه وساتم چې د نړۍ په ټولو خلکو باندې به راځي.
11 زه زر راځم. نو څه چې درسره دي هغه ټینګ وساتئ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای ستاسو تاج واخلي.
12 څوک چې بریالی شي، نو زه به د هغه نه د خپل خدای د کور ستنه جوړه کړم او هغه به هېڅکله ورڅخه دباندې ونه وځي. زه به په هغه باندې د خپل خدای نوم ولیکم او د خپل خدای د ښار یعنې نوي اورشلیم نوم چې د اسمان نه د خدای له خوا راښکته کیږي، ولیکم او همدارنګه خپل نوی نوم به په هغه باندې ولیکم.
13 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»
14 د لاوودیکیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:«دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.
15 ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. زه پوهېږم چې تاسو نه ساړه یئ او نه تاوده، بلکې نیمګړي یئ. کاشکې چې تاسو تاوده یا ساړه وای،
16 خو دا چې تاسو نه تاوده یئ او نه ساړه، بلکې نیمګړي یئ. نو زه به تاسو د خپلې خولې نه دباندې وغورځوم.
17 ځکه تاسو وایئ: ‹مونږ شتمن یو، مونږ هرڅه لرو او هېڅ شي ته اړتیا نه لرو،› خو تاسو نه پوهېږئ چې تاسو بدبخته، بېچاره، غریب، ړوند او لوڅ یئ.
18 زه تا ته مشوره درکوم چې زما څخه داسې سره زر واخله چې په اور کې پاک شوي دي چې شتمن شې، سپین کالي راڅخه واخله چې ته یې واغوندئ چې د لوڅوالي شرم دې پټ شي او د سترګو ملهم راڅخه واخله چې په موښلو سره یې ستا سترګې بینا شي.
19 زه هغه څوک رټم او اصلاح کوم چې په ما ګران وي، نو غیرتمند اوسئ او توبه وباسئ.
20 ګورئ، زه په دروازه کې ولاړ یم او هغه ټکوم. که څوک زما اواز اوري او دروازه خلاصه کړي، نو زه به ورننوځم. زه به د هغه سره او هغه به زما سره ډوډۍ وخوري.
21 څوک چې بریالی شي نو زه به ورته دا حق ورکړم چې زما سره زما په تخت باندې کښېني، لکه څنګه چې زه بریالی شوم او د خپل پلار سره په تخت باندې کښېناستم.
22 څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغو ته دې غوږ ونیسي!»